
په افغانستان کې روانې جګړې خلک له
ستونزو اندیښنو او مشکلاتو سره مخ کړي دي، هر ورځ په دې هیواد کې په یوه نوم او بل نوم په درجنو افغانان، ښځې او
ماشومان وژل کیږي، دغه کار اوس پر یوه معمول بدل شوی او دغه راز، چاودنې، وژنې او هوایې بریدونه دلته
د ژوند برخه ګرځیدلی ده .عام افغانان نه پوهیږي چې څنګه خپل ژوند وژغوري ، څه وکړي
او کومې خواته ولاړ شي په کوم صف کې ودریږي د حکومت بیرغ د کلا پر برج وځړه وي او
که د اسلامي امارت سپین بیرغ ...؟
په هیواد کې دغه وضعیت د طالبانو
بانفوذه او د باور وړ څیرې هم په اندیښنه کې اوچولي او نه پوهیږي چې دغه وژنې څوک
او د چا پر امر او د څه لپاره ترسره کوي؟
په دې وروستیو کې ملا معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر و، ګارډن ورځپاڼې سره ځانګړې مرکه کړي خو داځل یې دخبرو بڼه ډیره جالبه ښکاري.
دغه طالب مشر د کوټې د شورا د سیاسي کمېټې پخوانی ريیس هم و او
دمعلوماتو ترمخه اوس هم په دغه ډله کې قوي نفوذ لري او د اړیکو ریښې یې په ټول هیواد کې خپرې دي.
یاد مشر وایي :«له بده مرغه د طالبانو په تحریک کې سخت دریځي او افراطیان شته چې د
ملاعمر نوم کاروي. که د ده پیغامونه تصویري (ویدیويي) یا صوتي وای، موږ به پېژندلي
وای چې دا ملا محمد عمر دی. خو جګړه غوښتونکو د ده له نومه د کار اخیستلو کنټرول
په لاس کې اخیستی دی او خپل پیغامونه د ملا عمر په نوم خپروي.»
هغه زیاته وي، چې ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو پر اعلامیو او له بهر سره د تماسونو کنټرول له لاسه ورکړی دی، ځکه چې هغه د سختو امنیتي ستونزو
سره مخ دی.
طالب مشر وایې:«زه په خپلو طالبانو کې، که هغه جنګیالي دي او که په رسنیز ډګر کې
فعالیت کوي، ملاتړي لرم. زه دوی ته سپارښتنې کوم او دوی له ما مشورې غواړي. نه
یوازې زه د طالبانو یو مشر یم بلکې یو ډېر فعال طالب مشر یم. زه تر هر چا زیات د
ملا محمد عمر نظرونه ښه اجرا کوم. زه به نرم دریځي طالبان سوله ییزې حل لارې ته
هدایت کړم.»
په طالبانو کې د غه بانفوذه شخصیت چې له کورني او نړیوال شهرت څخه برخمن دی،
تل یې په خپلو مرکو اوتبصرو کې په هیواد کې پرسوله او د افغان شموله نظام په
رامنځته کیدو ټینګار کړی او په جګړه کې یې له ښکیلو اړخونو غوښتې، چې خپل منځې
اختلافات دې په خبرو حل کړي او د عامه افغانانو له وژنې او قتل عام څخه دې لاس
واخلي.
په ریښتیا هم که چرته ددغه لوړ پوړي
طالب مشر په څیر په افغانستان کې ښکیل اړخونه د پردیو لمن پریږدي او په جرات سره د
افغانستان د کشالې حل ته مټې راونغاړې نو نزدې ده چې افغانستان به پر یوه مترقي او
باثباته هیواد بدل شي.
په افغانستان کې افغانې تفاهم ته اوس
اړتیا ده او پکارده چې د جګړو طرفونه د جنګ پرځاي پر خبرو خپل مشکلات حل کړي او
ددغه کار په ترسره کولو سره خپل ستر ملي او اسلامي رسالت ترسره کړې.
په درنښت
لیکنه / پاینده حکمت