دحرمينوهندار(۷۳)

دحج يونليک
درې اويايمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
درڼااوبرياپه ښارکې
((زړګيه سترګې لګوه دقدم لاره نه ده
حبيب پرې ايښي قدمونه دومره خواره نه ده ))
 اوس مې په ياد نه دي  چې دادنوښار دعبدالله او که دکربوغې دمحمدامين نعت دى خو په کوچني کې مې په مسجدونو کې په ترنم ډېر ويلى دى.
بالآخره پاوکم دوه بجې دانسانيت دپيغام اودڼااوخلاصون دپلوشو وېشونکي ښار مدينې منورې ته ورسېدو ،حکومت څو ځايه تاو راتاو کړو څو ځايه مو پاسپورټونه چک شو، دلته هم لومړى د جنوبي اسيا مکتب ته ورغللو، وجبې يې راکړې سامان موخونوکې ځاى پرځاى کړ، زموږ عمارې حرم ته نږدې وي ټوله پنځه دقيقې لار وه ستړي هم وو خو ويده نه شو، له ماسره د مدني حرم دليدلو تلوسه ډېره وه له لږې دمې وروسته حرم ته روان شو دحرم ليدلو ډېر خوند راکړ ډېر پراخه ،ښکلى او شانداره . اخر ښکلى به ولې نه وي؟ دلته لسګونو زرو صحابه وو لمونځ کړى  دټولو کائناتو په کچه ستره هستي او ښکلا همدلته ده، ددې مسجد بنسټ پخپله حضرت محمد ص ايښى دى، هماغه يې لومړنۍ خطيب او امام دى.
 په برنډه کې مو په صف کې ځاى ونيوه ،تهجد مو وکړل، جمعې ته ډېر وخت وو ډېر ملګري موله ستړتيا په صف کې په ناسته ويده شول، په نبوي مسجد کې دکعبې په مقايسه لمونځ ډېر اوږد و  اوږده قومه، اوږده جلسه او اوږده قعده له لمانځه وروسته ملا يار محمد په باب رحمت در سول الله ص مزار ته روان کړلو، درسول الله ص مزار ته تللې کوڅه که څه هم پراخه ده خو ډېر بيروبار پکې وو، ډېر  ورو  ورو  مزار  ته ورسېدو لومړى ځل مو دسرورکائنات پر مزار سترګې ولګېدې،  دلته نور پروت دى ، دلته دهدايت اوژغورنې ډيوه تر خاورو لاندې ده . دلته هم نورې ژړاګانې نه تم کېدلې د الصلواة والسلام عليک يا رسول الله چېغو فضا ونيوه او اوښکې نه تم کېدلې.
 موږ دډېرو کمالونواو کراماتود خاوندروضې ته ولاړيو هغه چې :
حسن يوسف دم عيسى يدبيضا دارد
 آن که خوبان همه دارند واى تنهادارد
يا
خداى يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دى
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
 دپنجرې دننه نه درسول الله ص،نه دحضرت ابوبکر صديق اونه دحضرت عمر رض قبرونه ښکارېدل خو دهريوه دقبر په برابرۍ يو سورى وو چې له ځيرتيا وروسته ترې دقبر يو ه څنډه ښکارېده که خلک درسول الله د مزار په زيارت کې افراط کوي  نو پوليس هم دبدعت په مخنيوي کې  افراط کوي که په سهوه هم د چالاس دمزار ترڅنګ  پرکټاره   ولګېد نو پوليس پرې غوسه شي.
