
ما منصور غوندی په دار کړی چی عبرت شي
د هر چا لپاره کلک ایمان غیرت شي
حق لپاره د دار خوله مې ده قبوله
رابرسیره که په دار مې حقیقت شي
حق لپاره لکه یون قرباني ورکړئ
نور ولس لره به ساه نفس قدرت شي
میړنی یون ستاسو منځ کی پیدا شوی
اسمعیل غوندی نن یون په متانت شي
د هغه د هر کردار شئ ملا تړي
بیا پوره به مو وطن لار کې صفت شي
که په نره لکه یون بیرغ اوچت کړئ
بیا به هله نو پوره د مور خدمت شي
پاڅئ پاڅئ افغانانو ځان بیدار کړئ
نور تر کومې به مو ژوند په مصلحت شي
موده وشه چې د ټولې خولې تړلې
راپیدا به څنګه خلکو کی غیرت شي
د ډار ژوند نه مرګ بهتر دی اې ملګرو
چی ازاد نه وي نو ژوند یې د ذلت شي
له ډیر وخت نه راپدېخوا تشدد دی
پیرزو وکړه خدایه نور چې ویښ ملت شي
مطیع ورکړه قرباني د قوم لپاره
د تاریخ په پاڼو
نوم به دې بیا ثبت شي