دحرمينوهنداره (۷۰)


 
دحج يونليک
اويايمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
له حديبيې څخه احرام
وړاندې مو هم وويل چې ماڅو عمرې وکړې خو دهرې عمرې لپاره مو دمکې له يونوي ميقات څخه احرام تاړه،ډېرحاجيان له تنعيم څخه دعمرې احرام تړي ځکه چې تنعيم يادحضرت عايشې مسجد حرم ته ترټولونږدې ميقات دى،خو د تنوع او ددې لپاره چې مکه معظمه اوشاوخوايې ښه وګورم دمکې له ټولو ميقاتونو څخه مې احرام تاړه
 د ذوالحجې په نولسمه نهه ملګري سحر وختي حديبيې ته روان شو فلاينګ کوچ موټر مو په ١٨٠رياله دوه طرفه ونيوه،دحديبيې اوسنى نوم شميسي دى،موټر دحديبيې پرسړک پرشارع منصور لوېديځ ته مايل شمال خواته روان شو.
له ښاره بهر چې ووتلونوله شګو پرډکو دښتو ورننوتلو په دښته کې دکوچيانوکېږدۍ اواوښان څوڅوځايه ليدل کېدل، دې کوچيانو اواوښانوماته دعربو تاريخ ،کوچيانى او بدوي ژوندراپه زړه کړ،کوچيتوب سخت کار دى خو ژونديې له سکون، اطمينان او  ارام څخه ډک دى، زموږ دموټر تر ټايرونو لاندې سړک دوه طرفه وو ترمنځ يې پراخ ګلدان او هرسړک بياڅلور کرښې درلودې چې په يو وخت کې پرې څلور موټره ښه پراخ تللى شول، دواړو خواووته دپليو خلکو لپاره پراخه لوړه لاره وه.
پرلارمويومسجد وليد ورته ښکته شو کوچنى مسجد و دڅښلو اوبه پکې وې خو داوداسه انتظام پکې نامناسب وو.
يولوى باغ مو هم وليد داسې ښکارېده چې دولتي دى په منځ کې يې چمن او فواره وه، زموږ ډريور وارخطا ښکارېده ددې باغ ترڅنګ د ودرېدلو مو ورته ونه ويل.
حديبيه کوچنى ځاى دى له مسجدڅخه ګرځنده او کانتينري پلورنځي راتاو و ،تسبې ،مسواکونه او د ډاليو لپاره نور توکي يې پلورل بازار يې کوچنى خو ګرم دى، دلته ګڼ ايرانيان او ترکان هم راغلي وو خو هغوى ډېر منظم وو، خپل لوى لوى موټر ورسره وو.
دلته مو ولمبل احرام مو وتاړه څو رکعته لمونځ مو وکړ او بېرته روان شو.
  جعرانه که جغرافيه؟ 
يوه ورځ مې خپلو بادغيسي ملګروته وويل چې داځل مو دعمرې احرام لپاره جعرانې ته بيايم له حاجي يار محمدڅخه د جعرانې نوم هېرشوى و  هره ورځ به يې راته ويل چې جغرافيې ته کله ځو؟
جعرانه مو د حرم په ميقاتونو کې در پېژندلې ده، مفسرين وايي چې د جاهليت په وخت کې په همدې نوم (جعرانه)يوه ښځه په اروايي ناروغۍ اخته وه، هغې به ټوله ورځ اوبدل کول ،ځان به يې ستړى کړ خو مازيګر به يې خپله کړې خوارې بېرته پر اوبولاهو کړه او خپل کړى کار به يې بېرته وسپړه،چې الله  ج يې هم په قرآن کې يادونه وکړه او ددې کار يې وغنده.
