دحرمينوهندار(۷۴)


 
دحج يونليک
څلور اويايمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دجمال ښار
مکه معظمه له ډېرو فيوضاتواو فضايلو څخه برخمن ښار دى داښار دالله ج دکور او کعبې له فيض څخه برخمنه،د وحې دنزول کوربنه ،دحضرت هاجرې او حضرت اسماعيل ع د اړو او اندېښمنوونکيوشېبو او ددوى ددعا او دزړه له درده دراوتلي غږ له برکته د زمزم  داوبو د راوتلو ننداره کوونکي ،دحضرت ابراهيم ع ددعا موخه اود سيدالکونين حضرت محمد ص د زېږېدلو ځاى دى. دلته الله ج خپلو بنده ګانو ته خپل کبريا ذات ،خپل جلال ،خپل شان ،شوکت او دبدبه ورښکاره کړېده، خو داچې مکه ټول غرونه او غونډۍ دي ،هوايې هم توده ده ،بيروبار هم پکې ډېر زيات وي نو حاجيان دمکې معظمې په پرتله په مدينه منوره کې خوښ وي، مدينه منوره درسول لله ص دهجرت وطن، دغزواتو وطن ،داسلامي حکومت لومړنۍ پلازمينه ،داسلام دپرتم دغوړېدا او دعوت د پراختيا ځاى دى، الله ج مدينې منورې ته دخپل ګران محبوب هغه محبوب چې مادي او معنوي ښکلا ګانې يې پرې تمامې کړي دي، هغه يې دډېرو لويو او نېکو اخلاقو پرښکلا پسوللى  د تلپاتې کور به توب وياړ ورپه برخه کړ او همدا جمال اوس هم هلته شته دى، بل داچې مدينه لوى ښار دى ،دمکې په پرتله يې هواسړه ده، سړکونه يې لوى او خلاص دي، غرونه او غونډۍ پکې کمې دي، په هوار ډګر جوړ شوى ښار دى خلک يې ډېر مهذب ،  لوستي، روزل شوي او دښې او لوړې تربيې خاوندان دي چې د حاجيانو ډېر درناوى کوي، کله چې حاجيان له سړک څخه اوړي نو دمدينې اوسېدونکي ورته موټر ودروي او ترڅوچې ټول حاجيان له سړک څخه اوښتي نه وي حرکت نه کوي.
همدا راز په مدينه کې دمکې په پرتله ارزاني هم ډېره ده ،په مدينه منوره کې دبقيع هديره دډېر وجليل القدره صحابه وو مدفن ځاى دى ، مدني حرم نه يواځې د رسول الله ص ،بلکې دشيخينو،(ابوبکر صديق او عمر فاروق)مدفن ځاى دى، نوهمدا لامل دى چې خلکو مکې معظمې ته دالله ج  دجلال او مدينې منورې ته د الله ج د جمال ښار نوم ورکړى دى، په مدينه منوره کې زموږ شپې او ورځې هم ښې تېرې شوې، رسول الله ص   مسلمانان، هڅولي  چې په نبوي مسجدکې څلوېښت لمونځونه پوره کړي،اوس ټول حاجيان هلته هرو مرو کم ترکمه اته ورځې او شپې تېروي چې څلوېښت لمونځونه پوره کړي،الحمدلله ماهم په مدينه منوره کې ټول لمونځونه په نبوي مسجد کې په جماعت اداکړل،اويو لمونځ هم رانه بې جمعې نشو.
