په ډير غرور...

په ډیر غرور دلته راغلی خلک
ککړ په جرم دا ناولی خلک
زما په خاوره چی فتنی جوړوی
دغه شین سترګی خدای رټلی خلک
دغه چنګیز او هلاکو په زوره
وژنی بچی راله او ښکلی خلک
لکه د روس به له دی خاوری تښتی
دا دشیطان ابلیس ملګری خلک
دی دشمنان زما د دین او پښتو
کړی به په ګوڼدو یی سپیڅلی خلک
هم لری نه ده چی په دار به یی کړی
مطیع ولس او دا د کلی خلک
مطيع الله رووفي