خنجر په لاس

زمانه خنجر په لاس راپسې ګرځي
خونخوره ده چپ و راست راپسې ګرځي
چې ناهیلې د دې خاورې نه وه تللې
بیا راغلې بد خناس راپسې ګرځي
د بابا د شملې پت جګول غواړي
چې په سر یې کړمه پاس راپسې ګرځي
طوفاني څپو نه لږ واټن ساحل ته
مرغلرو سه غواص راپسې ګرځي
لرې نه ده دغه زوربه یې اوبه شي
چې له پاسه راته ناست راپسې ګرځي
نړۍ ټوله مې له یوې مخې دشمنه
تور او سپین دي پوره ناس راپسې ګرځي
د ولس زړه ته نفاق دی ننوتی
خدای دې خیر کړي بد وسواس راپسې ګرځي
تورو شپو د تور ښامار له تور لړمونه
زهر په ژبه بې بازخواست راپسې ګرځي
غیرتي یم غلامي منلی نشم
ځکه تل په دې اساس راپسې ګرځي
موده وشوه خو دا اوښکې نه کمیږي
خدایه مه کړې د زړه یاس راپسې ګرځي
ډیر سپیڅلي روایات مې د ولس وو
پرې  ککړ پردی لباس راپسې ګرځي
پاک سپیڅلي زړونه ټول لکه شیشه وو
شول رنګونه بد خواص راپسې ګرځي
سر په دار زه مطیع ښه یم وطن حق کې
د منصور غوندې احساس راپسې ګرځي