
ډکې پیالې راکه ساقي وګوره دردونه مې
غم چې پرې غلط شي او د سوي زړه اهونه مې
رانه کړې پیالې د غم مه راوړه پیالې راته
مه چیړه نور مه چیړه نیمګړي ارمانونه مې
کاشکې ستا په لاس
لکه پخوا غوندې جامونه وای
څنګه به ټکور کړې په تش لاس تازه زخمونه مې
ترنګ د رباب نشته د رباب تار اوس شلیدلی دی
نشته نغمې نشته غلي شوي دي بزمونه مې
تور ماښام خپور شوی دی سلګۍ او تورتمونه دي
اور مې په قوم بل دی په کې سوي اندانونه مې
نشته د لیلا قیصه او مینه د مجنون لاړه
ړنګ د مینې کور شو
وران د مینې محفلونه مې
نشته یاران نشته خرابات له منځه تللی دی
ګورمه وران شوي د پیغلوټو اوربلونه مې
دې سپیره خزان منګولې ټینګې لګولې دي
هر سپرلی خزان شو
رژیدلي سره ګلونه مې
لاړلې قیصې د یارانۍ
او د خوندونو اوس
وچې سپیرې شونډې تش د نجونو وربلونه مې
بې کفنه دلته شهیدان خاورو ته درومي تل
سرو وینو نه ډکې هدیرې او ټول قبرونه مې
وګوره اغیاره رب لپاره رحم وکړه نور
کور او کلی وران دی سم شړ شوي وطنونه مې
څومره بې ایمان دي
وطنوال چې ورسره مې دي
هره خوا لوټ کیږم او لوټ شوي ناموسونه مې
سپین مغول راغلی زما واګی د هغه سره دی
کور په کور شول ښکته د غیرت درانه سرونه مې
څومره به زوریږم لا پوره مزل خو پاتې دی
موږ نفاق کرلی ویده شوي غیرتونه مې
زه مطیع د زړه نه
د ولس په غم کړېږمه
سولې زیری وکړئ ګنې وژني دا غمونه مې