دحرمينوهنداره(۷۵)


 
دحج يونليک
پنځه اويايمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
احزاب ياګڼ لښکريزه جګړه
دشپې ملګرو وغوښتل چې دمدينې منورې تاريخي  سېمې لکه د احزاب  دجګړې ځاى او خندق ،احد، قبلتين مسجد، قبا مسجد او نور وګوري ماهم ددې ځايونو کتلوته څپڅپانده تلوسه درلوده،کله موچې دسحر لمونځ په جماعت اداکړ نو ټول ملګري ټاکل شوي ځاى ته راټول شول، له يوه ډرېور سره مو پردې ټولو ځايونو  دګرځولو او بېرته حرم ته د راوستلو خبره وکړه، ډرېور محمد فضل د بدر اوسېدونکى  ډېر مهذب او ښکلى ځوان وو ښکلى چلتار يې پرسر، ښکلى چپنه پرتن او څهره يې د شهزادګانو وه لومړى خندق ته ورغللو کله چې دهجرت پرپنځم کار بنو نظيرو، دمکې قريشو او نورو کفارو دمسلمانانو پرضد لاس يو اوپرمدينې ديرغل پلان جوړ کړنو رسول الله ص دحضرت سلمان فارسي رض په مشوره له مدينې څخه ددفاع لپاره دکفارو دلس زره کسيز فوځ دمقابلې لپاره دسلع غره په لمن کې د خندق دوېستلو امر وکړ، اوس خو ددې خندق نښې هم نه ښکاري البته دتاريخ او سيرت په کتابونوکې يې طول او عرض ښودل شوى او په عظيم الشان قرآن کې ددې جګړې يادونې هم شوې او آن يو بشپړ اوږدسورت ددې جګړې په نوم نومول شوى دى ..د احزاب سيمه اوس ټوله پخه او سړکونه دي البته ددې سيمې دتاريخي هويت د ساتلو لپاره لاهم دلته دمساجد سبعه (اوومسجدونو )څخه پنځه لا  هم پاتې دي، داپنځه مساجد خوا په خوا دي او حاجيان په هره يوه کې دوه دوه رکعته نفل لمونځ کوي.
دلته لومړى دحضرت عمرابن خطاب ،ورپسې دحضرت سلمان فارسي، ورپسې دالفتح مسجدونه دي، له دې پاس دخندق په نوم يولوى اوښکلى مسجد دملک فهد لخوا جوړ شوى دى ، دامسجد ډېر لوړ جوړ شوى دى او ډېر لګښت پرې راغلى دى، دسيمي د منتظمينو په وينا، حکومت غواړي دا ټول کوچني مسجدونه بند کړي او همدې نوي مسجد ته وسعت ورکړى دنبوي مسجد خواته مسجدعلي او مسجد جمعه هم واقع دي، ددوى په وينا ،خندق له همدې ځايه د احد تر غره غځېدلى وو.
دلته مو لمونځونه وکړل  ښه وګرځېدو دانور کوچني مسجدونه اوس له پامه غورځېدلي  دي ،نه يې رنګ اوترميم ته پام شته اونه فرش ته اونه پکې جمع کېږي.
قبلتين مسجد
 له دې ځايه قبلتين ( دوه قبلووالا )مسجد  ته لاړو ،دامسجد الفتح مسجد ته نږدې شاوخوا ١،٨کيلومټرۍ کې جوړ شوى دى ، مدينې ته درسول الله  ص دهجرت پرمهال انصارو بيت المقدس لور ته لمونځ کاوه کله چې رسول الله ص دې ښار ته هجرت وکړ نو ده هم دالله ج په امر په لمانځه کې همدې لورته مخ کاوه، داځکه چې دا حساسې شېبې وې که رسول الله ص کعبې ته مخ کړى واى نو داسلام دنوي ټوکېدلي بڼ پر وړاندې خنډونه جوړېدل.
قبلتين مسجد ته د بني سلمه مسجد هم وايي، داځکه چې موقعيت يې  دبنوسلمه په سيمه کې دى بنوسلمه د ازدي قحطاني قوم اړوند دخزرج په قبيلې پورې اړوند دي، دامسجد په خالد بن وليد روډ دحرم شمال لوېديځ ته د عقيق شېلې ته نږدې د سلع غره لوېديځ ته له حرم څخه ٣،٥کيلو متره لېرې پروت دى.
دبيت المقدس لورته لمونځ کولو رسول الله ص ته هم خوند نه ورکاوه. دبيت المقدس لورته لمونځ کولو رسول لله ص ته هم خوند نه ورکاوه.
