
دحج يونليک
نهه شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دحج اواوقافو دوزارت درغلي او بې غوري
دافغانستان
دحج اواوقافو وزارت داڅوکاله پرلپسې دحج
په اړه له رسوايۍ سره مخ کېږي داسې فکر کېده چې ددې وزارت دوزير په توګه دمحمد
يوسف نيازي له ټاکل کېدوسره به دا ستونزې او درغلۍ راکمې شي خونه يواځې داچې دا
ستونزې او درغلۍ کمې نه شوې ،بلکې لاهم ډېرې شوې، داستونزې، په يوه برخه کې نه
،بلکې په هر برخه کې ډېرې شوې، دمعلمينو ،عمارو،ترانسپورت ،لېږ رالېږد، نظم
،دسپلين ،روغتيا، دارو درمل ،قربانۍ ،عرفات،مزدلفه ،منى ټولو په برخو کې وې .
وزارت ډېر معلمين په واسطو اوبډو نيولي وو،چې پخپله
پرڅه نه پوهېدل ،په خلکو يې دصفا اومروه ترمنځ سعې د ٧پرځاى ١٤شوطه کوله.داسې
حاجيان هم وو چې خپل معلمين يې له سره نه پېژندل ،همدا دمعلمينو دنه همکارۍ لامل
وو چې ځينو حاجيانو خپل مراسم سم ترسره نکړل ،په ډېرو دم واوښت ډاکټر ناصر اوپه
مکه او مدينه کې ګڼو حجاجو څوڅوځله راته وويل چې دوى خپل معلمين آن دوه ځله هم ندي
ليدلي،کوم معلمين چې د ازموينې له لارې راغلي اوبې واسطې دي نو هغوى تکړه دي خوپه واسطه او رشوت راغلي
معلمين بې خونده او ناپوه دي.
معلم
صاحب ميرزمان راته وويل چې دننګرهار دحج اواوقافو درئيس ملا ساجد لخوا معرفي شوي
ډېر معلمين په رشوت او واسطو راغلي
اوناپوه ،ناخبره اوبې خونده دي ،هغه وويل چې ساجد دوى ته د سرشاهي فضل
الرباني حکيم صاحب،معلم ټاکلى او آن دننګرهار دټولو معلمينو مشر يې ټاکلى
خودوى هېڅکله ليدلى هم نه دى.
دپوهنتون
په دوره کې زما ټولګيوال دننګرهار ولايت دسره رود دولسوالۍ دککړک دمياګانو اوسېدونکى محمد خالد هم دمعلمينو په
ډله کې وو يوه ورځ هغه خپلې خونې ته وبللم دده خونه په ١٥٣عمارې کې وه،له ده سره
په خونه کې نور معلمين مولوي حميدالله ،غلام دستګير،محمدظريف ،لعل محمد،عبدالمالک
،خان محمد او نور ملګري وو.
له
مولوي حميدالله سره مې په يوه صف اويوه اقتداکې دنارينه او ښځينه وو دلمونځ حکم په
حنفي مذهب کې وڅېړه،هغه وويل چې افغان علماوو دامت د اجماع لپاره په حرم کې داکار
روابللى ځکه چې که نارينه اوښځينه له يوبل څخه بېل شي نو بيا ورکېږي همدا راز
دصفونو او لمونځ کوونکيو په مخ کې تېرېدل يې هم دتکليف دپورته کولو لپاره روا بللې
دي ځکه چې که داکار ونشي نو بيروبار
جوړېږي او لارې بندېږي .
له
خالدسره مې دځينو معلمينوپه سستۍ، بې سوادۍ او بې غورۍ بحث وکړ،هغه هم دځينو په
اړه داخبره ومنله خو ويې ويل چې ده اوملګرو يې په اخلاص کار کړى دى،خالد راته وويل
چې د دوى په ملګروکې ددوى په هڅه نه پرچا
دم اوښتى ،نه څوک ورک شوي دي،نه له چا حج اويا يې مناسک خراب شوي حاجيان يې په
عرفات ،مزدلفه اومنى کې لاس په لاس ګرځولي دي. خالد وګواښلم راته يې وويل چې که په
خپل يونليک کې دې راپسې ناوړه شيان وليکل نو خراب به دې کړم، ماورته وويل نور
خودرپسې څه نه ليکم خودا ليکم چې، نيم ساعت کېږي چې يوه دزمزم بوشکه په
پلاستيکي لفافه کې تاوولى اوتړلى نشې نو نور کارونه به دې څنګه وي.
خو هغه له دې ليکلوسره هم موافقه ونکړه،ويل يې
چې که دا دې هم وليکل نو خراب به دې کړم.
زموږدشرکت
دمعلمينو داستان خومې وړاندې درته واوروه.
