
دحج يونليک
دوه اويايمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دجنوبي
اسيا مکتب
حج
ډېره سخته او ستومانوونکي پروسه ده،ډېر کارونه او ډېر خدمتونه لري همدالامل دى چې
رسول الله به دهر عبادت په پيل کې په دعا کې ويل چې :(( اى ربه داعبادت مې قبول کړه خو دحج په اړه به يې ويل چې اى ربه ماته يې
اسانه او له مايې قبول کړې ))، هر حاجي په يواځې ځان خپل ځان ته د اخدمتونه شي
کولى ، او دبعثې او شرکتونو پلاوي هم داکار نشي کولى ،نو سعودي ددې کارونو دښه
انسجام لپاره دخپل دولت دحج او اوقافو د وزارت په چوکاټ کې څو مکتبونه جوړکړيدي چې
په ټولې نړۍ کې د حجاجو لپاره دپيسو په
مقابل کې د قرار داد له مخې دا خدمتونه تر سره کوي.
داسيا
ډېر هېوادونه په مکه معظمه کې د جنوبي اسيا
او په مدينه منوره کې دبنګله دېش
دمکتب (ادارې )اړوند دي موږ هم د جنوبي اسيا دمکتب اړوند وو. ددې دفتر يا
مکتب نوم (المؤسسه الاهلية المطوف لحجاج جنوب اسيا) و دامکتب بيا ځانته سل مطوفه
يا څانګې لري د جنوب اسيا په هغه څانګه کې چې (معتز يحيى عبدالرحمن بدر)يې مشرو
،سل مطوفه او مطوفات شامل وو دا هر مطوف دپنځو زرو حاجيانو خدمات اماده کوي يعنې د
معتز اړوند ٥لکه حاجيان وو موږ د٧٨مطوف
اړوند وو.
ددې
مکتب مرکزي دفتر د ابن لادن شرکت ترڅنګ په خالديه دوهم کې د محمد جبير پرسړک وو .
٨٠٠٢٤٥٠٠١٣يې
وړيا او ٥٣٥٣٦٦يې دپيسو په مقابل کې د اړيکو شمېرې وې.
زما
دکارت دسيريال نمبر ٣٨٨٥٦٦وو داشرکت دهرحاجي پر سر ٣٠٠ډالره دخاک پولي په نوم له
بعثې او يا د حاجيانوله لېږدوونکي شرکت څخه اخلي او ددې پيسو په مقابل کې
حاجيانوته له جدې تر عمارو، له عمارو تر منى، له منى تر عرفات او له عرفات څخه تر مزدلفې ،له منى تر عمارو ،په مکه کې له
عمارو تر مدينې منورې له مدينې منورې بېرته تر جدې ترانسپورت تنظيموي، دحاجيانو
الوتنې ،پاسپورتونه، دلېږد چارې او نومونه تنظيموي، کمپيوټر ته يې رسوي همداراز
دبعثې پلاوى يا دشرکتونو استازي دعمارو د خونو او چپرکټونو د نيولو قرار داد له
خلکو سره د همدې مکتبونو له لارې کوي، په منى کې خېمي او په عرفات کې تجيرونه همدوى
نيسي، فرش کول يې هم دهمدوى کار دى په عرفات او دمنى په ورځوکې حاجيانوته ډوډۍ هم
دوى ورکوي، موټروته د حاجيانو دبار پورته کول
اوښکته کول هم دهمدوى کار دى.
هروخت
چې حاجيان مکې معظمې ته ورسېږي نو موټر يې دهمدې شرکت مخته ورځي هلته ورته دهمدې
مکتب پېژندپاڼه دغاړې کارت، اويو لاس بند ورکول کېږي چې داڅرګندوي چې دا حاجي دکوم
مکتب دى ،په کومه عماره ،کومه خونه او کوم
ځاى کې اوسېږي ، حاجيان که له جدې
څخه مکې ته ځي که جدې ته، اوکه مدينې ته نو اوبه ، جوس کيک کلچې او ځينې ډالۍ حاجي
ته ورکوي.
دې
مکتبونو د حاجيانو کار ډېر اسانه کړى دى.
