
بیګاه شپه د وږي په ۱۱ نېټه د طلوع تلویزیون تودې خبرې پروګرام کې د کرزي له
خوا په کابل کې پر نویو دندو د عمر داودزي او رحمت الله نبیل د ټاکل کېدو په اړه
خبرې روانې وې، د میز ګډون کوونکي عبد الجبار شلګری د حزب اسلامي غړی، مولانا فرید
د ملي ائتلاف غړی او د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون رئیس همایون همایون وو.
کوم ټکی چې زه یې
ددې لیکنې لیکلو ته اړ کړم هغه د همایون همایون یوه له حقیقت نه ډکه او له واقعیت
سره چسپېدلې خبره، نوموړي دوه درې ځله د خپلو خبرو په ترڅ کې په رسا آواز او
څرګندو ټکو کې وویل چې راتلونکي انتخابات انتخابات نه دي، کیسه په بله روانه ده، د
شفافو انتخاباتو لپاره څوک تیاری نه لري، او نه یې غواړي، کرزی او نور ملګري یې
غواړي هسې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. ځکه خو زه په خپل
ولس غږ کوم چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړئ، او نه له کورونو نه بهر را ووزئ،کرار
په خپلو کورونو کې کېښنئ، کېږي به هغه چې مخکې له مخکې شوي دي، خو هسې ستاسو رایې
به د یو سند په توګه وړاندې کېږي چې دا دي دا ټاکنې د ولس د رایو په نتیجه کې را
منځ ته شوې دي.
په پای کې یې یو ځل بیا
وویل چې زه ولس ته یو وړاندیز لرم او هغه دا چې ګورئ په انتخاباتو کې ګډون ونه
کړئ!!
همایون همایون په ډېره بې
پروایئ سره ورته وویل: زه حقایق وایم، که دا خبره طالبان کوي هم حقایق وایي!
لومړی:
کېدای شي دا خبره
به په هغه وخت کې ډېرو ته د منلو نه وه، ډېرو به دا فکر کړی وي چې دا خبره پر ځای
نه ده، خو اوس چې په کابل کې د ولسي جرګې یو عادي غړی نه بلکې ددفاعي کمیسیون مشر
د تلویزیون له لارې په ټول ولس غږ کوي چې راتلونکي انتخابات هسې ډرامه ده، ګډون مه
پکې کوئ بې شکه چې د طالبانو په سیاسي بصیرت، له حالاتو سره په معقول تعامل او د
پېښو په وړاندې د پاخه او باتدبیره دريځ په خپلولو دلالت کوي. په دې توګه له ډېرو
سره د طالبانو د راتلونکي په اړه نوې هیلې را ټوکوي. دوهم:
دریم:
ایمل نوري