يار محمد به بار بار راته ويل چې جغرافيې (جعرانې )ته کله ځو بالاخره دذوالحجې په ٢٢مه ماښام مې ورته وويل چې سباسحر وختي جعرانې ته ځو، سباسحر درې بجې له خونو راووتو، دهلمند اوسېدونکى عبدالهادي چې په څه کم درې زره ډالره رشوت حج ته راغلى وو و هم راسره ملګرى شو او خپله کيسه يې راته وکړه ټول دولس کسه شو،فلاينګ کوچ مودلته هم دوطرفه په ١٨٠رياله په کرايه کړ، کله چې دمکې له ښاره ووتلونو دلومړي ځل لپاره مو ٢٣ورځې وروسته تياره وليدله داځکه چې مکه او حرم ټول تل چراغان دي.
جعرانه له حرم څخه کافي لرې ده، ډېر مزل مو وکړ، په جعرانه کې ډېر لوى او ښکلى مسجد جوړ شوى دى ،پريمانه دلمبلو او اوداسه ځايونه او پاکې بيت الخلاوې پکې دي، دغسل لپاره پريمانه او مناسبې (معتدلې)اوبه وې خو په تشناب کې دجامو ځوړندولو ځاى نه وو، غسلونه مو وکړل،په مسجدکې مې اته رکعته تهجد او دوه رکعته داحرام لمونځ وکړ او تلبيه مو وويله، دلته هم دنورو هېوادونو اتباع په منظم ډول راغلي وو، خپل لوى لوى موټر ورسره وو په دوى کې د ترکيې ،ماليزيا او اندونيزيا خلک وو، سم نيمايي يې  ښکلې انجونې دي له يوې ماليزيايۍ څخه مې په ماته ګوډه انګليسي وپوښتل چې ايا دا رښتياده چې تاسې له حج څخه وړاندې واده نه کوئ؟
خوهغه مې په خبره پوهه نه شوه له هغې خوا دمنى او جمرو له لارې دملک خالد پرسړک دحرم بيخ ته راووتلو ، کله چې حرم ته راورسېدو بيا هم لمانځه ته نيم ساعت پاتې وو له لمانځه وروسته مو عمره وکړه، ملګرو راته وويل: چې دسر نيمه برخه به درته اوس وخرييو او نيم به  په بله عمره کې وخرييې خوما ورسره ونه منل او ورته مې وويل چې نه ټول راته همدا اوس وخرييئ. نورو حاجيانو همدا سې کول،سربه يې څلور ځايه ووېشه په هر ځل عمره کې به يې يوه برخه خرييه چابه پکې ويالې جوړولې چابه په بياتي (قيچي)  څوتاره غوڅول په څو ثانيوکې به له احرامه ووت، خوزموږ مذهب څلورمه برخه ضرور بولي.
شاهد
زه په دې هڅه کې وم چې په حرم کې دننه يوبلد شخص پيدا اوملګرى کړم، چې په هره برخه کې بشپړ معلومات راکړي، يوځل مې د پنجاب د چکوال يو اوسېدونکى پيداکړ خو هغه ډېره دلچسپي  وانخسته بالاخره يوه ورځ مې د حرم په دريم  پوړکې يوځوان وليد چې خدمت يې کاوه ماورسره اردو پيل کړه، هغه هم سلام وکړ دځاى او وطن پوښتنه مې ترې وکړه ځان يې دپاکستان دخيبرپښتونخوا  معرفي کړ ماترې وپوښتل چې په خيبر پښتونخواکې دکوم ځاى يې ؟ ويې ويل چې دمردان بيامې ترې دکلي  پوښتنه وکړه حيران شو ماته يې وويل چې تا پاکستان ليدلى دى، ماورته په خندا وويل  چې پاکستان خوپرېږده په مردان کې هم بلد يم وايه دکوم کلي يې؟ ويې ويل چې دهوتي،بيامې ترې دډاکټرفاروق خان اوشيخ  بمبار پوښتنه وکړه، اودامې هم ورته وويل چې شيخ بمبار ماته هم اتلس کاله پخوا بخاري شريف او ابوداؤد راکړي وو .شاهد خوښ شو ويې خندل :(پنجه کړه بياخو کليوال وختلې)شاهدته مې وويل چې زه ژورنالېست يم غواړم چې دحج يونليک وليکم ،دخلکو ستونزې رابرسېره کړم، او دحرمينو يو رڼه هنداره له ځان سره يوسم ته له ماسره دمعلوماتو په اړه مرسته وکړه،هغه وويل چې دى خوپه همداسې چاپسې ګرځي چې ستونزې واوري او چارواکيوته يې ورسوي، شاهد وويل چې دى هم دابن لادن دشرکت په بلنه راغلى دى خو دى دڅلورومياشتو لپاره نه ،بلکې دډېر وخت لپاره راغلى دى او همدا اوس يې شپږ کاله کېږي چې دحرم خدمت کوي هغه وويل چې ددريم پوړ دپاکۍ مسؤول دى اوڅوتنه يې تر لاس لاندې کار کوي، شاهد لومړى راته دخپلو ستونزو ټغر وغوړاوه.