دابن
لادن مسجد
کله چې
دلمانځه وخت راشي نو دوکانداران لمانځه ته ځي خو دوکانونه نه بندوي ،بلکې مخې ته
يې پردې وځړوي اوپه ډاډه زړه خپل لمونځ کوي.
زموږ
دعمارې او حرم ترمنځ په حفاير کې د ابن لادن په نوم مسجد زموږ دلارې په سر و خو
ماپکې فرض لمونځ ندى کړى ، يوه ورځ د مسجد دليدلو لپاره ورتاو شوم دوه رکعته نفل مې پکې وکړل، مسجد له ځمکې لوړ جوړ شوى
،لاندې ځمکتلى هم لري په ښکليو ګرانبيه غاليو فرش، ايرکنډيشنونه پکې فعال دي دښځو
او نارينه وو د لمانځه بېل بېل ځايونه لري،د دواړو ځايونو ترمنځ.شيشه يي کټاره ولاړه او يو بل يې
پنا کړي دي، دښځو او نارينه وو دلمانځه ځايونه په ويکتورونو ښودل شوي دي.داد هغه
اسامه دميلياردرې کورنۍ لخوا جوړ شوى مسجد دى چې پخپله دلته په افغانستان کې په غرونواوناوونو کې له هرډول ناز او نعمت څخه
بې برخې ظاهراًخاص او خاص ديو پاک هدف اوپاکې عقيدې لپاره جنګېده
دريم
مخلوق
يوه
ورځ زه او شاهد،دمکي شرکت څلورم پوړ ته ددوکانونو او مغازو کتلو ته تللي وو کله چې
بېرته راښکته شو نو راته يې وويل راځه چې نن درباندې دريم مخلوق ووينم ماورته وويل
چې په مطلب دې پوه نه شوم، هغه راته وويل چې دشرکة مکه د ديوال ترڅنګ د هجړاګانو
(ايزه کانو)ځاى دى حج ته له هره ځايه راغلي هجړاګان همدلته راغونډېږي، يوله بل سره
پېژني، کيسې او مرکې کوي، موږ چې ورغللو دامهال يواځې شپږ تنه ،هجړاګان ناست وو،
خو شاهد وويل چې اوس ډېر حاجيان بېرته تللي ،هجړاګان هم کم شوي دي خوبياهم اوس يې
ځينې په طواف، ځينې په بازار او نورو
ځايونوکې خپاره دي،که نه دېرش پنځه دېرش
تنه يې اوس هم شته دي.
دځينو
هجړاګانو غټ غټ تيونه له کميسونو لاندې
ښکارېدل شاهد وويل چې هجړاګان له نارينه ووسره يوځاى طواف کوي اوپه احرام کې يې تيونه ښکاري ځکه چې دوى دنارينه وو احرام کوي، حرم له هجړاګانو سره
نابلده ندى استاد (عبدالملک همت)په خپل تاليف (زموږ د قبلې تاريخ کې) ليکلي چې
چارواکيو او مخورو به هم له اسلام څخه وړاندې او هم د اسلام دډيوې له روښانه کېدلو
وروسته د حرم دخدمت لپاره مريان معرفي کول چې په دوى کې به يې قصداً هجړاګان چې
هغه مهال به دآغا ګانو يا اقاګانو په نامه يادېدل معرفي کول داځکه چې دوى ښځوته
تمايل نلري اوله دې اړخه ترې ډاډ موجود دى.
حضرت
معاويه،يزيد،خليفه ابو جعفر منصور،سلطان نورالدين او سلطان صلاح الدين ؛ ټولو د
حرم خدمت ته خصي يا ايزک مريان ورلېږلي دي استاد همت د علامه کردي له قوله ليکلي
چې دده په وخت کې حرم ٢٤تنه هجړايا ايزه کان درلودل.
په مکه
معظمه کې وروستۍ ورځې
وخت د
چا خاطرنه کوي، داوبو په څېر تېرېږي او دخوند او لذت ورځې او شپې خود بادپه څېر وي
مياشت اونۍ، اونۍ ورځ او ورځ ساعت شي، زموږ ورځې هم په پوره کېدلو شوې، له ماما
(حبيب الرحمن استاد) سره مې دکور او دوستانو لپاره ځينې ډالۍ واخستلې خو مامامې
راته وويل چې په مدينه منوره کې دمکې په پرتله ارزاني ده.
