وخته!


وخته بیا دی د شفق سترګې راسرې کړې
د افغان ولس دې هیلی بې اسرې کړې
دا دیرش کاله جګړه کمه درته ښکاري
په کاله باندې دې بیا زما لمبې کړې
ټوپک مار او جنګسالار دې واکداران کړه
په غریب ولس یې بیا ټینګې پښې کړې
وخته ګوره دا لیوان دې وو ساتلي
چې بې رحمه یې په موږ ښخې پنجې کړې
ما پخپل کاله کې وژني دا بې درده
زما کور کې یې د وینو فوارې کړې
ما راغوښتي نه دي خپله دوی راغلي
له دوزخ نه یی بدترې په موږ شپې کړې
زما ورور ورسره هر پلان کې  شریک دی
دې بدماشو خونخورو خیټې مړې کړې
باقي پاتې ولس سوزي په اورو کې
خوږې شپې یې په ولس باندې ترخې کړې
وخته ټول دا ستا قصور دی ګیلمن یم
د پښتون قام له کورو جوړې هدیرې شوې
وخته ګوره ستا ګریوان به مطیع نیسي
خیر که نن دې دا په موږ بدې شیبې کړې