ويې ويل چې دسعودي حکومت ورسره ظلم کوي کار پرې ډېر کوي خو مزدوري يې کمه ٣٥٠رياله ده.
شاهد وويل چې دوى په دوو کالوکې  يواځې يوه نيمه مياشت رخصت لري او حکومت ورته په دوه کالو کې ايله يوځل دالوتکې دوه طرفه ټکټ ورکوي. شاهد زياته کړه چې دلته دځينو خلکو نيم عمر په مسافرۍ کې تېر شو او له ژوندڅخه يې هېڅ خوند وانه خست، ده وغوښتل چې حکومت بايد دحرم خادماتوته دکور راوستلو اجازه ورکړي او دکور اسانتياوې ورته برابرې کړي.
شاهد بېچاره راته خپله زړه وغوړاوه: (( په ٢٠٠٤ز کال مې واده وکړ اوپه ٢٠٠٥کې دلته راغللم په همدې څو مياشتوکې مې يوزوى درک شو خو لازېږېدلى نه وو چې دلته راغلم بياپه ٢٠٠٧کې په رخصتۍ لاړم يوه نيمه مياشت مې تېره کړه خو څه درک نشول،  دوه کاله وروسته په ٢٠٠٩ز کې چې بيالاړم نو زوى مې درک شو، مالا ليدلى نه دى خو اوس شپږ مياشتينى دى اوس شکر دوه زامن لرم خو دحرم په خادمانوکې داسې خلک شته چې لس کاله يې له واده  تېرشوي خو ياله سره اولاد نلري اويايو بچى لري داځکه چې کله دوى ديوې نيمې مياشتې لپاره کورته ځي نو څلور پنځه ورځې خوپه تګ راتګ يا د الوتکې په ټکټ اخستلو ،جدې ته په تللو او الوتکې ته په انتظار ،هلته له هوايي ډګر څخه په وتلو کورته په رسېدلو ،همدا راز  له هغې خواددې پروسې اوپړاوونو په وهلو تېرېږي ،هلته يې مېرمن يا جوړه يا ناجوړه وي دوه ځله خوپکې مياشتنى مريضي (حيض)هم  راشي څه کم شل ورځې هغه ونيسي اوښځه خوهم هروخت حمل اخستلوته چمتونه وي.
ده وويل چې له غم او ښادۍ خوبيخي خلاص دي او ځينو کسانو خوچې دلته يې پنځلس شپاړلس کاله تېر شوي خپل دوستان هېرکړي دي.
 د خوراک او پوشاک لپاره په مياشت کې يونيم سل رياله (هغه وخت ١٨٥٧ افغانۍ کېدلې )ورکوي چې ددوى لګښت نه پوره کوي. شاهد زياته کړه دحرم په کومو ځايونوکې چې خادمانوته حاجيان ډېر خيرات (سبيل)ورکوي نو دسعودي يا عرب مديران هلته خپل کسان ټاکي او پيسې ورسره وېشي.
شاهد دحرم په هره برخه کې معلومات راکول، زه به چې حرم ته لاړم ده ته به مې زنګ وواهه ده به هم خپل کار بشپړ او ماته به راغى او دحرم په دريم پوړ کې دده دمسؤوليت په ساحه کې به مو بنډار پيل کړ.
