
که ومه تللې مروره ، پخلا بیرته راغلم زه د تقدیر په کرښو نه وم رضا بیرته راغلم
منکره نه یم رانه شوې خطا بیرته راغلم له تا نه تللې ډیره لرې تر تا بیرته راغلم
یوازیتوب خو ستا په قدر باندې پوهه کړمه په خپل غرور یم پښیمانه اشنا ، بیرته راغلم
ما چې پرن دا ستا له دره سل توبې کړې وې سبا مې هر څه و هیر کړي ، سبا بیرته راغلم
ستا په مزار مې مورې ډیرې چیغې ووهلېته وې خاموشه ، ته چې نه شوې ګویا ، بیرته راغلم
د افسانې ده کمزوري ، چې درد دې نه شي لیدایاوښکې کړه پاکې ، خیر دی وکړه خندا ، بیرته راغلم
افسانه غزل