دحج
اواوقافو وزارت دبعثې غړي چانه ليدل اونه له حاجيانو دستونزو پوښتنه وه، که دکوم
شرکت کارونه پلټل کېدل هغه هم نمايشي
اودشرکت له مسؤولينو دډاليو اوپيسوداخستلو لپاره وو. دبعثې غړي دذوالحجې په ١٦مه
زموږعماروته هم راغلي وو په دې پلاوې کې دامنيت ،روغتيااوحج اواوقافوغړي وو خوله
تللو وروسته يې حاجيان ترې خفه وو،مولوي احمدي وويل چې حاجيان ځکه خفه دي چې پلاوي
دشرکت دمسؤولينو په حضور کې ترې له دوى
سره دشرکت دمسؤولينوچلند ، خدمتونه او شرائط پوښتلي او حاجيان کله داجرئت کولى شي
چې دمسؤولينو پروړاندې ترې شکايت وکړي، احمدي پلاوى درشوت ،ډاليواومېلمستيا وو په
خوړلوتورن کړ.
دمحمديوسف
نيازي په مشرۍ دحج او اوقافوپلاوي څوعمارې دنوم او دولتي چارواکيو اوواسطه لرونکيو
دخوښولولپاره حرم ته نسبتاً نږدې نيولې وې چې همدوى ته يې په کې ځاى ورکړى وو،نورې
يې ډېرې لېرې ،آن دمنى اوجروال په پوله اوآن په عتيبه کې نيولې وې دځينوعمارو حاجيانوبه حرم ته يوساعت پلى تګ
کاوه.
دډېروحاجيانوتګ
راتګ حرم ته سخت وو،يابه يې ټکسي نيوله يابه يې يوساعت دهرلمانځه لپاره تګ او يوساعت په راتګ لګاوه،اويابه يې هلته
نږدې په کوم مسجدکې لمونځ کاوه،دسعودي په ګرمۍ کې
پلى تګ هم سخت کار دى.
په
ځينوعمارو کې دڅښاک اوبه اوګاز،نه و معلم اوډاکټرنه و سم فرش او چپرکټ نه و خووزارت ددې ټولو پيسې اخستې وې، شېرزمان په
خپله خونه کې يوکوچنى فرش راوښود ويې ويل چې دايې هم پربعثې په زوره اخستى دى.
هغه
هم په جروال کې په ٣٢عماره کې اوسېده،شېرزمان وايي چې دبعثې غړي يې ليدلي هم نه
دي.
دعرفات
اومنى په ورځوشپو کې پرخېموکې ګاز ،نغرى،ديګ اوکاسه نه وي دافغاني شرکتونو په شمول
ټوله نړۍ په دې ورځوکې خپلو حاجيانو ته درې وخت ډوډۍ ورکوي خو افغان حکومت په دې
ورځوکې هم حاجيانوته ډوډۍ ورنکړه، داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان دبعثې پلاوي څو
عمارې له حرم څخه لېرې نيولې وې اوپه منى
کې په ځينو خېموکې برېښنا نه وه،حاجيانو يې غوښتل چې غږ پورته کړي خو چارواکيوورته
ويل چې دوى حرم ته نږدې عماره ونه موندله که نه لېرې يې نه نيوله خوبياهم ددې
عمارو اوددې خېمواوسېدونکيو هر تن ته
يې ٦٠٠رياله بېرته ورکړل (بيبين تفاوت را.)
هرحکومت
خپلوحاجيانو او اتباعوته د پېژندنې ځانګړې نښه لکه څادر، دستمال،پټۍ، يا ..ورکوي
چې دهماغه هېواد نوم پرې ليکلى وي او له
ورايه پېژندل کېږي، خو دبلخ له ښځينه حاجيانو پرته چې په څادر يې دافغانستان بيرغ
ته ورته درې رنګه دايره رسمه او ددايرې په
منځ کې افغانستان اوبلخ ليکل شوى وو نور هيڅ هم نه وو، دنورې نړۍ نارينه اوښځينه
حاجيان ډله ييز ګرځېدل،ښځويې ډله ييز طواف کاوه،خو دافغانستان خلک داسې نه وو.
يوه
ورځ مازيګر ما اوشېرزمان دحرم له دريم پوړ ميزان رحمت اړخ څخه لاندې مطاف کې د
طواف کوونکيو ننداره کوله، داوخت هلته هوا نسبتاً سړه اوپه مطاف کې سخت بيروبار وي،طواف کوونکي ډېر
ورو ورو روان وو دشپږو هېوادونو ښځينه حاجيانې مووليدلې چې په
يوه بل پسې په څو ليکو کې کتار روانې وې، د هر هېواد ښځينه حاجيانو ځانګړي رنګ
جامه څادر اوپټۍ درلوده، په شپږو ډلوکې شپږ رنګه جامې اويونيفورم له پاسه داسې
برېښېده لکه په باغ کې د ګلانو رنګه پټي ، ډېرښه خونديې وکړ دځينوښځينه حاجيانو
نومونه هم په بکسو اوپټيو ليکل شوي وي، دحرم ښځينه متواګانوکله کله دهمدې پټيوله مخې ددوى نومونه ورته اخستل
او هغوى هم چې خپل نوم واوري ژر اطاعت
کوي.