هره ورځ ياپه هره ناسته کې به مو پر يوې برخې بحث کاوه.
شاهدوويل چې دحرم عرب مديران کله کله پردوى غوسې کوي اوپه همدې کم معاش کې يې کسر معاش کوي.  دامهال دحرم عمومي مدير عمود نومېږي. شاهد وويل چې دسعودي دقانون له مخې له  ٢٢ کالو کم عمروته  په حرم کې دخدمت ويزه نه ورکول کېږي خو دنورو اسلامي هېوادونو ځينې نېستمن او اړ کوچنيان ياد ١٧ يا ١٨کالو هلکان ځانته بله تذکره يا شناختي کارډ جوړ  اوخپل عمر پکې ٢٢ يا ٢٣کاله  ښيي ويزه واخلي اودلته راشي چې دلته بيا ترې دحرم ځينې نااهله مديران ناوړه ګټه اخلي. دشاهد په وينا،حرم د ښه نظافت لپاره په لسو برخو ېشل شوى دى او هر ه برخه يې ځانته ډله او ګروپ لري .شاهد زماديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر اوسه داسې وخت ندى راغلى چې مطاف له طواف کوونکيو خالي شوى وي څلېرويشت ساعته طواف روان وي، ممکن ځينې وخت دطواف کوونکيو شمېر کم اوطواف دمقام ابراهيم اوکعبې تر منځ وي او ممکن کله کله تکړه سړى په هر طواف کې حجر اسود ښکلولى وشي خو هېڅکله هم داسې وخت ندى راغلى چې په مطاف کې طواف کوونکي نه وي .دحج په ورځوکې خو طواف کوونکي  بلکل په مطاف کې نه ځايېږي .شاهد وويل چې کوتره، چيڼچڼه او توتکۍ له کعبې څخه طواف کوي. کله کله ټپوس هم طواف کوي خو نور الوتونکي نه راځي دده په وينا ،دټولو زرګونو کوترو رنګ  سپين او خړ دى نور رنګونه پکې نشته دي.
دشاهد په وينا، سعودي حکومت دخپلو اتباعو ډېر احترام کوي دسعودي خلک ډېر حجونه نه کوي خو درمضان په مياشت کې اوپه ځانګړې ډول درمضان المبارک په وروستۍ لسيزه کې عمروته ډېر راځي. په دې مياشت کې چارواکي په  ټول مطاف ،لومړي،دوهم او دريم پوړآن لارو کې غالۍ غوړوي.
  په بمبو او ترموزونوکې پريمانه يخ زمزم هرچېرې رسوي ټېل ماټېل او بيروبار نه وي.
دسعودي چارواکيو په آندپه عامو حاجيانوکې نا پوهان ډېر وي خو د رمضان په عمره او اعتکاف کوونکيوکې پوه خلک ډېر دي.
شاهد دمطاف دمرمروپه اړه وويل چې دا مرمر طبعي نه دي، بلکې دسعودي حکومت په تايلندکې په فرمايشي ډول جوړ کړي دي داتيګه له کيميکلو او نورو داسې موادو جوړه شوې ده چې که هوا  هرڅومره توده شي نوبياهم دا تيګه نه ګرمېږي اونه پښې سوځوي  دايوه تيګه چې پلنوالى يې يو فټ او اوږدوالى يې درې نيم فټه دى په پنځوس زره رياله جوړه شوې او ټول مطاف اودريم پوړ په همدې تيګو پوښل شوى دى چې لګښت يې حيرانوونکى دى.
شاهد وويل چې دبريښنا پاکۍ ،نلدوانۍ،پوليسو، يا امنيت په شمول په حرم کې تر شل زره ډېر کسان کار کوي، مديران يې رتبې  اوله ٥زرو څخه تر ٨زرو ريالو پورې معاشونه لري.
دحرم دلګښتونو په اړه شاهد وويل چې حرم ته چنده منع ده او نه ورته څوک چنده راټولوي ،بلکې ټول لګښتونه دسعودي حکومت پرخپله غاړه اخستي دي، دحرم ټول خدمات دابن لادن له کمپنۍ سره ټيکه دي او دسعودي له دولت څخه يې پيسي غواړي.
