د مصر د کودتا په هکله د سعودي د۵۶ لویو علمای کرامو ګډه فتوی!

۵۶بسم الله الرحمن الرحیم  الحمد لله رب العالمین، ولي الصالحین، وناصر المظلومین، قاصم الجبابرة والظالمین، والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله و صحابته اجمعین.


 یقینا چې په اهل علم باندې ددغه فعلي او راتلونکو خطرناکو پېښو په وړاندې، له دې وجې چې الله جل جلاله پر دوی باندې د حق بیان لازم کړی ، لوړ مقام یې ور کړی، او د امت د رهبرۍ پېرزوینه یې پرې کړې، لازمي ده چې د هغه څه په هکله چې په مصر کې پېښ شول شرعي دريځ بیان، او ددغه کودتاه پس منظر، او راتلونکي متوقعه خطرناکو پيېښو حقیقت په لاندې ډول روښانه کړي:

 هغه څه چې په مصر کې پېښ شول، د دفاع وزیر له خوا منتخب ولسمشر عزل کړل شو، دا په حقیقت کې بشپړه کودتاه وه، او دا یو حرام او مجرم عمل دی، مونږ یې ردوو؛ ځکه چې دا د شرعي منتخب حاکم په وړاندې څرګند بغاوت دی، او د ولس له ارادې نه ښکاره سرغړونه ده، ټول هغه اجراءات چې په دغه کودتا باندې مرتب شول په تاکید سره یې باطل ګڼو، او دهغو ځینو دولتونو د کړنو په وړاندې د اعتراض او حیرت اظهار کوو چې په یوه منډه یې دغه کودتاه په رسمیت وپېژندله، سره له دې چې دا د مصري ولس د ارادې خلاف عمل و، د شرعي او منتخب حاکم په وړاندې بغاوت و، دا په هغه اثم او عدوان کې مرسته کول دي چې شرعا منع شوی - الله دې نه کړي - که مصر په کورنۍ جګړه او ګډوډۍ کې ور داخل شي د دوی دريځ به د ټولو لپاره خطرناکې منفي پایلې ولري.

دریم:  دا له هېچا هم پټه نه ده چې د مرسي دحکومت ناکامول، یو قصدي او پروګرام شوی کار و، چې د ستونزو د را پورته کولو او د پرمختګ په وړاندې د خنډونو د راپیدا کولو له لارې تر سره شو، او بل دا چې  د بنسټيزو خدماتو لکه برېښنا، ګاز، تیلو او اوړو، واک د ژور حکومت ( حسني مبارک ) د کسانو په لاس کې وو، هغوی عام ذهنیت د مرسي او د حکومت په ضد یې را وپارولو.

پنځم: مونږ هغه له سخت دریځۍ نه ډکې کړنې، او هیبتناکې قصدي وژنې، او یوازې د کودتاه پر ضد د لاریون کولو په جرم په لمانځه او میدانونو کې د سلګونو  سوله ایزو لاریون کوونکو په نښه کول چې پوځ او امنیت تر سره کړل، غندو او محکوموو یې، سره له دې چې ددوی د امنیت ساتنه د پوڅ او امنیتي ارګانونو مسولیت دی.
آیا د  الله جل جلاله  دې قول ددوی  دغوږونو پردې و نه کړنګولې: “وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا” وقول رسول الله صلى الله عليه وسلم: “لزوال الدنيا أهون على الله عز وجل من سفك دم مسلم بغير حق”.  ترجمه: ( او چا چې  قصدا یو مومن ووژلو نو جزا یې جهنم دی، تل به پکې وي، الله جل جلاله به پرې په غوسه وي، لعنت به پرې وايي، او ډېر لوی عذاب یې ورته تیار کړی)  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول: ( خامخا د الله عز وجل په وړاندې ددنیا ړنګېدل  په ناحقه سره د مسلمان د وینې له تویولو نه ډېر آسانه دي )شپږم:  مونږ ټولو ته په تاکید سره وایو چې د ولسمشر مرسی عزل کول په دې نامه چې دولت یې اخواني کولو یوه بهانه او ځک ته لاس اچول دي، حق خبره دا ده چې د مرسي حکومت ځکه ړنګ کړل شو چې اسلامي او ملي لوری یې درلود.
اووم: له همدې کبله د ځینو  ګوندونو، جهتونو او شخصیتونو کودتاه ملاتړی دریځ غندو، او وایو:  زمونږ شریعت د شرعي حاکم په وړاندې بغاوت ردوي، بلکې له مشروع لارو یې د نصیحت او حساب وکتاب غوښتنه کوي، زمونږ له عقېدې نه په عهد او عقد باندې وفا کول دي، که څه هم چې هغوی ( مشران ) ځان غوښتونکي وي، ( زمونږ حقوق نه را کوي ).


نهم:   د مصر په هوښیارانو لازمه ده چې له چوپ پاتې کېدو او شکمن کېدو څخه را ووزي، د ستونزې ښکېل لوري دې د مصلحتونو او د مصري ولس د لاسته راوړنو په لوري، او دېته وهڅوي چې دستونزو په هواري کې باید خبرو، او د اختلاف په له منځه وړلو کې باید ټاکنو ته مراجعه وکړي.  په دې ځای کې مونږ د ازهر دعلماوو دجبهې ، او د مصر د نورو علماوو دريځ ستایو، کومو چې د حق آواز پورته کړ، کودتاه یې رد کړه، ټولو علماوو، دعوتګرانو، روڼ اندو، او د نظر خاوندانو ته د کودتاه پر وړاندې د ودرېدلو اړتیا ور په یادوو.

