
دحج يونليک
يواويايمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
((اتفاق په
پښتانه کې پيدانه شو))
يوه ورځ دحرم په دوهم
پوړ کې روان وم چې په ويلچر کې ناست يوتن راباندې غږ وکړ ويل يې چې په تلوېزيون کې مې ډېر ليدلى يې ستا ديني او
سياسي نظر مې خوښ اوزموږ دزړه تنده ماتوې نوځکه مې وغوښتل چې له نږدې درسره وګورم
دې شخص خپل نوم عبدالوکيل مددخېل معرفي کړ ويې ويل چې تراتم ټولګي يې درس ويلى او
پخپله يې ځان په تمانچه ويشتى دى اوس يې لاس اوپښې کار نه کوي له مددخېل سره
موډېرې سياسي او شخصي خبرې وکړې ويې ويل چې په ښرنه کې صرافي، په اسلام آباد کې د
رخت غټ پلورنځى اودکابل په منډوي کې درې پوړيزه لوى لوى سرايونه، ميوند جادې ته
نږدې د منډوي په خوله کې بل سراى لري، ده وويل چې پلار يې حاجي ګلاغا نومېږي او له درې ميندو ټول ١٦
وروڼه دي خو د بې اتفاقۍ ناروغۍ پکې ځاى موندلى دى .ده وويل چې ددوى په سرايونوکې
دهر دوکان دکرايې ارزښت تر ٥٠زرو افغانيو دى خودوى تر ١٥زرو افغانيواخلي او دوى د
بې اتفاقۍ له کبله دوکانداران داکمه کرايه
هم پوره نه ورکوي.
ماله سره ځان سره
وويل چې ١٦وروڼه او دومره شتمني خو غټه پانګه او دا لله ستره لورينه ده خو
زموږ پښتانه له دې لوريينې هم ګټه نه شي اخستلى.
دپښتنولوړ بيې شتمنۍ
فيلسوف ،ارواپوه ، شاعر او خان ارواښادخوشحال خان خټک درې سوه کاله پخوا دپښتون پر دې حالت ژړلي و :
اتفاق په پښتانه کې پيدانشو
ګني مابه دمغل ګريوان
پاره که
مددخېل وويل چې له راديو
يې اورېدلي چې سعودي هر کال دحاجيانوله درکه ٣٠ميليارده ډالر ګټي.
دمولوي
احمدي جګړه
سحر لس بجې له حرم
څخه خونې ته لاړم ګورم چې دعمارې په مخ کې دحاجيانو بيروبار دى کله چې خونې ته
ننوتم نو مولوي احمدي له غوسې تک سور اوښتى دى چيغې وهي،پټکې کوي (اينا مسلمان
نيستن ،تجار هستن ، سريک چک او((آب ))گوز شان ميره) ورته مې وويل چې حوصله وکړه څه
خبره ده، هغه وويل : زموږپخوونکي ( اشپز)
قاري ته دشرکت يوتن مسؤول حاجي عبدالله په
غوسه شوى و چې ولې يې ډېرې اوبه کارولې دي، اشپز خفه شوى اوس يې استعفى کړې او له
شرکت څخه يې خپله تزکيه اخستله خو حاجي عبدالله يې پر تزکيه پاڼه لاسليک نه کاوه
دشرکت پرځاى يې په تز کيه پاڼه ما( مولوي احمدي) لاسليک وکړ ،وروسته حاجي
عبدالله ما(مولوي احمدي) ته ښکنځل وکړل چې
ولې مې دا لاسليک کړى دى ))
ددواړو جنجال شوى و يوبل ته يې ښکنځل کړي وو
حاجي عبدالله غوښتل چې مولوي احمدي وشړي خو احمدي ورپسې ټول حاجيان د احتجاچ په
ډول راوېستي وو غوښتل يې لاريون وکړي، بالاخره ما او ګلاغا دواړوته خبرې وکړې او
ستونزه موهواره کړه.
دحرم
کتابتون
يوه ورځ مازيګر زه،
استاد عنايت الله ،دهغه ملګري ګل احمد او ... دحرم کتابتون ته ولاړو،دحرم کتابتون
په هغه ځاى کې جوړ شوى چې دحضرت محمدص زوکړه پکې شوېده،دلته لوى کتابتون دى خود حج
په ورځوکې دبيروبار له کبله دعامو خلکو پر مخ بند وي ددې کتابتون په مخ کې پر
حاجيانو هغه کتابونه وړيا وېشل کېږي چې د توحيد، زيارتونو او عقيدې په اړه سلفي
نظر څرګندوي،همداراز هغه کتابونه چې سعودي چارواکيو دشيعيت په رد کې ليکلي او ټوله محتواى يې د شيعه ګانو
،دهغوى د افراطيت ټکونه، دشيعيت د څانګو او عقايدو او موضوعاتو څېړنه ده يعنې دلته
د شيعيت پر ضد يو کلک تبليغاتي سنګر تود ساتل شوى دى داکتابونه په ډېرو ژبو ليکل
شوي دي ماهم پښتو او فارسي کتابونه واخستل
دلته مو ډېر عکسونه هم واخستل.