په حرم کې د ايښودل شويو عظيم الشان قرآنونو په اړه شاهد وويل چې په حرم کې ايښودل شوي قرآنونه ټول دفهد په چاپخونو کې چاپ شوي دي او دنورو چاپخونو لخواچاپ شوي قرانونه پکې نه پرېږدي او که څوک يې ورته ډالۍ راوړي نو دوى يې هم نورو ته ډالۍ کوي.
شاهدزياته کړه چې په دنياکې تر ټولو لومړى پيداشوى غر دحرم لمر خاته ته له شاهي محل سره نښتى پ غر دى  ، دحرم ددروازو په اړه هغه وويل چې ټولې ٩٥دروازې لري پرلومړنۍ دروازه چې دملک عبدالعزيز په نوم يادېږي دوه منارې دي په لسمه دروازه چې باب الصفاياباب اسمعيل نومېږي يوه مناره ده  په  ٤٥نمبر ياباب الفتح دوه منارې، په ٦٢مه يا باب العمره دوه منارې، په ٧٩مه يا باب الفهد دوه منارې دي چې ټولې ٩ منارې کېږي.
هغه وويل چې دمنارو لوړ والى ٨٩متره دى، دحرم  دامنيت په اړه شاهد وويل چې په حرم کې دننه زرګونه استخباراتي کامرې لګېدلي او دننه له کمپيوټرو سره وصل وي چې ټول حرم پکې څارل کېږي ،داموڅوځله واورېدل چې کوم شخص قصداً بې نظمي يا ناروا کړي وي نو دې له ځانه خبر هم نه وي چې ګويا زه څارل کېږم او پوليس راشي او بويې ځي،دحرم په دريم پوړ څلور ګنبده جوړدي هر سمت ته يوه خو ختيځ اړخ ته دګنبد پرځاى اوس لفټ يا برېښنايي زينه جوړه ده ،دباب ملک فهد په سر اوس هم درې ګنبده جوړ دي چې له دننه خوا څخه ښکلې ډيزاين شوي دي.
دتشنابونو په اړه شاهد وويل چې يواځې دملک فهد او ملک عبدالعزيز دروازو خواته تشنابونه  او بيت الخلاوې کمې دي نور دخوراک،څښاک او د اوداسه او بيت الخلا له پلوه د حاجيانو اړتياوې پوره دي، دحرم شاوخوا د کرايو لپاره ډېرې لوړ  پوړۍ ودانۍ جوړې شوې دي.
د حرم دتوسيع لپاره يواځې شمال يا باب عمره او ختيځ يا باب السلام خواته ځاى شته چې باب عمره خواته کار روان دى.
جنوب ته غر او شاهى محل دى، لوېديځ خواته  دارالتوحيد  کانټينټل ،شرکت الملکه ،برج زمزم ،برج الساعه او نورې ګران بيه او لوړ پوړيزې ودانۍ دي.
شاهد زياته کړه دروژې په عمرو او طواف کې خلک منظم وي ،ټېل نه وي ، سليقه او ترتيب وي او بيروبار دومره نه وي خوبياهم لومړى ، دوهم او دريم پوړ ټول ډک او فرش وي دحرم شاوخوا عمارې هم ښه غريبي کوي، دحج په ورځوکې خو آن ډېرې لرې عمارې هم ډکي وي دحرم شاوخوانږدې عمارې خو هر وخت ډکې وي دشاهي محل مخه ټوله شيشه ده له دوو کړکيو پرته نور له شيشې پرته بل څه پکې نه ښکاري ، دشاهد په وينا، شاهي محل دهغې بوډۍ د کور پرځاى جوړ شوى دى چې پر رسول الله ص به يې خاورې او ايرې شيندلې.
