سپېره بادونه


د مرګـي او غم وختــــــونه            تورې وریځې او دردونه
دا د مرګ شیبې پر موږه              دا سپېره سپېره بادونه
جنـــــازې په هر یو کور  کې            د ګــــولو دا بارانـــونه
د یتیــــم ژړا او ســــاندې               دا د بورې مور اهونه
دا څپـــــې د سورکو وینو           دا په غـــــــم لړلي زړونه
هــــرې خوا د غم خبرې           د ماتــــم دغه غــــږونه
د شفق لمنې ســــــرې دي             دا د وینو ســــیلابونه
دا سرتورې میندې ټــــــولې       د بچــــــــو ګــــورئ قبرونه
دا خــــــوږه خورکۍ د وروڼو       لټـــــــوي وړوکي وروڼه
دا د ســـــــرو لاسونو پېغله        د میــــــن وینــــي حالونه
ماشومان ولې ژړا کې      چیرته لاړل مو پلرونه
لوږه تنده هر خوا ډیره     خوار او زار وچ وجدونه
د مرګي څپه راغلې       رانه اخلي ټول مړونه
د نفاق پیچکاري شوي         وچوي د تن رګونه
زمانه راته په قهر ده   نه پر موږه یې رحمونه
نړیوال راپسې شوي        رانه اخلي کساتونه
د افغان تقدیر سپېره دی    نه لرو لا تد بیرونه
نور تر څو به دغه حال وي   نور تر څو د زړه زخمونه
دا ګناه زموږه څه ده        ستړي ستړي ارمانونه
نور تر څو به د غم اوښکې     درې لسیزې دا جنګونه
د سرو وینو په بدل کې      نور تر څو به دا قتلونه
دا د غم شپې لا اوږدیږي    نور تر څو به دا ویرونه
دا تودې جګړې روانې        د تنکو ژڼولونه
کلي وران کورونه  وران مو      وي روان به بمبارونه
اوسنی نسل لاڅه کړې        لا به نیسي نور نسلونه
دغه درد اوسنی نه دی      په دې تللي مو نیکونه
زموږ یو دشمن خو نه دی        دي د ټولو بد نیتونه
نه یواځې ګاونډیان دي        دشمن شوي ډیر ملکونه
زما وروڼو افغانانو       رابیدار کړئ ضمیرونه
اتحاد لاسونه ورکړئ     د وحدت قوي لاسونه
یوه نوې لار پکار ده     پکار نه دي نور خوبونه
زمانې ته ځواب ورکړئ       ځانته وکړئ خدمتونه
دغه لاره لا اوږده ده       اوس ډیر غواړي زحمتونه
ارادی خپلی پخې کړئ     داسې وګالئ رنځونه
ګام په ګام پورته قدم کړی     لا پراته دي منزلونه
دا وطن ابادي غواړي      راژوندي کړئ تاریخونه
که وطن غواړئ ځوانانو     کړئ نور پورته قدمونه
نوی رنګ د زمانې له      نور عیار کړئ خپل ځانونه
د جګړو رهبري پریږدئ    نور پکار نه دي مرګونه
په کمال باندې سمبال شئ       ځانه له وکړئ تخلیقونه
د جګړو خبره نه ده      سره ټول کړئ ولسونه
سوکالي وطن لپاره      دومره ډېر وکړئ کارونه
دغه لاره د اغزو ده     قوي غواړي تدبیرونه
د غلیم لپاره وروڼو     بدل نه کړئ هدفونه
د وطن لار کې ځان ستړي      ښه پاخه مو کړئ هوډونه
یوه چغه وکړئ نوره      قرباني غواړي عزمونه
د دنیا سره ځان سیال کړئ     په احمد وکړئ ویاړونه
د جنګونو وخت دی تللی      نور په سوله شي کارونه
په خبرو د مطیع نور      نور خو وکړئ عملونه