بالاخره
ديکشنبې په ورځ زما دماما نوم هم د هغو کسانوپه لست کې راغى چې سبا دوشنبه سحر اته
بجې به له مکې څخه جدې ته روانېږي ، همداسې وشول ،سبا مې ماما د خفګان په بدرګه
رخصت کړ، دهغه بېلتون راته سخت شو، خو چاره نه وه هغه هم زما پربېلتون خفه شو، خير هغه کورته اوموږ
يې سباته داسلام دغوړېدلو ، خپرېدلو او دامن او نور ښار مدينې منورې ته روانېدو ،له هغه سره مې خداى پاماني وکړه،
هغه يوولس بجې جدې ته ورسېد، ورته ويل شوي وو چې دشپې دولس بجې به کابل ته
الوځئ، خودشپې پاوباندې دولس بجې لاهم
منتظر وو خو چې يوه نيمه بجه مې ورته زنګ وواهه ټېليفون يې کار نه کاوه، ددوشنبې
ورځ مې په طوافونو تېره کړه، له حرم څخه مې دوتلو زړه نه کېده الله ج په دې
ورځ ددولسو طوافونوتوفيق راکړ.
دمولوي
صديق الله او مولوي شفيع الله ددوست ملا
صفت الله په مرسته مې دپنځم ځل لپاره د حجر اسود په ښکلولو او له ملتزم سره دسينې
په مښلو زړه يخ کړ.
دسه
شنبې شپه مې په حرم کې اعتکاف وکړ، تر دوه بجومې طوافونه او لمونځ وکړ وروسته دحرم
دريم پوړ باب الصفا خواته ورغلم بوټان مې سر لاندې کړل او ويده شوم خو لا درې نيمې
بجې نه وې چې بېرته پاڅېدم اودس مې کړ او مطاف ته ښکته شوم،له غرمې مخکې تر لس بجو په حرم کې په لمانځه او طواف بوخت وم
لس بجې مې طواف وداع پيل کړ، له طواف
وروسته مې ځان ملتزم ته ورساوه ځان مې
ورپورې ښه ونښلاوه، په داسې وخت کې که زړه
دکاڼي هم وي نو اوبه اوله سترګو اوښکې روانې شي، نور خلک هم ملتزم پورې نښتي وو
دهغوى ژړاګانو او چيغو په فضاکې انګازې کولې نور نو پوه نه شوم څومره مې چې پخپل
ژوند يادېږي نو دومره مې ژړلي نه وو اونه
مې خپلې دومره اوښکې ليدلې وي هېڅ مې زړه نه کېده چې له ملتزم څخه لېرې شم.
ماسپښين
له لمانځه وروسته مې بيا طواف وکړ ، د اوښکو او ژړا حالت هماغه سحر نى و وروستى ځل مې په حرم کې دوه رکعته نفل وکړل
خداى ج خبرچې څومره به رانه اوږده شوي وي، زمزم مې پرېمانه وڅښل خو لومړى ځل وو چې
له خفګانه مې زمزم سم نه تېرېدل له حرم څخه راووتم مخ مې حفاير ته وو خو دوه درې
ګامه وروسته به مې غير اختياري مخ حرم ته واوښت په پله ودرېدم او مخ مې کعبې ته کړ
ښې اوښکې مې تويې شوې اوږده دعامې وکړه په غټو غټو مې دحرم مناروته وکتل زړه نازړه
مې حرم ته شاه او دبيا ليدلو په هيله ورسره خداى پاماني وکړه خپلې خونې ته لاړم
خپل سامان او بيکونه مې برابر کړل څلور بجې د عمارو مخ ته موټر راغلل او سامانونه
مو ورووېستل.
د جلال له ښارڅخه د جمال ښارته
دعمارو
مخ ته څلور موټر راغلي وو په هر موټر کې ٤٦تنه سپرېدل زه د څلورم موټر په لومړۍ
څوکۍ دچلوونکي ترڅنګ کېناستم ، ترڅو مو چې
بارونه پورته کېدل، نو پاو کم پنځه بجې شوې، په همدې ټيم موټر حرکت وکړ.