د اذان خونه پخوا د حرم شمال ته وه  خو اوس هلته ګودام دى او اذان خونه جنوبي اړخ ته رالېږدول شوېده له همدې ځايه اقامت هم ويل کېږي. دشاهد په وينا اقامت کوونکى امام په کامره کې ويني چې کله د لمانځه ځاى ته ور ورسېږي نو دلته اقامت پيل کړي،له امام پرته بل الله اکبر هم په همدې ځاى کې ويل کېږي ،شا هدوويل چې د حاجيانو دښه لېږد او اسانتيا لپاره له عرفات څخه تر  حرم پورې داورګاډى (ريل)دپټلۍ(کرښې)کار روان دى،دا اورګاډى به حاجيان له عرفات څخه مزدلفې او بيا منى او له هغه ځايه حرم ته بيايي او په حلقوي بڼه به بېرته عرفات ته ځي دا اورګاډي به په يوه ساعت کې دوه اويا زره حاجيان لېږدوي پروژه داسې مهندسي شوې چې ددوو اورګاډو لپاره خوا  په خوا کرښې جوړې شوي او دوه اورګاډي په يوه وخت کې په يوه استقامت تللى شي اورګاډي به تېل ياد ډبرو سکاره نه، بلکې برېښنا مصرفوي.
شاهد دباب ملک عبدالعزيز چپ او دباب فهد ښي خواته د ترکانو په برنډه کې يوه پايه (ستن)راوښوده ويې ويل چې دا درسول الله ص د ترور  ام هانىء کور و،داستن يې نښه ده او رسول الله ص له همدې ځايه معراج ته لاړ.
شاهد زياته کړه، چې په جده کې يوه ستره فابريکه د حرمينو لپاره تر موزونه او داوبو  څښلو ګيلاسونه جوړوي ،ده د حرم د پوليسو دنرم چلند او اخلاقو يادونه وکړه او ويې ويل چې  داپوليس دلته له ګومارل کېدلو وړاندې دديني علماوو لخوا هم روزل کېږي او دښه او نرم چلند درس ورکول کېږي.
ده وويل  چې په حرم کې په لسګونو ويلچر يا دناروغانو او کمزوروبايسکلونه شته دي چې ځېنې يې دسعودي حکومت او ځينې يې نورو شتمنو د حرم لپاره اخستي اوله کاروونکيو يې هېڅ ډول اجوره نه غوښتل کېږي او آن حاجيان يې خپلو خونو ته هم وړلى شي، ډېر حاجيان  هم ځانونو ته دابايسکل اخلي چې بيايې همدلته پرېږدي.
 
دکعبې پوښ
شاهد راته وويل چې چارواکي هرکال د ذوالحجې په نهمه يا دعرفې په ورځ دکعبې پوښ بدلوي او سږ کال هم په داسې حال کې چې موږ په عرفات کې وو داپوښ بدل شو، پخوابه يې دکعبې بدل شوى پوښ ټوته ټوته کاوه او داسلامي هېوادونو مشرانوته به يې لېږه خو اوس داکار ځکه نه کوي چې دې مشرانوبه بيا داپوښ پيرانو،خانقاه ګانو او سجاده نشينانوته ورکاوه او هغوى به بيا ددې پوښ ټوټې له مړو سره ښخولې يابه يې دپوښ تارونه وسپړل او دمړو اوناروغانوپه سترګوبه يې ايښودل او داکارونه حرام دي اوس داپوښ بېرته هماغې کمپنۍ ته ورکوي او يايې دکعبې په موزيم (کسب الکعبه)کې ږدي.
ددې پوښ ټوټه ډېره ګران بيه ده، او ايتونه پرې په سرو زرو ليکل کېږي، په کسب الکعبه کې چې له حرم څخه ٦_٧کيلو مټره لېرې ده دکعبې زاړه او اضافي شيان لکه پوښونه،دروازې ،محرابونه، غالۍ او نور ساتي. شاهد وويل چې دکعبې پوښ نه وينځل کېږي .
دکعبې دپوښ جوړول يوکال وخت غواړي ،له پاسه پرې ايتونه،ياحنان،يامنان ،طيبه کلمه ،سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم، ليکلي وي البته داليکنې پر هر پوښ بدلېږي.
