
نور د ظلمونو انتها لټوم
دې زخمی زړو له مسیحا لټوم
دا سر ببري یتیمان په چم کې
نن یې سلګو لره بابا لټوم
ماته ټول یو دي که دا تور او سپین دي
دغو راغلو له وبا لټوم
سهار ما ښام د مرګ قاصد په وره کې
نور له غضبه یې پناه لټوم
نیکه میرویسه راحضور شه په موږ
د احمد خان تدبیر بیا بیا لټوم
چی له خیبره نه مغول وشړي
هغه ایمل هغه دریا لټوم
خدایه په خپل قدرت ملګری مو شې
پښتون کاروان له سر براه لټوم
یم د مودو نه په لټون یې ستړی
یو پاک زعیم په پښتونخوا لټوم
شکر ځوانانو عزم کړی پوره
د وطن ننګ ته یی کلکه ملا لټوم
دوی کی د ښي او چپ خبرې نشته
وطن ګټلو له یې تابیا لټوم
ملي تحریک ته د امید سترګې دي
په اتفاق کی یې سودا لټوم
دي بااحساسه او سپيڅلي ځوانان
مطیع اوس پته یې رسا لټوم