
د پكتيكاولايت پرسرروضې ولسوالۍ د موټرپه وسيله ځانمرګى بريدشوى، ځايي چارواكي وايي چې له امله يې اوه سرتيري ټپيان شوي خو څوك پكې وژل شوي نه دي، د چارواكوپه خبره چې په ټپيانوكې درې د ملي اردو سرتيري او څلور پوليس دي.
وسله وال طالبان وايي چې دا بريد د لارۍ موټر په وسيله شوى او ادعاكوي چې ګڼوكسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوى لارۍ يا لس سلند موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد د جمعې ورځې په سهار مهال د پكتيكاولايت مركزښرنې ختيځ پلو د سر روضې ولسوالۍ پرودانۍ شوى، د پكتيكاد والي وياند مخلص افغان وايي چې دوى ته له وړاندې د دې بريد په اړه معلومات وركړل شوي وو، او د موټربم چاودنه هم داسې مهال شوى چې ولسوالۍ ته نږدې د پوليسو لخوا درول شوى وو، د مخلص په خبره چې له امله يې اوه سرتيري ټپيان شوي خو څوك پكې وژل شوي نه دي او په ټپيانو كې څلور پوليس او درې د ملي اردو سرتيري دي، دى زياتوي چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې د ولسوالۍ او امنيې قوماندنۍ ودانۍ او نږدې كورونه هم سخت زيانمن شوي او په پاخه سړك يې لويه كنده جوړه كړې ده.
د بريد مسووليت وسله والوطالبانوپرغاړه اخيستى اود هغوى يو تن وياند ذبيح الله مجاهد وايي بريد د لارۍ موټر په وسيله چې يونيم زره كليوګرامه منفجره مواد پکې ځای په ځای شوي وو، شوى او ادعا كوي چې نږدې ټولې دولتي ودانۍ ويجاړې شوې او په لسګونو سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي، خو ځايي چارواكويواځې د اوو كسانوټپي كيدل منلي دي.