کله چې له لمانځه فارغ شو نو دلته خو طواف هم نه و  دنفلو وخت هم نه  و او ستړي هم وو  نو خپلو خونوته روان شو ،نږدې وه چې لار مو غلطه کړې واى
 
.صفه او رياض الجنة
دسحر چاى له څښلو وروسته بېرته حرم ته لاړم ، اودس او دڅاښت لمونځ مو وکړ، غوښتل مې چې ټول حرم ووينم نابلده وم ماويل ښه به واى چې اوس داسې يوڅوک را پيداشوى واى چې دلته بلد واى  او ماته يې هم لار ښوونه کړې واى،خو کله چې  دحرم دوهم پوړ ته ختلم په زينه کې يوځوان راباندې غږ وکړ، مينه ناکه او توده ستړې مه شي يې وکړه ويې يل چې نوم يې قاري شريف الله او دملا احمدګل زوى اودلغمان دقرغه يو ولسوالۍ د عزيز خان کڅ  اوسېدونکى دى د قاري شريف الله کورنۍ ماپېژندله په بډه بېره کې د څوارلس کاله ګډ ژوند سر بېره دهغه پلار ارواښاد ملا احمدګل زما دمور (اللهم اغفرهاوارحمها)ترورزى هم دى له ملا احمدګل څخه ماپه مسجدکې ډېر سبق ويلى  او دقاري شريف الله مشرورور مولوي رفيق الله  زما ددرس ملګرى دى.
قاري شريف الله شپږ ورځې وړاندې مدينې منورې ته راغلى او بلد و په حرم کې يې ښه وګرځولم هر ځاى يې راوپېژنده  دحرم په غولي کې د څښلو داوبو  ټانکۍ ته ورته ځاى جوړ شوى چې دکارولو لپاره ډېرې بمبې لري قاري شريف الله وويل چې دلته  دحضرت ابو ايوب انصاري  رض کور و هغه چې دحضرت رسول اکرم ص اوښه يې دهجرت پرمهال په دروازه کې  څملاسته او درسول الله ص دمېلمستيا وياړ په مدينه منوره کې لومړى د همده   په برخه شو، اوس خوهغه کور ړنګ شوى خو څلي ته ورته داټانکۍ يې په يادجوړه شوېده.
له دې وروسته يې مسجد ته دننه صفې ته وروستلم اصحاب الصفه داسلام په تاريخ کې ډېرمشهور دي، دحضرت رسول الله ص پر ژوند ځينو صحابه وو خپل ځان اسلام ته وقف کړ، دوى نور کار وبار نه کاوه، دنبوي مسجد او درسول اکرم ص دکور ترڅنګ به په يوه صفه ناست و، زده کړه يې کوله، امر بالمعروف يې کاوه، په جهادکې يې عملي ونډه اخسته او درسول الله ص قوماندې ته به منتظر وو.
صفه اوس دنبوي مسجدپه دننني حريم کې ده درسول الله ص مزار سره نښتى داځاى اوس هم له نور مسجد څه لوړ دصفې په شکل  دى چې  شاوخوا ترې  کټاره تاوه ده.
دمازديګر لمونځ موپه صفه کې وکړ، دلته د ځاى موندل هم اسانه ندي خوبياهم له لږ کوښښ او انتظار وروسته مو ځاى وموند له لمانځه وروسته مې په صفه کې حجرې ( دحضرت عايشې خونه چې اوس هلته  حضرت رسول الله ص او شيخين  رض ښخ دي ) ته نږدې ځاى وموند هملته کېناستم ،تلاوت مې پيل کړ، په نبوي مسجدکې تفاسير او دقران ژباړې هم ايښودل شوي دي دماښام لمونځ مې هم همدلته وکړ، له لمانځه وروسته رياض الجنة ته ولاړم هلته له صفې هم ډېر بيروبار وي، نوبت ته ودرېدو چې که کوم څوک له لمانځه ووځي او ځاى يې اوزګار شي، هرڅوک غواړي چې هلته ډېر لمونځ وکړي،کېني ،اطاعت وکړي خودبيروبار له کبله ددې هيلې ترسره کېدل اوپه مړه خېټه لمونځ ،ناسته او ذکر ستونزمن کار دى، پوليس پر خلکو د  ((ژرکوئ ))غږ کوي  اووايي چې چا  دوه رکعته لمونځ کړى وي نو ځاى دې نورو ته پرېږدي  چېغې وهي څوک چې ناست وويني نوپورته کوي يې چې نوروته ځاى اوزګار شي، دبيروبار له کبله صفونه ډېر تنګ وي، د سجدې په وخت کې سر دمخکيني شخص په پښو کې ايښودل کېږي ما هم ځاى وموند دوه رکعته لمونځ مې وکړ  پوليسو خپلې چېغې وهلې چې بيامې نيت وکړ ماويل شپږ رکعته اوابين لمونځ خوپوره کوم، زړه مې نه کېده ، چې ووځم خودخلکو له بيروبار او انتظاره وشرمېدم.