 
جنة البقيع
 ماداسې انګېرله چې جنة البقيع به له حرم څخه چېرې لېرې پروت وي، په جنة المعلى او جنة البقيع کې به  هم دافغانستان په څېر لوړ لوړ قبرونه وي، پر هر قبر به دمړي نوم وي،دمړو دقبرونو په اړه  خو په مکه معظمه کې او دجنة البقيع دموقعيت په اړه   په نبوي مسجدکې له لومړي لمانځه وروسته په خپلې سهوې پوه شوم، مدينې منورې ته زموږ درسېدلو په لومړۍ ورځ مې خپل خواږه او پخواني ملګري ،ډاکتر ،شاعر،کيسه ليکوال او طناز طبع شخص بازمحمد ښادمن ته ټېليفون وکړ، ښادمن د المبارک  او المهاجرشرکت له  مسؤولينو څخه وو،چې حاجيان يې دلته را انتقال کړي وو،مااوښادمن دطالبانوپه وخت کې ډېرې ښې شپې  او ورځې تېرې کړې دي، دواړه هغه دچاخبره دعسکرۍ دوخت انډيوالان وو،هغه مخکې هم څوځله مدينې ته راغلى او دلته بلد و، ډاکټر ښادمن ټاکلي ځاى ته راغى له سلام ستړي مه شي وروسته مې ورته وويل چې جنة البقيع ته مې بوځي هغه راته وويل چې جنة البقيع ته يواځې سحر او مازيګر دورتللو اجازه وي او بس نور وخت يې دروازې تړلي وي، سباسحر يې ژمنه وکړه، سباسحر مو چې لمونځ په جماعت اداکړ نو ور  روان شو، چې دحرم له دروازې ووتو نو مخامخ ديوې ډېرې لويې احاطې لوړې دروازې ته وروختلو دحرم ددروازې او دې دروازې ترمنځ يواځې يو سړک و پر  دروازه ډېر بيروبار و  ښادمن راته وويل چې همدا جنة البقيع دى، ددروازې دننه احاطه په نقشه جوړه شوېده، لسګونه پوليس او متواګان ولاړ دي، خلک ددوى په آند بدعتونو ته نه پرېږدي، ددروازې دننه لږ وړاندې ښې خواته دسړکونو ترمنځ څو قبرونه دي،چې ځينې يې واړه دي، خلکو ويل چې دادرسول الله د کورنۍ (اهل بيت) يا ازواج مطهرات او ددوى بچيان او امام حسن دى، دلته ډېر قبرونه ځينو مشهورو صحابه ووته منسوب دي خو متواګان پر يوقبرهم پرېکنده حکم نه کوي چې ګويا داقبر دفلاني دى، آن د حضرت معاذ ،حضرت امام مالک ، حضرت عثمان او حضرت  عايشې رضى الله عنهم په څېر دمشهورو صحابه وو د  قبرونو په اړه هم ،همدومره وايي چې: داقبرفلاني ته منسوب دى، والله اعلم. هديره لويه ده، خو دهيچاپرقبر يې نوم نشته، لوړې لوړې شناختې نشته ،ځينې قبرونه له ځمکې سره  برابر اويا يوه لوېشت  ترې لوړ دي خو بيا هم ،هم شناختې او هم قبرونه د جنت المعلى له هغو لوړ دي، دحضرت عثمان اوحضرت امام مالک قبرونه خلکو راوښودل خو نور مولانه پېژندل، وړاندې مو وليدل چې له يوه قبرڅخه ډېر خلک راتاو و،موږ هم  ورغللو،چانه پېژنده په همدې کې يوه پنجابي له جيب څخه نقشه راووېسته ،نقشه موچې وغوړوله داقبريې دحضرت معاذ رض وښود، له پنجابي مووغوښتل چې دانقشه موږ ته راکړي چې يوه کاپي ترې واخلو خوله هغه سره په جېب کې دهمدې نقشې بله کاپي هم وه،هغه يې موږته راکړه، زه ددې نقشې په ترلاسه کولو ډېر خوښ شوم اوډېر قبرونه موددې نقشې په مرسته وپېژندل.
دلته هم افغانان له متواګانو پټ ،ځان او کورنۍ ته کوچني کوچني قبرګوټي جوړوي خاوره را اخلي او پټه يې په جېبونوکې اچوي او بيايې وطن ته راوړي متواګان هم دښکاريانوپه څېر ګرد ګرځي او خلک له منکراتو منع کوي کله کله غوسه هم کوي.
