
زما د خوشحالي او وياړ ورڅ هغه ورځ وه چې :
ښاغلي قاضى صيب جاهد د شهيد مولوي سراج الدين د
دارالمعلمين فارغينوته وينا کوله
مخلص
افغان
ما په ټول ژوند کې دومره خوشحاله او
د وياړه ډکه صحنه نه وه ليدلى کله چې د اتوار په ورځ د وږي د مياشتې په ٣١ نيټه د
اسلامي حزب مرکزي دفتر په انګړ کې د شهيد مولوى سراج الدين د ښوونکو د روزنې په
مرکز کې د ځني پوهانو ارزښتناکه وينا ګانۍ واوريدلى .
ښاغلي دکتور قاضي محمد حکيم (حکيم)
د اسلامي حزب دوهم اهم شخصيت او د قرآن او حديث ماهر استاد، ښاغلى قاضي محمود
الحسن (جاهد) د اسلامي حزب د فرهنگي چارو محترم رئيس د پراخ معلومات او هر اړخيزه
څيړنى په څنگ کي د اسلامي حزب روښانه تگلاره او د امپرياليزم دوه مخي سياست ته اشاره کوله ښاغلي د قرآن او
حديث غښتلى او نه ستړى کيدونکى استاد قاضي صيب جاهد د وينا پر مهال او د ضروري او
اهم مختلف موضوع گانو په هکله جامع
معلومات او هر اړخيزه څيړنه زه وهڅولم تر څو چې د اسلامي حزب نه هيريدونکي کارنامې
او سم تگلاره بيا هم تر کتنى او څيړنى لاندي ونيسم .
د اسلامي حزب د فرهنگي چارو رئيس
ښاغلى قاضي صيب محمود الحسن جاهد د ځيني پاکستاني او افغاني د علمي کدرونو نومونه
واخيستل چې ما فکر نه کاوه داسي ارزښتناکه علمي پانگي اسلامي حزب تر وزر لاندې د
ځوان نسل او د مهاجرينو د بچو روزنې ته لستوڼي بر وهلي وي .
کله چې دى ښاغلي په ډير جرئت او
وياړ د خداى بخښلي قرآن پوه او د ليډرانو خاص استاد مولانا عبد الرحيم (چترالي) نوم واخيست ما ته داسې سوچ پيدا شو چې اسلامي
حزب يو عادي حزب نه بلکه د داسى پراخ ريښى خاوند او د مختلفو پرگنو په منځ د مهم
رول او اثر څښتن دي چې په فکري او فرهنگي سمبال سپاهيان يې نه ماتيدونکي او نه په
شاتلونکي دي .
رښتيا هم چې اسلامي حزب د اسلام د
سم تگلارې په بنسټ د افغانستان مؤمن او مسلمان ملت ته نه هيريدونکي خدمت کړي دى،
ځيني معروف علمي څيرى لکه پوهاند شهرانى، پوهاند اسد الله شينوارى، پوهاند حسين
خيل، شيخ الحديث مولوى تره خيل هر يو د اسلامي حزب د فکري، تعليمي او فرهنگي هلو
ځلو په ډگر کې د داسي خدمت افتخار خاوندان شول چې اوس مهال هم د اسلامي حزب مخور
او مطرح کسان د دوي نومونه اخلي او د تاريخ په اوږدو ، مبارزاتي پيچلي پړاوونو کى
د دوي نومونه ثبت او د رښتيني سپاهيانو په صف کې قرار درلود . .
د يو سوال ځواب ماسره نه ؤ او کله
کله د خپل پياوړي او غښتلي استادانو نه مي پوښتنه کوله استادانو به سم ځواب او
مشرح ليکچرونه ورکول اما ما ته گران ؤ چې د هغو نچوړى او اصلي نقاط د سوال د ځواب
په ارتباط واخلم هغه لاينحله او بى ځواب سوال د ښاغلي جاهد صيب په ډير خلص او سطحي
بحث په نتيجه حل او سم ځواب راته په گوته شو دا سوال دا ؤ چې استعماري قوت او يا
په عامه اصطلاح امپرياليزم يا کاپيتاليزم په گرده نړۍ خصوصاً د مسلمانانو په
ملکونو کې څه غواړي او د دوي اصلي موخه څه شي ده ؟
ښاغلي جاهد صيب د شهيد مولوى سراج
الدين د دارالمعلمين د رسمي کيدو په هکله چې ولي ديو شخص په نوم راجستر او ثبت دى
او ولي په اوسني ظروف او شرايطو خارجي قوتونه اشخاصو ته اعتبار ورکوي او لاره
هواره وي ترڅو بيلا بيل پوهنتونونه، تلويزوني چينلونه او د راديو ستيشنونه فعال شي
وويل : د پانگوالي نظام اصلي موخه او هدف دا دى چې خصوصي مالکيت ته وده ورکړي او
په مختلفو څانگو اشخاصو سره معامله وکړي ترڅو دوي و کولاى شي چې نظام او اسلامي
گوندونو د خلکو په منځ کي کمزورى کړي او د تاريخ په راتلونکي شيبو کي د اسلامي
نظام مخه او د اسلامي پارټيو فعاليتونو ته خنډ پيدا کړي او همدا روزل شوي اشخاص
وکولاي شي چې د اقتصادي قوت په مټه همغه څه چې کاپيتاليستي نظام غواړي عملي بڼه
ورکړي .
