
ننګیالی یې د دې
نسل ګرانه یونه
ستا رګونو کې چلیږي پاکه وینه
د غیرت او د ایمان پاکه ټوټه یې
عدالت او د ریشتیا په عقیده یې
مور او پلار نه پیدا شوی زمری یې
غیرتي یې ایمانداره میړنی یې
کوڅه ډب دې په کوڅو کې کړه بیتاب
بد معاشان به درنه تښتي په شتاب
پوزیشن د بدمعاشانو دې کړ مات
خپل غیرت دې یو ځل بیا کړلو اثبات
لنډغر دې د وسلو سه کړل په منډو
که خدای کاندي جنګسالار به شي په ګونډو
حق لپاره دې کابل کړ په لړزان
د افغان ولس غلیم دې کړ حیران
سپین بیرغ د عدالت دې کړ راپورته
دشمنان به د ولس ولیږي تنور ته
ستا عمل باندې د زړه نه تحسین وایو
کامیابۍ لپاره تل دې یاسین وایو
حق لپاره ودریدلې په خطر کې
سره سکروټه دې نن ونیوه وزر کې
هر افغان په غیرتي نوم به دې ویاړي
دشمنان به دی سیلاب سه ځي لتاړي
حق پالان د حق لپاره درسره دي
په دې نه دي که یې
سر په خطره دي
تا ونه منل د درغو مارشالان
نه دې ومنل د درغو اتلان
سر دې نه کړلو ډالرو ته تسلیم
نه چوکۍ لپاره ځان دې کړ مقیم
ستا خبرې دي د حق او عدالت
څه چې وایې دي ریښتیا او حقیقت
پاګ ضمیره افغانانو یې منلې
د پیړیو د نسلو به یې ښاغلې
یو څو کسه جنګسالار
مشهور په غلا دي
ټول پوهيږي د هغوی
څیرې رسوا دي
ټوپک مار لپاره یې د سترګو خار
لرې نه ده چې شي دوئ به تار په تار