
ملا معتصم اغا جان، چې يو وخت يې د طالبانو
په تحريک کې د يوه لوړپوړي او کليدې رهبر په توګه کار کولو، خو اوس له جګړو سره سخت
مخالف او له هيواده لري په ترکيه کې دمهاجرت شپي ورځې تيره وې.
اغا صيب تل په خپلو مرکو او تبصرو کې پر ملي يوالي او وحدت ټينګار کړې او له ټولو ښکيلو اړخونو يې
غوښتي چې له جګړې لاس واخلې او دمينې،محبت او ورورګلوي په فضا کې شريک ژوند وکړې.
نوموړي، د روان کال د مي په ١٢مه د (الراي)
په نوم له يوې عربي ورځپاڼې سره مرکه کړې ده.
غواړم د دغه مرکې غټو ټکو ته ستاسو پام
راواړوم، په مرکه کې ويل شوي، له بل هر وخته اوس دې ته اړيتا ده چې په افغانستان
کې داسي افغان شموله نظام رامنځته شي، چې ټول خواو ته د منلو وړ وي.
د اغا صيب، په باور د دغسي حکومت رامنځته
کيدل به په هيواد کې روانه ديرش کلنه جګړه پاي ته ورسوي او افغانان به په شريکه له
يوه بل سره په سوله او امنيت کې ژوند وکړي.
ملا صيب وايي، چې له طالبانو جلا نه دې خو
په دغه تحريک کې د يولړداسي بدلونونو
غوښتونکى دى، چې دهيواد او ولس په ګټه وي.
دهغه په وينا، افغانانو ته پکار ده چې له
جګړو او ورور وژنې لاس واخلي،ځکه چې وينه تويونه د هيچا په ګټه نه ده.
نوموړي وايي دسياسي ليارې کوښښ کوې چې په
افغانستان کې روانې جګړې ته د پاي ټکې کيږدې او په دغه برخه کې تر ډيره حده موفق
دى.
ملا معتصم ديته ليواله دى چې هيواد ته
راستون شي او له خپلو افغانانو وروڼو سره شريک ژوند وکړې.
ده له امريکانو غوښتى چې په صادقانه توګه
دې دسولې په پروسه کې کار وکړې ځکه چې په جنګ کې برياليتوب ناشونې دى.
دده په اند د ملا عمر او اسامه بن لادن په
فکر او سوچ کې توپير موجود ووخو بيا هم ملا صيب اسامه ته د يوه ميلمه په توګه
احترام درلود او اسامه هغه ته په يوه خاص درناوي قايل وو.
هغه په ياده مرکه کې په افغانستان کې
دامنيت اوسولې د ټينګښت لپاره دغه دوه
ټکې مهم بللى:
لومړۍ: د افغانستان په مسايلو کې د بهرنيانو دلاسوهنو
بندول او د جګړې لاملونه له منځه وړل.
دويم : د سولې خبرې اترې دی د يوه داسي ميکانيز له
مخې مخکې ولاړی شی، چې ټول افغاني اطراف پکې ګډون ولري.
همداراز د ملګرو ملتونو له تورليست څخه د طالب مشرانود نومونوويستل دسولې
له پروسي سره مرسته کولاي شي.
د هغه په اند، که چرته په افغانستان کې
ښکيل اړخونه د بهرنيانو له وتلو مخکې پر يوه ملي اجنډا تفاهم ونه کړې ددېي خو له دې دمخه پکار ده چې په هيواد کې دجګړو موجوده لاملونه له منځه
ولاړ شي .
د زياتو شنونکو په اند له دغه لاملونو څخه
يو يې هم په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون او بي بندو بارې ده، کله چې دغه
ځواکونه له افغانستان نه ووځي حتمې ده چي په دې هيواد کې به جګړې ددوام لامل ختم
شي او بيا به چاته ددې جواز نه وي چې دافغان امنيتي ځواکونو پرخلاف جنګ جاري
وساتي.
نو راځئ چې د ملا
معتصم د تحلیل او فکر ملاتړ وکړو او دغه ډول مخلصو افغانانو ته په هیواد کې دخدمت
کولو چانس ورکړوترڅو په افغانستان کې روانه جګړه پاي ته ورسیږي اوټول افغانان یوه
له بل سره دورورې په فضا کې پرامن ژوند وکړي.
په درنښت
ليکنه/ پاينده حکمت