د آلمان ننني انتخابات


په داسی حال کې چې افغانان د راتلونکې کال د انتخاباتو په هکله د عصابو په جنګ اخته دي او تر اوسه د ډیرو خبرو باوجود کوم شخص د کاندیدو جرئت نه دی کړی. د المان خلک نن خپل راتلونکې حکومت ټاکي. دلته ستاسی د معلومات له پاره د المان د سیاسی سیستم او انتخاباتو په هکله لنډ معلومات: المان یو فدرالی، ډیر ګوندیز پارلمانی سیستم لري. ایالتی او مرکزی حکومتونه د څلورو کلونوله پاره د پارلمانی ټاکنو په نتیجه کې رامنځ ته کیږی چې اکثره اتلافی بڼه لري. هم د ایالتی او هم د مرکزی حکومتونو مشری یا سوسیال دیموکرات او یا هم مسحی دیموکرات ګوند کوي. یوازنۍ او لومړنۍ استثنا د باتم وورتنبرگ ایالت دی چې د شنو په مشرۍ د سوسیال دیموکراتانو سره ائتلاف په کې حکومت کوي. مرکزی او ایالتی پارلمانونو ته هغه ګوندونه لار پیدا کوي چې په سلو کې پنځه رایی وګټي.
ننې انتخابات د مرکزی پارلمان یا بوندیسټاګ او همدغه شان د هیسن د ایالت له پاره ترسره کیږی. هم مرکز او هم د هیسن په ایالت کې حکومتونه د محافظ کارانو او لیبرالانو د ائتلاف په لاس کې دي. د المان اوسنې مرکزې پارلمان ۶۲۰ غړي لري چې په پنځو پارلماني فرکسیونونو ویشل شوي. مسحی دیموکرات او مسحی سوسیال ګوندونه په ګډه د ټولو نه لوۍ فرکسیون دی. ورپسی سوسیال دیموکرات ګوند دوهم لوۍ فرکسیون دی. لیبرالان په دریم، چپیان په څلورم اوشنه په پنځم ردیف کې راځي. 
نن ټاکل کیدونکی مرکزی پارلمان به ټول ۵۹۸ غړي ولري. د ۶۲ میلیونو په شاه اوخوا کې خلک د رایی حق لري. د مرکزی پارلمان له پاره هر بالغ وګړې د دوو رایو مستحق دی چې اوله رایه د کاندید له پاره او دوهمه رایه د ګوند له پاره کارولې شي. رایه ورکونکې بالکل ازاد دی چې خپله رایه کوم ګوند او کوم کاندید ته ورکوي. واړه ګوندونه اکثره مستقیم کاندیدان نه لری نو ځکه اوله رایه ددوی په درد نه خوري. که څه هم چې د المان قوانین انفرادی کاندیدان نه منع کوي، خو عملی چانس یوازی ګوندونه لری. وړاند وینې داسی اټکل کوي چې د انتخاباتو نتیجه به د حکومت او اوپوزیشن ترمنځ مساوی او یا ډیر کم فرق ولري. که د لیبرال ګوند ونشي کړی چې مرکزی پارلمان ته لار پیدا کړي او یا محافظه کاران او لیبرالان ونشي کړی چې اکثریت وګټې بیا د مسیحی دیموکرات، مسحی سوسیال او سوسیال دیموکرات ګوندونوترمنځ لوۍ ائتلال ممکن دی.