زارۍ

پاکه خدایه درنه غواړمه یو څه
ستا عظمت او په لويۍ کې درنه ښه
لاس مې پورته ستا دربار کې دی هر وختي
ده دعا مې د خپل ځان په حق کې نه
خو دعا مې ده په حق د خپل ولس کې
کړه ارام په خپل کاله کې پښتانه
دا چی تا ته په زارو یې یم په حق کې
په باران د خپل رحمت یې کړه لامده
په خپل کور کې ورته سپک نظر تل کېږي
درنه غواړم په جهان کې یې درانه
بې له تا نه په نړۍ کې یې څوک نشته
شه ملګری ورسره نور ربه دا ته
اتفاق او اتحاد پکې پیدا کړې
دشمنۍ او د نفاق نه یې کړه ستانه
پتنګان یې د عرفان په شمع ژر کړې
کړه روان یې علم پوهې په پوخ پله
د ژوندون په راز خبر یې کړه  پخپله
د وحدت په لاره زده یې شي نور تله
تزلزل د ژوند نه یې وباسې خاونده
خپل مقام کې نور په ځای یې کړه پاخه
د مطیع دغه زارۍ خالقه واوره
د یوې یوې یې غواړم قبلیده