دحج په ورځوکې ددې لپاره چې د چالاس ورونه رسېږي دکعبې پوښ دکعبې له بيخ څخه څه باندې دوه متره لوړ تاو او آن له شاذروان څخه هم پورته وي. داځکه چې ځينې خلک د تبرک لپاره دکعبې پوښ په پټه څيرې کوي او له ځان سره يې وړي، په نورو ورځوکې دکعبې پوښ ټوله کعبه پټوي او تر ځمکې غوړېدلې وي، دکعبې د اوسنى پوښ بيه خو راته معلومه نده خو ٣٤کاله وړاندې په ١٩٧٩ز کې پر هغه پوښ چې ملک خالد بن عبدالعزيز السعود کعبې ته جوړ کړى و  په هغه ارزانۍ کې اوپه هغه وخت کې  چې پيسو ډېر ازرښت درلود شپيته لکه سعودي رياله لګښت راغلى وو او داپوښ په يوولس مياشتو کې جوړ او ٨٠کيلوګرامه  ورېښم ،٣٠٠ کيلو سره اوسپين زر اوله استرسربېره ٦٥٨متره ټوکر پکې کارېدلى وو په همدې کال دکعبې ددروازې په  پوښ کې چې څلور متره پلنوالى او اوه نيم کيلو متره طول يې درلود ١٢٠کيلوګرامه سره او سپن زر کارېدلي وو.
 
دايرانيانو کودتا
شاهد   په ١٩٨٤ز کال په کعبه کې د ايرانيانوکودتاهم ياده کړه او ويې ويل چې ايرانيانوپه تابوتونوکې وسله حرم ته راننويستې وه، او داسې تاثر يې ورکړى وو چې ګويا په تابوتونوکې يې مړي د جنازې لپاره راوړي دي.
کودتاه کوونکي دباب الفتح مناروته هم ختلي وو او لاندې يې ډزې کولې. شاهد زياته کړه سعودي چارواکي حيران وو چې کودتا کوونکي له منارو څخه څنګه راښکته کړي بالاخره شهيد جنرال ضياء الحق ته يې ټېليفون وکړ هغه ډاډ ورکړ چې وار مه خطاکوئ زه پخپله درځم خوتاسو زماتر درتللو ښې پرېمانه اوبه جوش کړئ، هماغه وو چې له پاکستان څخه کماندو عسکر اوپخپله شهيدجنرال ضياء الحق راغلل دا اوبه يې په هليکوپتروکې پورته کړې  او په منارو کې  يې پر کودتاکوونکيو ور وشيندلې هماغه وو چې کودتاکوونکي وسوځېدل وارخطاشول او لاندې راښکته شول چې دلته يې بيا ونيول.
دشاهد په وينا، ايرانيانو غوښتل چې په مدني حرم کې هم کودتاه وکړي،اوهلته دحضرت عمر رض قبر ونړوي او دحضرت محمد ص دقبر له څنګ څخه د هغه  جسد وغورځوي، د ايرانيانو دې کودتاه د سعودي او ايران اړيکې خرابې کړې او سعودي څوکاله ايرانيانوته د حج اجازه نه ورکوله.
شاهد زياته کړه چې دحرم په هر پوړ کې د تنظيف د وسايلو  دبرېښنا د وسايلو، دقران کريم د الماريو او...لپاره ډيپوګان شته دي.
دکعبې نوې يا اوسنۍ دروازه په ١٣٩٩ هـ ل دملک خالد بن عبدالعزيز په وخت کې جوړه اوپه همدې کال د ذوالحجې په ٢٢مه  لګېدلې ده،په دې دروازه په عربي  دليکل شوي متن ژباړه داده :((پخوانۍ دروازه  د سپېڅلو حرمينو د خادم ملک فيصل بن عبدالرحمن ال سعود په وخت کې په ١٩٦٣ په مکه کې جوړه شوې او دا دروازه د سپېڅلو حرمينو د خادم ملک  خالد بن عبدالعزيز ال سعود په وخت کې په ١٣٩٩ کې جوړه شوېده)