
۴۸ بریتانویانې باور لري چې ږیرې والا
سړي ډېر جلبوونکي، پاروونکي، او له نارینتوب نه برخمن دي.
http://maktoob.helwa.yahoo.com/%D8%B9%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%A7%D8%AA-%D8%B2%D8%B1%D8%B9-%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%AD%D9%8A%D8%A9-%D8%AA%D9%82%D9%81%D8%B2-%D8%A8%D9%86%D8%B3%D8%A8%D8%A9-13-051705804.html
یادونې:
۱ – کله
چې غربیان له انساني فطرت نه پردي شول، د الهي سنتو دښمنۍ ته یې بډې را ووهلې، له
پېړیو پېړیو تجربو وروسته اوس په غیر شعوري ډول بیرته د سلیم فطرت په لوري مخه
کوي! او له همدې نه ښه څرکندېږی چې د اسلام مبارک دین د فطرت دین دی، د اسلام
احکام هېڅ کله له انساني فطرت سره په ټکر کې نه دي، هر هغه حکم چې اسلام امر پرې
کوي، او یا یې ښه ګڼې په هېڅ ډول له مادي او یا هم له معنوي ګټو خالي نه دي.
دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث مبارک کې فرمايي چې الله جل جلاله
په هغو ښځو لعنت وايي چې ځان د نارینه وو په څېر کوي او پر هغو نارینه وو لعنت
وايې چې ځان د ښځو په څېر کوي، کېدای شي یو لامل یې دا وي چې دغه ډول نارینه او
ښځې له فطرت سره دښمني کوي، د فطرت طبیعي ښکلا نه مني.
او دا چې زیاتره ښځې ږیرې والا سړي خوښوي، او ټول سړي ويښتو والا مېرمن خوښوي لامل
یې دا دی چې انسان په فطري ډول فطري ښکلا او ښایست خوښوي، او د نر فطري ښکلا
په ږیره او د ښځې په ویښتانو کې ده، که لږ دقیق پام وشي د نارینه لپاره د ږیرې
خرییل داسې دي لکه د ښځو لپاره د ویښتانو خرییل!
۴ -
ولې په هره ټولنه کې سړي د هلکانو او ښځو په پرتله درانه وي؟ او یا هلک ولې
تر هغه پورې چې ږیره یې نه وي راغلې په غیر شعوري ډول تېز او چابک حرکتونه کوي؟
ځغلې را ځغلې! ځکه چې سنګین والی لا نه وي پکې راغلی، او د سنګین والي یوه نښه
ږیره ده!
په
عام ډول په ټولو ټولنو کې د سړو او ښځو حرکات او سکنات توپیر لري، د ښځو په ناستو
پاستو کې شور ماشور، خنداوې، غال مغال وي، خو د سړو په ناستو پاستو کې که هر څو
ډېر سره غونډ شي یو رنګه آرامي او سکون وي!!
همدلته
سړي ته د محدثینو کرامو او فقهای کرامو هغه ایماني او فطري فراست مخې ته درېږي چې
د ږیرې خرییل یې د عدالت او شهادت ورکولو منافي ګڼلي دي! دږیرې او بې ږېرې والا تر
منځ یې توپیر کړی.
۶ - سره
له دې چې ډېر خلک ږیرې خریي خو بیا هم په عام ډول خپل وجدان او ضمیر ته یو رنګه
ملامت وي چې ولې ږیره خریي؟ او کله چې له داسې کوم سړي سره مخ شي چې هغه ږیره لري
دی د هغه په وړاندې د کمي احساس کوی! همغه د پورتنۍ څېړنې خبره ده چې ږیره په سړي
کې د نارینتوب احساس پیاوړی کوي، او چې نه وي نو نارینتوب یو څه کمزوری غوندې وي!
۷ – ددې
معنی دا نه ده چې هر بې ږیرې سړی به سپک وي او هر ږیرې والا به دروند سړی وي، بلکې
دا هسې په عام ډول، که نه په ږیرو والا کې داسې سړي شته چې له دوی نه ځینې بې ږیرې
والا ډېر درانه او سنګین وي.
۸ – ډېر
د افسوس ځای دا دی چې نن ورځ غربي نړۍ ورو ورو عملا اسلام او داسلام مبارکو
ارشاداتو او فطرت ته په خپله خوښه او په شعوري ډول مخه کوي، خو زمونږ په اسلامي
ټولنو کې بیا ډېری خلک ورو ورو او ورځ تر بلې له فطرت سره دښمني کوي! له اسلام او
د اسلام له مبارکو ارشاداتو مخ اړوي! یقینا چې دا ډېر د اندېښنې وړ او افسوس
ځای دی!
۹ – په
هر مسلمان لازمه ده چې تر خپله وسه د اسلام په احکامو کې تدبر وکړي، ځکه خو قرآن
کریم بار بار ټینګار کوي چې د الله جل جلاله په مخلوقاتو، د الله جل جلاله په
حکمتونو کې تدبر وکړئ، قرآن کریم په تدبر سره ولولئ، تر څو عملا د اسلام په حقانیت
وپوهېږئ!
۱۰ - په
پورتنۍ څېړنه کې یو ځای راځي چې ( دغه پېښه ځينې مشهور کسان د ږیرو په
پرېښودلو سره په خپله نارینيي بڼه پر مخ وړي )، دلته د پام وړ ټکی دا دی چې په دغه
لیکنه کې د ( مظهر الرجل یعني نارینیي بڼه ) ټکی راغلی په دې معنی چې ږیره د
نارینيي بڼې نښه ده، او بې ږیرېتوب د ښځینه بڼې نښه ده. دا چې ځینې کسان یې خرییي
په حقیقت کې د نارینه بڼه په ښځینه بڼه بدلوي.