غزل


زما له سترګو څخه توی ستا په ټټر تویږي
میندې یې ژاړي بیا چې وینې په سنګر تویږي
زه ورته تږې خو سوری دی پکی ستا د جفا
زما کاسې نه ستا د مینې سمندر توبږي
دلته چې مخ لري هغه سړی زړګی نه لري
د غرونو وينه د سیندونو په پرهر تویږي
د للمی ګل یم د چا نه ده په ما پرخه پرزو
چې په ما اوري په ما څاڅي او په لمر تویږي
ته هغه نه یی که دې ژبه اوس په وس کې نه ده
چې قیمتي ټکي ترې سم لکه د زر تویږي
افسانه غزل