پوليسو هڅه کوله چې حاجيان هغې کوڅې ته ور مخ کړي چې درسول الله پرمزار تېرېږي او باب السلام ته وتلې ده، خو ماهڅه کوله چې درسول الله ص په محراب کې هم کم ترکمه دوه رکعته لمونځ وکړم خو دبيروبار له کبله بريالى نشوم خوپه سبامې دا ارمان هم ترسره کړ.
دحرم خادمانو په صفه کې سپينې اوپه رياض الجنه کې شنې غالۍ غوړولې دي.
نبوي مسجد دامهال ډېرښکلى دى لاندې باندې په سرو غاليوپوښل شوى ،ستنې يې ډېرې ښکلې کمانونه لري، رنګ يې تور او شيرچه يي ته ورته ښکلى او ساده  دى  دهرې ستنې لاندې مرمر او لاندينۍ برخه کې ايرکنډيشنونه ،دستنو پاسنۍ برخه کې ډېرې ښکلې ګنبدې اوترې لاندې درڼالپاره جالۍ.هرې خواته لويې کړکۍ، دکړکيو لاندې له يو فټ څخه په پلنو پټيو په کريمي رنګ ايتونه ليکل شوي، په بله برخه کې دستنو ډيزاينونه تغيير شوي، دامحرابوته ورته له رنګه مرمرو جوړ شوي ګلان دي، په هره پايه کې څلور خواووته دعظيم الشان قران لپاره رفونه جوړ شوي دي ، له دې پرته دمسجد په هره برخه کې دعظيم الشان قران لپاره المارۍ جوړې شوې دي ، ډول ډول قنديلونه اود بريښنايي څراغونو لپاره له پيتلو (زېړو)جوړ لوى شيټونه لګېدلي دي.
په ستنو کې له کمانونو لاندې او دمرمرو لپاسه له مرمرو راتاو دزېړو لوى شيټ ستنوته لاښکلا ورکړېده.
باب کعبې ته پرنږدې ديوال په مرمرو ټول سورت واقعه په دې بڼه ليکل شوى چې مرمر تراشل شوي او حروف ترې راوتلي دي، دډبرو دننه حروف ليکل اسانه دي، خو داچې دډبرې له پاسه حروف وليکل شي دانو ستونزمن کار دى ځکه چې د  ډبرې مخ به ټول تراشې او حرف به ترې راوباسې، دحرم ټول فرش تک سپين مرمر دى،بهر په سالون ( غولي )کې کمپيوټري ستنې لګول شوې دي چې دکمپيوټر په قومانده کله ستنې شي اوکله سايه بان، که کله لمرتود اوياباران وي نو ددې ستنو وزرونه په کمپيوټر غوړوي خو چې کله هوا ښه وي نو دا وزرونه  قات  اوبېرته له ستنې تاو شي دحرم دبهرني سالون ځمکه په تورو او خړو چپسو پوښل شوېده.
 
دنبوي حرم پراختيا
په مدينه منوره کې پروت نبوي مسجدله ډېرو فضايلواو ځانګړتياووڅخه برخمن دى.
