افغانان سوله غواړي

افغانستان دنړۍ په کچه داسي یو هیواد دی چې په بیلا بیلو وختونو کې یې پر قلمرو  سور، شین او سپین بیرغونه رپیدلي دي، دغو ټولو بیرغونو ځانته ایډیا لوژې درلوده او دیوه مشخص دید او نظر تمثیل  لرونکي وو.
په افغانستان کې د بیلا بیلو شعارونو لاندي جګړو نور افغانان ستومانه کړي دي او نه غواړي چې په هیواد کې یې جنګونه دوام وکړي.
ټول افغانان په دین او مین افغانان په یوه خله په افغانستان کې سوله غواړي او وایي چې موږ له جګړو څخه نفرت لرو او سوله غواړو.
خو دلته نه غواړو چې  پردغه رنګا رنګ بیرغونو او شعارونو باندي بحث وکړو، بلکي یواځي د طالبانو د سپین بیرغ لرونکي داسلامي امارت د یوه پخواني چارواکي د مرکې په یو څو ټکو لنډه کتنه کوو.
دغه طالب چارواکي ملامعتصم نومیږي ، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې په اسلامي امارت کې په لوړو څوکیو کار کړی او پخوا د امارت له کلیدي او مهموغړو څخه ګڼل کیده.
خو اوس داسي ښکاري، چې ملا معتصم په افغانستان کې له روانې جګړې سره مخالف او دیته لیواله دی چې په ګران هیواد افغانستان کې سوله او منیت رامنځته شي .
تر هغه بریده چې موږ ته معلومات دی ملا معتصم عملا په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کیدو په برخه کې جدي هڅې کوی او دغه هدف ته درسیدو په موخه دهیواد په داخل او بهر کې له یوشمیر سیاسي کړیو سره په تماس کې دی او غواړي چې له ۲۰۱۴کال څخه وروسته په افغانستان کې یو افغان شموله نظام رامنځته شي.
جالبه داده چې ملا صیب په دې وروستیو کې له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکې کې ويلي ملي اردو او ملي پوليس له افغانانو سره خواخوږي لري او بايد د طالبانو له خوا ونه وژل شي.
نوموړی زیاته کړی ده، «په هغو بريدونو او چاودنو کې چې د طالبانو لخوا ترسره کيږي د ملکي خلکو او افغان پوځيانو وژل کيدل روا نه دي.»
د طالبانو دغه سياسي څيره وايي که افغانان په افغانستان کې د سولي د راوستو لپاره هوډ سره کار ونکړي افغانستان به نور هم په کورنيو جګړو کې ښکيل شي.
د طالبانو د سیاسي کمیټې رییس، متعصم آغاجان وایي : «طالبانو له ملي اردو، پولیسو او افغانانو سره کومه دښمني نلري ځکه ټول افغانان د یوې کلیمې وروڼه او د یوه کور اوسیدونکي یو.»
معتصم اغاجان خبرداری ورکوي که افغانان په خپله په هيواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار ونکړي افغانستان به له کورنيو جګړو سره مخامخ شي.
د معتصم آغا جان په وینا: «که چیرې افغانان د خپل هیواد ګټو ته ترجیح ورنکړي، نو زه فکر کوم دا ځل د هیواد د دښمنانو په سازش به زموږ دفاعي او مذهبي جګړه به د کورنۍ جګړې بڼه غوره کړي.»
راځي چې یوه لحظه د ملاصیب په خبرو فکر او سوچ وکړو که چرته د هغه افکار د ملي او اسلامي ګټو دتامین په برخه کې موثر وي، نو بیا اخلاقا د ټولوهیوادوالو فرض جوړیږي چې د ملاصیب له غږ سره خپل غږ مل او د هغه له افکارو حمایت او ملاتړ وکړي.ترڅو ګران هیواد افغانستان له یوبل احتمالي جنګ څخه وژغورل شي.
فکر کوم د سولې د راتګ په نیت د ملاصیب له افکارو ملاتړ کول دخیر کار دی او دخیر په کارونو کې بیړه ښه ده. کوشش وکړي چې په خپلو خاصو بانډارونو او مجالسو کې دهغه د تبصرو او مرکو په اړه بحثونه وکړي .