دجنت البقيع دقبرونو په ليدلو موږ داپايله واخستله چې هغه قبرونه چې تابعينو او مشهورو خلکواو يا صحابه ووته منسوب دي اويا پېژندل شوي او دهديرې په مخکې برخه يا مسجد نبوي ته نږدې دي نه ورانوي اونه يې پرځاى څوک ښخوي خودهديرې په وروستۍ برخه کې بيا مړي ډېر نه پرېښودل کېږي او د جنة المعلى په څېر کال وروسته نور پرې ښخېږي، دلته هم قبرونه په نقشه دي او دهديرې مسؤولين پوهېږي چې کوم مړى يې په کوم تاريخ ښخ کړى او کله پرې بل ښخولى شي، دهديرې په شمال ختيځه سيمه کې مو ډېر قبرونه وليدل چې مسؤولينو راسپړلي اودنويو مړو ښخولوته چمتو کړي وو،داقبرونه ټول خام او په منځ کې يې لحد و،دلته هم کار اسانه دى، په نبوي حرم کې د مړي جنازه وشي او دلته يې راوړي ،قبر ته يې ښکته کړي لحد پر خښتو پټ کړي.
 اوپرته له دې چې په لحد خاورې واړوي پلاستيکي تخته دقبر پر سر کېږدي او همدومره خاوره پرې واړوي چې داپلاستيکي تخته ښه پټه کړي، کال وروسته که اړتيا وه، نوداقبربېرته سپړي او بل تن پکې ښخ کړي، جنة البقيع ډېر لوى لوى جليل القدره  صحابه دخلکوسترګوته دروي، دصحابه  و خاطرات ،سيرت اودژوند زرينې کارنامې.
ددې صحابه وو قبرونه چې له ځمکې سره آن نه پېژندل کېږي له هغو مزارونو او روضوسره له ځمکې تر اسمانه توپير لري چې په هند ،ايران ،کشمير پاکستان او افغانستان کې ماليدلي دي، په افغانستان کې حضرت علي  رض ته منسوبه په مزار کې جوړه روضه،دهند په اجمير کې دخواجه غريب نواز ،په ډهلي کې د نظام الدين اوليا،دپاکستان په لاهور کې  دد اتاګنج بخش ، په حيدراباد کې لال شهباز قلندر، په کراچۍ کې عبدالله شاه غازي ،دايران په مشهد کې د امام رضا زيارتونه او د جنة المعلى او جنة البقيع دصحابه ووله ځمکې سره برابر قبرونه خلکوته دا درس او پيغام ورکوي چې عزت په ګنبدو،شاهانه او مرمرين قبرونو او زرينو دروازو کې  نه دى ،بلکې په تقوا او اسلام ته په خدمت کې دى.
ترڅو چې په مدينه منوره کې وو نو څوځله جنة البقيع ته ددعالپاره ورغلو، تېريادونه او له صحابه ووسره زما دزړه تړلې تلوسې مې پکې لټولې، دهر صحابي قبرته به ودرېدلم ،ګريوان ،به مې لوند شو، په تصورکې به مې له هغه سره دزړه خواله پيل کړ،نا ارامه وم په زيارت تسل نه کېده ليوني زړه مخامخ صحابه او حضرت رسول اکرم ليدل غوښتل خو داهسې جنون او خيال وو.
له جنة البقيع څخه هم لوړ ديوال راتاو دى، دديوال لاندې برخه کې کټارې دي په سعودي کې چې څومره ماليدلي نو له هديرو ديوالونه تاو دي، دسعودي چارواکي چاته اجازه نه ورکوي چې آن د رسول الله احترام دزړه له کومي وکړي، آن سلام ته يې هم سم نه پرېږدي خو هره شپه دسعودي په ټلوېزيون کې ليدل کېږي چې خلک دسعودي دپاچا ملک عبدالله احترام ته دومره ټيټيږي چې له رکوع سره يې توپير نه کېږي.