  بې له شکه چې د پوځ په جرایمو سکوت کول له دوی سره خیانت دی، او ملاتړ کول یې له امت او د آزادۍ او کرامت په هکله د ولسونو له هیلو سره خیانت دی.
یوولسم: مونږ له ټولو هغو کسانو سره په خپل ملاتړ ټينګار کوو چې د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي بیرته راتګ غواړي، په خپل دريځ ټینګار کولو او په دې هکله د ستونزو په ګاللو کې له الله جل جلاله نه د اجر غوښتلو ته یې رابولو، دوی په حق دي، غوښتنې یې قانوني دي، مونږ سپارښتنه ورته کوو چې خپله غوسه کنترول کړي، هغوی چې د د فتنې په اچولو سره د لا زیاتو وژنو لپاره بهانې جوړوي دهغوی دا لارې دې ور بندې کړي.
دولسم:خپلو ځانونو او په مصر او نورو ځایونو کې خپلو خلکو ته ور په یادوو چې هغه څه چې روان دي دا د الله تعالی تقدیر دی، او دا د حق او باطل ، علمانیت او اسلام، سردارۍ او غلامۍ تر منځ د ټکر له مواردو نه یو مورد دی،  خپل کار ښه ټینګ کړئ، د هغه کودتاه په وړاندې ودرېږئ کومه چې ستاسو د قانوني موسساتو په معطل کولو، او بیا وروسته د لمونځ کوونکو په وژنه یې پیل وکړ.

 بإيمانكم واصبروا
 مقدس شریعت ته درجوع او تحکیم آواز پورته کړئ؛ ځکه په همدې کې آزادي او عدل دی، او همدا تر ټولو ښه قانون دی.

  په پای کې بې له شکه په مونږ باندې لازمه ده چې د خپلو عیبونو په لیدلو کې زړور و اوسو، هغه عیبونه چې بې له شکه زمونږ دکمزورۍ هغه ټکي وو چې دښمن وکولی شوای له هغو نه را ننوزي، او ددې ټولو عیبونو په سر کې زمونږ اختلاف، خپل ګوند او ډلې ته تعصب کول دي، په مصر کې خپلو خلکو ته له الله جل جلاله نه په ییره او په کلکه رسۍ یې د منګلو ټینګولو او په سمه لار یې د ټینګ پاتې کېدو سپارښتنه کوو.

“وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”
الله تعالی فرمايي
  28لاسلیک کوونکي
. فضيلة الشيخ  د.محمد بن ناصر السحيباني،  2. فضيلة الشيخ أ.د.علي بن سعيد الغامدي4. فضيلة الشيخ د.أحمد بن عبدالله الزهراني ، 5. فضيلة الشيخ د.عبدالعزيز بن عبدالمحسن التركي7. فضيلة الشيخ د.حسن بن صالح الحميد ، 8. فضيلة الشيخ د.محمد بن عبدالعزيز الخضيري 10. فضيلة الشيخ د.سعيد بن ناصر الغامدي ،  11. فضيلة الشيخ فهد بن محمد بن عساكر 13. فضيلة الشيخ عبدالله بن فهد السلوم،  14. فضيلة الشيخ د.عبدالله بن عبدالعزيز الزايدي،  16. فضيلة الشيخ العباس بن أحمد الحازمي، ،  19. فضيلة الشيخ سعد بن ناصر الغنام،  21. فضيلة الشيخ محمد بن سليمان المسعود، ،  24. فضيلة الشيخ حمود بن ظافر الشهري،  26. فضيلة الشيخ محمود بن إبراهيم الزهراني، ،  29. فضيلة الشيخ إبراهيم بن عبدالرحمن التركي، ،  32. فضيلة الشيخ إبراهيم بن عبدالرحمن القرعاوي، ،  35. فضيلة الشيخ محمد مبارك بن جربوع 37. فضيلة الشيخ خالد بن محمد البريدي،  38. فضيلة الشيخ صالح بن عبدالله الفايزي 40. فضيلة الشيخ علي بن صالح آل مخفور،  41. فضيلة الشيخ محمد بن عبد العزيز الغفيلي، ،  44. فضيلة الشيخ راشد بن عبدالعزيز الراشد آل حميد،  45. فضيلة الشيخ عبدالعزيز بن محمد النغيمشي،  47. فضيلة الشيخ حمدان بن عبدالرحمن الشرقي، ،  50. فضيلة الشيخ عبدالعزيزبن عبدالله الوهيبي، ،  53. فضيلة الشيخ أحمد بن عبدالله المهوس، ،  56. فضيلة الشيخ عبدالرحمن بن عبدالله العيد.
http://mnshoor.net/17026/56-%D9%85%D9%86-%D9%83%D8%A8%D8%A7%D8%B1 
علمای کرامو د مبارکې روژې په ۲۸ همه کې د حکومت د رسمې شمېرې پر بنسټ ، او۱۵۰مبارکو   له اختر نه وروسته د رابعه او النهضه په میدانونو پوځ او امنیت یرغل ور وړ، تر زیات کسان یې په شهادت ورسول، او  تر لسو زرو پورې یې ټپیان کړل، په زرهاوو یې زندانونو ته واچول، چې اوس هم دا لړۍ لا روانه ده.

۵۶الله جل جلاله دې دغه اونور ټول حقاني علمای کرام په خپل حفظ او امان کې وساتي، او الله جل جلاله دې هر وخت په هر ځای کې علمای کرامو ته دا رنګه دحق ویلو توفیق ور په برخه کړي. دغه زړور ګام په حقیقت کې هر با احساسه مسلمان ته دا درس ورکوي چې د حق په ویلو کې باید د هېچا پروا و نه ساتي، یوازې او یوازې د الله جل جلاله رضا خپل هدف وګرځوي.