اوتل به ورسره د اهيله وه چې کله به دالله ج لخوا ورته حکم وشي چې لمونځ بېرته دکعبې لورته وکړي بالاخره دحضرت براء بن عازب د روايت له مخې چې بخاري  روايت کړى دى  له ١٦يا ١٧ مياشتو وروسته چې حضرت رسول الله ص  بيت المقدس ته لمونځ وکړ د الله ج لخوا ورته امر وشو چې نور دې نو لمونځ کعبې ته کوه  په دې اړه د حضرت انس بن مالک او حضرت ابن نجار دهغه روايت چې له عثمان ابن محمد څخه يې کړى لنډيز داسې دى چې : رسول الله ص خو دالله  ج په امر بيت المقدس  ته لمونځ کاوه، خو خوند يې نه ورکاوه، او تل يې داهيله وه چې الله ج ورته حکم وکړي چې بېرته  کعبې ته لمونځ وکړي، بالاخره يوه ورځ دبنو سلمه قبيلې اړونده ام بشير په نوم يوې ښځې رسول الله ص ته غرمه مېلمستيا کړې  وه او رسول الله ص  هم ورغلى وو د ماسپښين د لمانځه وخت شو، رسول الله ص له صحابه و سره يو ځاى په همدې مسجد کې دبيت المقدس په لور لمونځ کاوه رسول الله ص د نورو لمونځونو په څېر په دې لمانځه کې هم  دا هيله لرله چې الله ج ورته  دکعبې لورته د لمانځه کولو حکم وکړي،په همدې غرض به يې هر وخت اسمان لورته کتل او مخ به يې اسمان ته اړاوه رسول الله ص بيت المقدس لورته د ماسپښين د لمانځه دوه رکعته کړي وو چې  د الله ج لخوا ورته امر وشو چې   خپل مخ کعبې ته واړوي  هغه هم په دريم رکعت کې خپل مخ کعبې ته واړوه له همدې کبله دې مسجد ته قبلتين (ددوه وو قبلو والا )مسجد وايي، الله ج خپل رسول ته وفرمايل ((قد نرى تقلب وجهک في السماء فلنولينک قبلة ترضها فول وجهک شطرا لمسجد الحرام)) يعنې:يقيناً موږ اسمان طرف ته ستا مخ اړول او بار بار کتل)وينو نو ژر دی چې هغې قبلې ته دې مخ واړوو چې ته يې خوښوې نو مخ دې د مسجد الحرام خواته واړوه (البقره ١٤٤)
دقبلتين مسجد تاريخي ارزښت ته په کتلو د حرمينو خادم ملک فهد بن عبدالعزيز دامسجد هم پراخ او ورغوه.
دملک فهد پراختيا وروسته چې   پنځه ويشت کاله وړاندې تر سره شوې دامهال عمومي سړک خواته ددې مسجد اوږد والى ٨٣متره ،لوېديځ اړخ ته ٨٢متره ،سهيل ياقبلې خواته ٩٥ متره دى ، دمسجد ټول مساحت ٣٩٢٠متره مربع دى، پورتنی منزل يې ١١٩٠متره مربع دی .دوه منارونه لري اوپه مسجد کې ټولې ٢١لکه پخې خښتې کارول شوې دي له وروستي ترميم وروسته پر مسجد پر لګول  شوې کتيبې ليکل شوي : ((انما يعمرمساجد الله من امن بالله واليوم الاخر .صدق الله العظيم .تحت رعاية خادم الحرمين الشريفين الملک ،فهد بن عبدالعزيز ال سعود وفى عهده الميمون تم بعون الله وتوفيقه انجاز مشروع اعاد ة بناء وتوسعة مسجد القبلتين بالمدينه المنوره وذالک فى شهر ٣٠_٣_١٤٠٨هـ الموافق ٢_١١_١٩٨٧م)).
قبلتين مسجد ښه پراخه ساحه ،شنې ونې، پاخه پارکونه او د اوداسه پراخه اوپاک ځايونه لري مسجد په لوړه جوړ شوى ديوې دروازې په پاسنۍ برخه کې د مرمرو په تخته محراب انځور شوى او دا ښودل شوېده چې کله بيت المقدس ته لمونځ کېده نو محراب دلته وو او دبيت المقدس استقامت دې خواته دى.
دقبلتين مسجد اوسنى محراب جنوب ختيځ خواته او دقدس محراب شمال ختيځ ته دى، ددې مسجد ترڅنګ د عمومي سړک ګلدانونه له ډول ډول ګلانو ډک دي د غره په لمن کې فوارې جوړې شوې او ډېرې ښکلې ښکاري د ګلدانو ګلان او فوارې ټولې په جنراتور خړوبېږي او فواروته هم د جنراتور په زور له ژورو  کوهيانو اوبه ور رسېږي .
خندق  اواوه مساجد
دسلع غر د مدينې منورې په منځ کې پروت او د نبوي مسجد د شمال لوېديځ څخه د سلع غره  تر پيله ٦٩٠متره واټن دى لوړه څوکه يې سل متره ،اوږدوالى يې يو کيلو متر، ټول محيط يې ٤،٢کيلومتره دى.
دسعودي حکومت يې د ساتنې اوښکلا لپاره ترې اغزن تار تاوکړى دى او مصنوعي فواري يې پکې لګولې دي.