دايوله هغو درې ځايونو څخه دى چې دکتلو لپاره يې دسفربستره تړل روا دي، رسول الله ص فرمايي: له درې مساجدو (مسجد الحرام، مسجد اقصى اوهمدې نبوي حرم)پرته دنورو ځايونو او مساجدو دکتلو او احترام لپاره سفر مه کوئ.
همدا راز رسول الله ص فرمايي چې په نبوي مسجد کې لمونځ دنورو مساجدو په پرتله زر ځله غوره دى.
له نبوي مسجد او په مدينه منوره کې له پرتو نورو مساجدو سره داسلام ډېر خاطرات او واقعات تړلي دي، دا مسجد لکه څنګه چې ډاکټر محمدالياس عبدالغني وايي دډېرو ايتونو او حديثونو،په پېژندنه او دهغوى د مفهوم په تشريح کې مرسته کوي.
په مدينه منوره کې د ځينې مساجدو دبنسټ ډبره رسول الله ص پخپله ايښې ،ځينې مساجدصحابه و رض دهغه  ص په ژوند کې جوړ کړي او رسول الله ص پکې لمونځ کړى دى په ځينې ځايونوکې رسول الله ؛ص لمونځ کړى خوهلته د صحابه وو په وخت کې مسجد نه و  جوړ شوى، بلکې هلته حضرت عمر ابن عبدالعزيز په کال ٨٧_٩٣چې دخليفه وليد بن عبدالملک په وخت کې د مدينې والي وو  جوړ کړي دي ،خليفه وليد هغه ته امر وکړ چې ټول هغه ځايونه نښه او مساجد پکې جوړ کړي په کومو کې چې رسول الله ص لمونځ کړى و ،حضرت عمر ابن عبدالعزيز هم همداسې وکړل.
ترکي خليفه سلطان سليمان خان عثماني په خپل دور له ٩٢٦تر٩٤٨هـ کې د مدينې ټول  تاريخي مساجد بيا ورغول.
د ال سعود دکورنۍ مشهور واکمن شاه عبدالعزيز د حرمينو په شمول ټول مساجد له دولت سره رسمي کړل، دحرمينو خادم ملک فهد د اسلامي چارو ، وزارت وګوماره، چې ټول تاريخي مساجد پراخ او ورغوي، دهمده په امر د قبا ،قبلتين  ،ميقات، علي،مستراح،ابو ذراو جمعه مساجد له سره جوړ او دغمامه،ابوبکرصديق،عمرابن خطاب، (مناخه)او دفتح مسجد ورغول  شول.
مدينې منورې  ته درسول الله ص له هجرت وړاندې دمدينې، مسلمانانو په هماغه ځاى کې لمونځ کاوه چې اوس پکې نبوي مسجد جوړ دى کله چې رسول الله ص مدينې منورې ته هجرت وکړ نو هغه ص هم همدلته لمونځ پيل کړ، او د ٦٢٢ هـ دربيع الاول په مياشت کې يې همدلته نبوي مسجد جوړ کړ، دلومړي  جوړ شوي نبوي مسجد اوږدوالى ٣٥متره او پلنوالى يې  ٣٠متره ،دچت لوړوالى يې   پينځه لاسه دوه نيم متره وو او چت يې دخرما له څانګو او ستنې يې دخرما له ډډڅخه وې، کله چې رسول الله ص دهجرت په اوم کال د خيبر له غزا څخه راستون شو نو دنبوي مسجد  اوږدوالى يې پنځلس او پلنوالى يې شل   متره پراخ کړ، په دې توګه دنبوي مسجد طول او عرض مساوي ٥٠+٥٠ شو نن سباددې حد شمال ته دترکي مجيدى ودانۍ دچت  او لوېديځ ته له منبر څخه تر پنځو ستنو پورې دى او دې اندازې ته اوس هم دمسجد دديوال په پورتنۍ برخه د نبي ص دمسجد اندازه ليکل شوې دي.