جاهد صيب چې دروند شخصيت دى دخپل
دروندوالى په مقتضا خپل ميلمانه، فارغ شوي محصلين او د دارالمعلمين تدريسي او
اداري مسؤل ښاغلى امين يار صيب ونازاوه او په ډير خوښۍ سره د امين يار صيب نه يې
مننه وکړه چې پينځه مياشتې کيږي معاش يې نده اخيستى او پخپل شخصي مصرف د
دارالمعلمين مربوطه کارونه يې تعقيب او د شهادتنامې د لاس ته راوړلو په خاطر دوه
درې ځلي کابل ته تللى او ډير مشکلات يې گاللي دي . رښتيا هم کله چې د کار اهميت په
نظر کې نيولو سره هغه ورونه او مخلص متعهدين ته شاه باس وويل شي او د هغوي کارونه
په ښه نظر وکتل شي او دوى د انعام، مکافات او تقدير وړ معرفي کړاي شي په کارونو کي
جذبه او احساس مسؤليت ډيريږي او د مشرانو او کشرانو په منځ کي يووالى پيدا کيږي او
کشران نه ناهيلي کيږي .
د ښاغلي قدرمن مشر جاهد صيب دا
عاجزانه توصيف او تقدير پر ما هومره تاثير وکړ چې د ژړا اوښکې زما په مخ راغلي، اى
کاش زمونږ ټول مشران د کار او اخلاص وړ اشخاصو ته درناوى کاوه او ديووالي او هم
غيږي او د لازياتوالي لپاره سوچ او کار کاوه .
رښتياهم چې اسلامي حزب د نظر خاوندان
لري او په فکري لحاظ منظم، مضبوط او نه ماتې کيدونکى پارټى دى اما ددي پانگى د
اهميت او ارزښت او د ګټى د پورته کولو لپاره د ګوتو په شمير بصيرت لرونکي متفکرين
او منورين شته، دوي ته به ګرانه وي چې ددي مشکلاتو او موانعو سره مقابله وکړي . هو
جاهد صيب ددي اصلي پرابلم د حل لاره يې هم په ګوته کړه او وي ويل : يو وخت ددي
دفتر په انګړ کې د پښو ايښودو ځاى نه ؤ هومره د حزب پتنګان زيات ؤ چې نړۍ هک پک
حيران پاتې ؤ او د افغانستان په ګوټ ګوټ او ټوله نړۍ کې بى له حزب له نامه نه نور
مطرح او په حقيقت ولاړ تنظيم نه ؤ اما اوس په اوسني شرايطو کې مونږ ته لازم دي چې د
هر با درد و مسلمانانو د کور شاته ودريږو او د هغوي نوازش او له هغوي سره زړه
سوانده وکړو ترڅو تير مجد او عظمت زمونږ په برخه شي او د اسلامي حزب سوجه اسلامي
فکره خلکوته ورسوو د جاهد صيب پراخ نظر او حوصله او د مشرانو تائيد او په ښه نامه
يادول هم يو لوي درس او دحزب د سلامتيا لپاره ډير مؤثر او ګټور وه هغه چې د افغان
پوهنتون په هکله معلومات يې ورکاوه په ډير ادب او احترام سره د ښاغلى انجنير قطب
الدين هلال نوم واخيست او ددى غړيتوب د افغان پوهنتون په رهبرۍ شورا کې د خپل
پارټي افتخار او د وياړ تاريخي بيلګه وښوده ښاغلي جاهد صيب د دي دارالمعلمين يو
پخوانى ماهر او متعهد استاد په هکله چې د روژې په مياشت کې د شهادت لوړ مقام ته
رسيدلى دى رڼا واچوله او وي ويل : ښاغلى استاد داکتر محمد طاهر ولايتي د دي
دارالمعلمين تکړه او با درده استاد چې په شهادت رسيدلي اوس په دې پروګرام کې زمونږ
او ستاسو په څنګ کې نه ليدل کيږي د ده تش ځاى ډکول ګران کار دى .