
افغانان سوزي سرو لمبو کې سرو لمبو خوړلي
دا ناحق جنګ پرې تپل شوی جنګ جګړو خوړلي
د اور په سیند کې لامبو لولپه شوه څو لسیزې
ګرم یو پخپله د نفاق ښامار په زړو خوړلي
پور د شهیدې ناوې واخله خوار پښتون ځلمیه
د بمبارونو سرې ګولۍ یې په خالو خوړلي
تنکو ځوانانو باندې لو دی خدایه بل لپاره
تودې ګولۍ چا په
سرو چا په سینو خوړلي
زما همزولي شهدان شول ټول په خپله خاوره
خوار یتیمان شول یتیم وینې په سلګو خوړلي
ترنګ د ادم د رباب نشته رباب هسې پروت دی
بنګړي یې مات دي غلیم وینې د درخو خوړلي
یمه رنځور د دغه رنځ تپوس له چا نه وکړم
یو رنځ خو نه دی د نفاق رنځ په کلو خوړلي
په ننګ ناموس کې
مې نوم خپور وه تر اسمان پورې
میندې سرتورې تور ښکیلاک په تورو سپو خوړلي
څنګه به نه مرمه له غمه زړه به ولې نه چوي
ظالم تورمخي وینې سرې مې په کاسو خوړلي
د فرهنګي یرغل به څه وایم ایران لخوا نه
په سپین سترګۍ یې ارمانونه د پښتو خوړلي
څرک د سبا نشته تورتم کی مو یون بی منزله
تورې تیارې دی تور ښامار په تورو شپو خوړلي
مطیع د غم بیتونه بس کړه ،کړي رنځور به دی نور
د ولس غم کې دې غمونه د وختو خوړلي