دلته سړي ته
دمسلمانانو پردردوونکي حالت او خپلمنځيواختلافاتو افسوس ورشي،داانرژي چې سعودي
عربان يې دشيعه مسلمانانو پرضد کاروي او يا برعکس که دکفارو او داسلام او اسلامي
نړ ددښمنانو پر ضد وکارول شي نو داسلام وړانګې به دنړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلې وې.
دکتابتون مسؤولينو
هلته په انګليسي ،عربي،فارسي او اردو ژبو ليکلي دي چې په دې ځاى کې درسول الله ص
زوکړه يقيني نده نوځکه يې ښکلول ،لمسول او ... رواندي.
دحرم نقاشي
دحرم لومړى او دوهم
پوړ درې ،درې برخې لري ددوهم پوړ دوهمه يا منځنۍ برخه دملک عبدالعزيز په وخت کې
جوړ ه شوې ،دحرم فرش زېړ، نخودي، تور او
نور مختلط رنګونه لري، ډېر ښکلي او ساده رنګونه .
ستنې يې چپس او مرمر
دي هغه چې ګول يا ګردې دي هغه چپس او هغه چې څلور ګوټيزې دي ، مرمررنګه دانې پکې
لګېدلي دي.
په ستنوکې ښکلې
کمانونه، له ګچو جوړ ګلان، چت يې صفر يا ميده چپس په ګلابي ،نخودي شير چه يي او
نورو رنګونوکې، دستنو لا ندينۍ برخه کې
،تور،پايزاره،ده په چت او پايوکې په زرګونه قنديلونه اوپکي دي ،دريمه برخه چې ملک
فهد جوړه کړېده ډېره ښکلې او عصري ده، دهرې ستن لپاره ځانته جوړ شوي د ډېر عالي
کيفيت تک سپين مرمر دي،په هره ستن کې هم يې په سر اوهم يې لاندې څلور خواوو ته
ايرکنډېشنونه لګېدلي دي.
پروسږکال چې کله د
صفا او مروه لار پراخېدله نو هلته هم په عصري بڼه کار وشو او ټولې لارې په ايرکنډېشن
سمبال شوې اوس دصفا او مروه ترمنځ پنځه لارې دي
يوه يې ځمکتلى (زېرزميني)او څلور دځمکې په سر دي.
حج ته
هوايي او که دځمکې له لارې ؟
ماته پرځمکه سفر له هوايي سفر څخه ډېر خوند راکوي ، ځکه چې
پرځمکه تلل خوسياحت وي دنيا او مافيها او دخلکو رنګارنګي ويني خو له بده مرغه چې
داهرڅه په امنيت پورې تړلي دي ، اردن دسعودي ګاونډى هېواد دى او ددې هېواد حاجيان هم حج ته په موټروکې راځي، ددوى څه ملګري زموږترڅنګ
اوسېدل کله چې بېرته تلل نو له لسو ډېر٣٠٣
ته ورته موټروکې يې خپل سامانونه بار کړي وو ددوى موټر و د سعودي او اردن
دکورنيو چارو دوزارتونو اجازه پاڼې چې دترحيل شمېره ،دموټر نمبرپلېټ ، دراتللو
نېټه ،له سعودي څخه دوتلو نېټه ،د سپرليو شمېره ،دسپرليو نومونه هرڅه د موټر په
مخامخ شيشه لګېدلي او ټولو يوځاى حرکت وکړ، دې کار ماته ډېر خوند راکړ او هغو
شېبوته يې وروستلم چې له افغانستان څخه به هم خلک په موټروکې حج ته تلل ،هغه هم له
پوره سکون او اطمئنان سره . زما،نه يادېږي خو له مشرانو مې اورېدلي چې شاوخوا پنځه دېرش کاله وړاندې زموږ له کلي څخه هم څلورتنه چې يو پکې زموږ دحج دملګري غلام دستګير پلار حاجي غلام
سخي دى( الله دې لاهم اوږدعمر او ښه صحت ورکړي )
دملک باباجان په موټر کې حج ته لاړل
ملک بابا له هريوه څخه په غالب ګومان څلور څلور زره افغانۍ واخستې او له درونټې څخه کعبې ته په موټر کې روان شول سفر يې ډېر خوندور و اوډېرځايونه او هېوادونه
يې ليدلي و .