د جنة البقيع په متواګانو او دامربالمعروف په ډله کې ډېر افغانان هم شته دي خو ددوى جامه عربي او پر سر يې چلتار وي، له زيارت کوونکيو سره ددوى افراطى چلند بې حوصلې کړم په غوسه مې ورسره بحث پيل کړ ايت او حديث مو يوبل ته واورول ،اخر مې پيغور ورکړ چې دڅو  ريالو لپاره  يې خپله عقيده ،فکر او مذهب پرېښى دى ،هغوى چې زما استدلال واورېد نو خپل دفتر ته يې د ورتللو بلنه راکړه ، دفتر يې د جنة البقيع له دروازې سره نږدې وو خوورتللو ته مې وخت ونه موند.
دلته هم په ډېرو ژبو ،دتوحيد،تفسير،عقيدې ،اودشيعيت ضدکېسټې  او کتابونه وېشل کېږي زه هم ترې برخمن شوم، دري ژبه يې روانه او فصيحه ده خو پښتو يې ماته ګوډه اوپه ګرامر برابره نده.
د جنة البقيع ددخولي دروازې شمال خواته له دروازې لږ وړاندې د سړکونو منځ کې يو محوطه کې له سلو ډېرکتار قبرونه دي ، چې له سيمنټو جوړې شناختې پرې ولاړې دي، هره شناخته فلزي ليبل لري چې دقبر شمېره پرې ليکل شوې هلته خلکو ويل چې داساحه د مهموصحابه وو  ده خو دهديرې مسؤولين وايي چې داکار دمړو ورثه وو ددې لپاره کړى چې خپل مړي وپېژني خو حکومت وروسته داکار بند کړ ،خو داسې نه وه حکومت هلته دنويو مړو ښخولو ته له سره اجازه نه ورکوي.
په مدني حرم کې جنازې
په نبوي مسجدکې هم له لمانځه وروسته جنازه کېږي دلته هم له لېرو لېرو ځايونو خلک خپل مړي دجنازې لپاره  راوړي خو ددې ځاى جنازه له مکي حرم سره توپير لري ،دلته هم د جنازې لمونځ اوهم نور فرض لمونځونه ډېر اوږده وي، دلته د جنازې په لمانځه کې امام له دوهم تکبير وروسته درود ته دومره لږ وخت ورکوي چې نيم هم نه ويل کېږي او له دريم تکبير وروسته دعاته دومره وخت ورکوي چې آن دوه ځله پکې ويل کېږي، له څلورم تکبير وروسته له حنفي مذهب سره بايد مخ واړول شي خو دلته ډېر وخت وروسته سلام اړول کېږي داسمه ده چې دحرمينو امامان حنفي مذهبي ندي او په جنازه کې ويل کېدونکي درودونه او دعاګانې يې هم له حنفي مذهبوسره توپير لري، خو په خپلو کې خويې مذهب يودى نوبيا ولې دمکې او مدينې د جنازې لمونځ توپير لري. داهم کېدلى شي چې ددوى مذهبونه هم يونه وي يو يې مالکي او بل يې حنبلي يا شافعي مذهبه وي.
فرض لمونځ يې هم توپير لري له تکبير تحريمه وروسته ثنا وويل شي اوبيا ډېر وخت تېرېږي خو امام لا قرائت پيل کړى نه وي دومره وخت چې آن دوه ځله پکې بياهم ثنا ويل کېږي په قومه کې له سمع الله وروسته په ارامه يوځل فاتحه او سورت لوستل کېږي همداشان په جلسه کې هم دفاتحې او دسورت د پيلولو ترمنځ دومره وخت وي چې زموږپه مذهب کې د فرضوتاخير پرې راځي خو دهغوى په مذهب کې په دې ځايونوکې ځانګړي
 اذکار او دعاګانې ويل کېږي.