لومړى
دجنوبي اسيا مکتب ته ورغللو هلته يې راته وجبې چې په هره وجبه کې کيک ،کلچې ،بسکټ
،د زمزم اوبو يوبوتل ، يو دغاړې بيک اوجوس راکړل، دزمزمو پر بوتل داوبو څښلو
دعاګانې ليکل شوې وې ډېر اسانه: په ښي لاس
، اوپه ناسته اوبه څښه، بسم الله ووايه په درې دمو يې وڅښه اوپه پاى کې الحمدلله ووايه.
کوم يو
ساعت د مکې په کوڅوکې تاو راتاو کېدو ،تياره
ماښام دمکې له ښار څخه ووتلو د ماسخوتن لمونځ مو په عسفان کې وکړ له لمانځه ورو
سته مې له امام څخه چې سعودى و وپوښتل چې
تاسې له لمانځه وروسته ولې سنت او وتر نه کوئ؟ هغه راته وويل چې سنت خو نفل دي او
ستا خوښه چې نفل هرڅورکعته کوې، کله يې کوې او که نه يې کوې او موږ وتر کوو، خو د وترو وخت دسهار تر را ختلو دى، څو مره چې يې ناوخته
وکړې، ثواب دى، وتر تهجد اوقيام الليل دى او دقيام الليل تر تيب دادى چې دشپې په
وروستۍ برخه کې وشي،کله چې پوه شو چې زه افغان يم نو راته يې وويل تاسو ولې يوبل
وژنئ، ولې مو وطن ورانوئ، ماورته وويل هلته اور
امريکا جوړ کړى دى، دطالبانو د زور او ځواک په اړه يې پوښتنه وکړه کله چې
ما معلومات ورکړل نو خوشحاله شو دعايې ورته وکړه خو ويل يې چې رسنۍ خوناسم معلومات ورکوي.
موټر
په ډيم اشارو روان دى ډېر تيز نه ځي ،موټر چلوونکى مدين نومېده د مصر اوسېدونکى و ډېر ټوکي او خلاصه ټنډه يې درلوده، مدين ويل چې دلته يواځې د حج په موسم کې دخدمت لپاره
راغلى او دټول موسم اجوره يې زر رياله ده، مدين وويل چې درې ورځې وروسته بېرته مصر
ته ځي او وخت يې پوره کېږي .
زموږ د
تر حيل شمېره ٢٧٨٢٢٤او دموټر پلېټ ١٩٥١وو.
له مکې
څخه ١٥٠کيلو متره لېرې د الظبية والجمعة سيمه کې مو د راحت په نوم هوټل (الفندق و مطعم الراحه )کې دمه وکړه چا ډوډۍ
وخوړه ، چا تازه مېوه، چا اوبه،چا چاى او نور مشروبات، هوټل دپاکستانيانو دى، دښځو
لپاره بېل ځايونه لري، پراخه برنډه په حويلۍ کې پريمانه چوکۍ ، مسجد، بيت الخلا ،
داوداسه ځايونه لري، ډېر بيروبار وو ما شل لوى موټر وشمېرل چې ورته ولاړ وو د هوټل عمله چې ډېر يې پاکستانيان وو ، ډېر
بوخت وو. د يو منځني خوراک بيه لس رياله ده.چې روان شو ډرېور راته وويل چې دوى ته
د مکتب لخوا ټول پروګرام ورکول کېږي چې په څو بجو بايد له مکې څخه روان شي،
چېرې دماښام او ماسخوتن لمونځ وکړي، چېرې
دمه وکړي، دتګ سرعت يې څو وي، څوبجې په مدينه کې ددوى دفتر ته ځان برابر کړي څو بجې حاجيان ښکته کړي
او نور، ښي خواته مود خليص کلى دى داکلى دشپې لخواډېر رنګين وو خوپه کرنه او
سمسورتيا نه، بلکې په برېښنا .
دمکې
اومدينې شاوخوا څلورنيم سوه کيلو متره سړک دوطرفه دى ددواړو سړکونو ترمنځ ديوال او
جال دى دمخامخ راتلونکي موټر د اشارو رڼا
دډرېور سترګې نه نيسي هر طرف ته پراخ سړک
څلور کرښې لري او څلور موټر پرې ځايېږي
دهرډول سرعت لپاره خپله ليکه ټاکل شوې او
ټول سړک په کيمرو څارل کېږي له دې پرته د پليو خلکو لپاره هم يو سړک لري