ددې غره په لوېديځه لمن کې پروت ميدان کې رسول الله ص د خندق په غزا کې له صحابه ووسره يو ځاى اړولي وو ددې غره ختيځ ،شمال او سهيل ته غر او رسول الله ص د سلمان فارسي چې اصلاً د ايران  د رامهرمز يا اصفهان اوسېدونکى وو په مشوره لوېديځ لورته خندق ووېست، سعودي حکومت ددې ميدان د تاريخي اهميت د ساتنې لپاره دلته ډېر کار وکړ، په دې  شپږ سوه متره  مربع اوږد  ميدان کې د موټر و لپاره تم ځايونه ابشارونه  او ډول ډول بوټي کېنولي دي او د حديقه الفتح نوم يې ورکړى دى ، اود سعودي حکومت يو امير فهد بن  عبدالعزيز دلته د غره په لمن کې د فتح مسجد په نوم يو لوى مسجد هم ودان کړ.
داځاى له تاريخي پلوه د مساجد السبعة يا اوو مسجدونو په نوم يادېږي، خو موږ پنځه مساجد وليدل او د تاريخ په ځينو کتابونو کې هم دلته د پنځو او په ځينوکې د څلورو مساجدنو نومونه راغلي دي حضرت عمر بن عبدالعزيز دلته هم په ټولو هغو ځايونوکې مسجدونه جوړ کړي په کوم ځاى کې چې رسول الله لمونځ کړى دى.
ډاکټر محمدالياس عبدالغني په خپل کتاب (مدينه منوره کې تاريخي مساجد)کې ليکي چې اګر که دسلع دغره په لمن کې اوس شپږ مساجد دي چې تاريخپوهانوټول د فتح په نوم نومولي دي سره له دې په څوارلسمه سليزه کې دلته اوه مسجدونه مشهور وو دهغه په اند کېدلى شي چې دا اوم مسجد دبني حرام مسجد وي چې د فتح دمسجدونوجنوب ته پروت دى، خو ځينې بآور لري چې اوم مسجد به (رايه)وي چې له خندق سره نږدې پروت دى.
دفتحې مسجد
دامسجد د سلع  غره لوېديځ  ته په يوه برخه کې جوړ شوى د رسول الله ص همدلته کفاروته ښېرا وکړې او د الله ج په امر بد توند باد  راوالوت ،دکفارو خيمې يې ونړولې ،اوهرڅه يې ورته خراب کړل او وتښتېدل  هيتمي وايي چې ديته ځکه د فتحې مسجد وايي چې پر رسول الله ص همدلته دالله ج لخوا د فتحې زېرى وشو.
دېته مسجد ته احزاب نوم هم ورکول شوى داځکه چې رسول الله ص په همدې ځاى کې دده پرضد راغونډو شويو کفارواحزابوته ته ښېرا کړې دي، دامسجد په اعلى هم مشهور دى ځکه چې په لوړه په غره کې جوړ شوى دى  .
دامسجد لومړى ځل حضرت عمر ابن عبدالعزيز جوړ کړ بيا د عبيدى پاچا يو وزير امير سيف الدين الحسين ابن آبي الهجا په ٥٧٥ هـ س  له سره آباد کړ بياپه ١٢٧٠ه س کې لومړى سلطان عبدالمجيد له سره ورغوه، چې اوسنۍ ودانۍ يې هم همدا د سلطان عبدالمجيد ددور ده بياملک فهد په  ١٤١١ هـ س کې له سره ورغاوه، ډېرې ښکلې جالۍ يې ورته ولګولې، ډېر  يې  ښکلى کړ اوډېر ګران بيه توره تيږه يې پکې وکاروله، د اوسني مسجد دالان  ٨،٥٠متره او پلنوالى يې ٣،٥٠ متره دى او له ځمکې ٤،٥٠متره لوړ جوړ شوى دى.
د حضرت سلمان فارسي مسجد
حضرت سلمان فارسي يو ډېر جليل القدره صحابي دى، نوم يې سلمان بن اسلام ابوعبدالله فارسي دى، داوسني ايران (پخوانى فارس)د رامهر مز خو د ځينو په وينا داصفهان اوسېدونکى دى، هغه هلته اورېدلي وو چې رسول الله ص ښکاره کېدونکى دى نو در سول الله ص په لټون راخوځېدلى وو پر لاره خلکو بندي او مريی کړى ترهغې چې مدينې منورې ته راورسېد دلته يې اسلام  راوړ خو د بدر اواحد په غزا کې شريک نشو داځکه چې هغه  دامهال مريى وو لومړۍ غزا چې هغه په کې ګډون وکړ د خندق غزا وه .هغه له ٣٠ ه س وروسته وفات شو د فتح مسجد لاندې سهيل خواته پروت مسجد د همده په نوم يادېږي. حضرت سلمان فارسي رسو ل الله ص ته د خندق کندلو مشوره ورکړې وه، اوس چې په کوم ځاى کې دده په نوم مسجد جوړ دى حضرت حارث بن فضل وايي چې رسول الله ص  دلته لمونځ هم کړى دى ، حضرت عبدالله ابن معاويه هم همدا وينا کوي.