پردېس کوربانه
په مدينه کې زموږ دوهمه ورځ هم د حرم په کتلو تېره شوه، دحرم شا وخوا لوړې او دنګې عمارې موهم وکتلې دماسپښين له لمانځه وروسته  زما دسخت اوپخواني ملګري ډاکټر نذير احمدزي مشر ورور ډاکټر عبدالبصير احمدزى راسره مخ شو،ماپه لومړي ځل ډاکتر بصير شاوخوا دولس کاله وړاندې د کندهار ښارپه مددچوک کې دده  په کتنځي کې وليد،هغه مهال ډاکټر نذير په کابل کې دده لپاره څه شى راکړي وو کله چې کتنځي ته ورغللم نو زړور دده په کتنځي کې له سوال ځواب پرته کېناستم، ما داکار قصداً وکړ غوښتل مې ډاکټر احمدزى لږ متعجب کړم.
زه او ډاکټر صاحب بصير دواړه په سوداپسې ووتلو په بازار کې دمکې معظمې په پرتله قيمتي وه، ترمازيګره په بازار کې وګرځېدوډاکتر بصير دډاکټر ښادمن دوى په شرکت کې  راغلى و د مازيګر له لمانځه  وروسته مې دواړه ډاکټرصاحبان يوبل ته وروپېژندل او تر ماښامه مو مرکه  او دزړه خواله وکړه، دماسخوتن  له لمانځه وروسته زه او ډاکټر ښادمن ناست وو چې دډاکټر ښادمن ټېليفون وشرنګېد د اوکې تڼۍ له کېکاږلووروسته يې مقابل شخص ته زما نوم هم واخست او همدلته يې راوغوښت ګورم چې دماسخوتن له لمانځه وروسته  پاوباندې نهه بجې ملا ابراهيم له نوشابوسره مسجد ته راغى، ملا ابراهيم دغزني اوسېدونکى تکړه او ويښ انسان دى، دطالبانو په وخت کې داستخباراتو دعمومي رياست  دلوژستيک رئيس وو، دامهال  په سعودي کې اوسېده، هملته يې ځانته کاروبار اوښه ژوند برابر کړى او دوهم واده يې کړى و ترډېره مو د افغانستان پر حالاتو بحث وکړ، تېرې خوږې خاطرې مو رايادې کړې، څه باندې يوولس بجې وې، چې ملا ابراهيم ډوډۍ ته روان کړو د حرم خواته د البيک لوى شرکت ته يې وروستو البيک موپه خوند وخوړ دولس نيمي بجې دبيا ليدو په ژمنه سره بېل شو.
سبا جمعه وه د جمعې په لمانځه کې اسلامي هېوادونو اوپه ځانګړې توګه فلسطين ته دعاوشوه خو سعودي چارواکيو چې خطيبانو ته پاليسي ورکوي افغانستان ددعامستحق نه باله.
له لمانځه وروسته مې دحرم په دوهم پوړ کې دحرم په کتابتون  همدا موضوع له يو چا سره ياده کړه هغه راته وويل چې يوځل قاري حذيفي دجمعې په لمانځه کې امريکاته بد ويلي وو چې بيا دوه کاله ورک  وو او اوس چې راغلى نو سياسي خبرې نه کوي زه لا دحرم په کتابتون کې وم چې د ملا ابراهيم زنګ راغى ځاى مې وروښود، ويل يې راځه چې يومړى ډوډۍ وخورو ،چې ښکته راغلم نو له ملا ابراهيم سره يوبل متشرع ځوان هم  و ملا  ابراهيم داځوان دغزني دمقر اوسېدونکى ملا رحمت الله رامعرفي کړ.
بيا البيک ته ورغللو خو نوبت پرې نه وو د يوه افغان هوټل ته ورغللو په ١٦رياله يې ډېرښه افغاني قابلي پلو چې پرېمانه دپسه غوښه پکې وه راکړه،ماچې داځاى وليد نوبيابه ډېر ورتللم.
ملا رحمت الله هم په سعودي کې اوسېده ملا ابراهيم موږ ته وويل چې ملا رحمت الله هم غواړي چې په سعودي کې دوهم واده وکړي او موږ ورته څوک کتلي هم دي ،کتل شوې انجلۍيې هم افغان عربه او دمدينې اوسېدونکې راوپېژندله،  په همدې ورځ ما سخوتن يې راته زېرى راکړ چې ملا رحمت الله ته مو دستمال واخست