
دی زمانی ته ځان یادګار جوړوم
ستا لوپټی نه ځانته دار جوړوم
چې دا شکيدلی ګريوان وګنډمه
زُلفی دی راکړه ترینه تارجوړوم
که ته سپوږمی اویا شی لمر جانانه
زه تراسمانه ځانته لارجوړوم
وای په زلفوکی چې ګل کیږدمه
لالیه ھله تاته کار جوړوم
چا تاج محل که منارونه جوړدي
زه مې په زړه کې تا ته ښار جوړوم
نقیبه کله چې راستون شوی بیرته
ھله د حُسن می بازار جوړوم
نقیب الرحمن لکڼوال