هسې توييږي!

اوښکې مې سترګو نه بیلتون کې سمندر تویيږی
په کاسو نه دي ډک ډنډونه بحر او بر تویيږی
ستم دې بس کړه ستم ګره راپخلا شه یو ځل
ستا په فراق کې مې د زړه وینې بهر تویيږي
لو د سرونو دی چینار په شانې دنګ ځلمي دي
میندې به خود ژاړي چی ژڼي یې په سنګر تویيږي
دا ډیر کلونه دا جګړې کوو دبل لپاره
د اور څپې دي هم په لر او هم په بر تویيږي
کاته دې وکړه لکه بم وچوي په وچه ځمکه
باڼه د سترګو دې نیزې، زما په ټټر تویيږي
زه خو ترهګر نه یم، ابا نه یم د سولې باني
ولې په ما باندې اورونه د ځواک زبر تویيږي
دهشتګر نه یم ،مسلمان یم امن غواړمه تل
په کومه وجه نوم په ما د دهشتګر تویيږي
د محبت سندرې وایم ، یم مین په بشر
بیا هم ښکیلاک وایي چې ده  ته مې خطر تویږی
که پښتون ځان ورته په ډیرو کلیمو پریمنځم
سره له دې هم په ما نوم د ترهګر تویيږي
که یم په ویښه یا په خوب کې خیال مې یار سره  وي
ځکه کاته مې د یار سترګو ته اکثر تویيږي
که مې د سر سترګو پناه ده خو د زړه په سترګو
تل مې د یار ښکلي بشر باندې نظر تویيږي
ده مې ژوندون، ده مې ایمان، ده مې د سترګو کسی
ځکه مطیع ته په خوبانو کی زړه سر تويیږي