وروسته دامسجد دحضرت عمر رض په وخت دهجرت په ١٧مه يا   ٦٣٨ز،دحضرت عثمان په وخت  ٢٩هـ يا ٦٥٠ ز،داموي خليفه وليد بن عبدالملک ٦٤٩، دحضرت عمر ابن  عبدالعزيز په واسطه له ٨٨هـ تر٩١ ياله ٧٠٧ز تر ٧١٠ زيږديز،د عباسي خليفه مهدى بن ابو جعفر په وخت  له ١٦١هـ تر ١٦٥ ،سلطان اشرف قايتبا دي په ٨٢٢هـ تر ٨٨٨، سلطان عبدالمجيد عثماني په ١٢٦٥هـ تر ١٢٧٧هـ ١٨٤٨تر١٨٦١پراخه کړ. شا عبدالعزيز  ال سعود هم  نبوي حرم پراخ کړ، هغه شمالي اړخ ته ٦٢٤٦مربع متره ساحه ونړوله،او ٦٤٢ مربع متره ساحه يې نوره هم ورسره اضافه کړه،چې   ٢٨زره لمونځ کوونکيو ته يې ځاى پيداکړ دا ودانۍ مستطيل ډوله ده، په منځ کې يې يو بل دالان جوړ کړ چې دملک فهد د پراختيا پر مهال يې دلته دولس ستنوته ورته چترۍ ولګولې چې په کمپيوټر خلاصېږي او بندېږي.
ملک فهد هم په ١٤٠٥ دصفرالمظفر په نهمه دنبوي حرم دپراختيا کار پيل کړ چې د ١٤١٤هـ د ذوالقعدې په ٤مه پاى ته ورسېده په دې پراختيا کې هغه لويه پراختيا شامله ده چې دسعودي پراختياله لومړۍ ودانۍ راتاوه  ده،په دې پراختيا کې ځمکتلى هم شامل دى او د وخت ټولې عصري غوښتنې پکې په پام کې نيول شوي دي په دې پراختياکې چې يو نيم لک حاجيان پکې ځايېږي او ٢١٠٤ستنې لري هره ستن له بلې ٦متره لرې ده خوپه کومه برخه کې چې پرسر يې ګنبدده دستنو فاصله يې ١٨متره ده او منځنى مساحت يې ١٨×١٨ =٣٢٤متره مربع دى ، ددې ډول ګنبدو شمېر ٢٧دى، په چت دلمونځ کوونکيو لپاره ٥٢٨٢٥متره مربع ساحه ده چې ٩٠ زره تنه پکې لمونځ کولى شي، په دې ډول په مسجد کې دلمانځه لپاره ټوله ساحه ١٤٠٢٥٠مربع متره ده چې ٢٤٠٠٠٠ پکې لمونځ کولى شي چې دپخوانۍ پراختيا نهه چنده برابرېږي .
دمسجد حوېلۍ ١٣٥٠٠٠ متره مربع ده چې ٤٣٠٠٠٠تنه پکې لمونځ کولى شي، په دې ترتيب اوس دنبوي حرم په مسجد چت او حوېلۍ کې ټول ٦٩٨٠٠٠ياڅه کم اوه لکه تنه لمونځ کولى شي په نوي پراختياکې دښځولپاره د مسجد په وروستۍ برخه کې دلمانځه دوه ځايونه بېل شوي دي.
پخواحرم دوه خو اوس اته مناره لري مسجد ټول په ايرکنډېشن  سمبال دى، دوه ځمکتلي لري چې ،په دې ځمکتلوکې ٤٤٤٤موټر ځايېږي ، آسانه حرکت هم کوي او اسانه تاوېدلى هم شي . دمسجد  دپوره ابادۍ  داکار هم دابن لادن شرکت کړى دى ، ددې  ځمکتلى په اړه به وروسته هم څه معلومات ولرو.