افغان
بعثې د ذوالحجې په دوه ويشتمه په ١٥١،١٥٢،١٥٣ عماروکې دهغو ٥٦٠تنو نومونه وځړول چې
له مکې څخه مدينې منورې ته تلل، دانومونه ښايي کوم عرب ليکلي وو ځکه چې رسم الخط
يې عربي وو. ګل يې جل ليکلى وو پښتو حروف او ژ اوچ هم په کې نه وو داسې برېښېدل چې
د نومونوليکونکي له پښتو اودافغانانو له نومونو سره بيخي نابلده دي، ډېر نومونه نه
پېژندل کېدل ،بله ستره ستونزه داوه چې داکسان په درې شفتوکې لومړى شفت لس بجې،
دوهم شفت دولس بجې او دريم شفت په يوه بجه روانېدل،خو په دې لست کې به ديوې ښځې
نوم په يو شفت او دهغه د محرم نوم په بل شفت کې وو،يابه دښځې نوم په يو موټراودمحرم
نوم به يې په بل موټر کې وو.
زمايو
دوست زمرى احمدزى هم په همدې ورځ مدينې منورې ته روانېده، هغه ماته بلنه راکړې وه،
چې سحر چاى ورسره وڅښم ، زه او ماما مې حبيب الرحمن استاد ورغللو، ښه کباب شوى چرګ يې راووړ زما د
ورور مشفق يوبل ملګرى حاجې دادک هم زموږ خواته راغى،ماد حاجې دادک نوم اورېدلى وو خوليدلى مې نه و له دوى سره مې ګپ ولګاوه،خو دوى سفر ته چمتو
والى نيوه ژر ترې راپاڅېدو،او دمعلم صاحب ميرزمان خونې ته ورغللو، هلته موله خپلو
کليوالو هريوه معلم صاحب ميرزمان، حاجي حبيب الله،طالب اخونزاده،عبدالقدير،سميع
الله، صابر،قاري زمرى،غلام دستګير،کوچني شېرزمان، دشګې اوسېدونکى ډګروال مياه ګل
او مامور اصف سره بنډار وکړ اوپه ګډه دماسپښين لمانځه ته روان شو.
حرم
ته نږدې ډېرې عمارې ترکانو اومصريانو نيولې وي، په دې عماروکې د جامو دوينځلو ماشينونه ،اوتو،پارکونه، او نورې اسانتياوې شته
دي،ځينې په ډېرو لوکسو هلوټلونوکې ژوندکوي،دنوروهېوادونو بعثې که عمارې لېرې نيولې
وي خو حاجيانوته يې حرم ته دلېږد رالېږد لپاره موټرونه نيولي دي.
زما،ماما
حبيب الرحمن استاد هم دمنى ، اوجروال په پوله په ٣٥مه عماره کې اوسېده، چې له حرم
څخه يې ٤٥دقيقې پلى واټن درلود، ددوى عمارې ته نږدې د سبواو تازه مېوو مارکېټ وو
په دې مارکېټ کې هغه د چاخبره دټولې نړۍ سابه او تازه مېوې په کار تنونوکې بند
موندل کېدل، دګوتې دبند په اندازه تنکي لېړوګان ،سپين او تور بانجان،دهروخت مېوې
توره يان... دځينو مېوو نرخونه لوړ و موږ به همدلته تازه مېوه اخستله، څو وارې مو
انګور واخستل خو زمايې خټکى ځکه خوښ وو چې يو خو ارزانه وو، في کيلو درې ياڅلور
رياله ، وه بل داچې ډېر خواږه وو هروخت به مو څلور پنځه کيلو اخستل.
انګور
مو کيلود ١٢او١٥ريالوترمنځ اخستل ،دمارکېټ ترڅنګ
يوښکلى لوى او لوړ مسجد وو چې د عتيبه بن عبدالعزيز ال سعود نوم پرې ايښودل
شوى و.
يوه
ورځ دمازيګر له لمانځه وروسته په مطاف کې يو چا راباندې غږ وکړ ځان يې مولوي الله
داد بلخي راوپېژنده، په ليدلو يې خوښ شوم بلخي ماله لېرې پېژانده،خوله نږدې مې
ليدلى نه و، له طواف وروسته سره کېناستو
چا ورته ويلي وو چې نن دافغان حاجيانويوه الوتکه لوېدلې ده، ددې خبرې په اورېدلو
زه هم خفه شوم، خو ژر مو اخوادېخوا زنګونه ووهل ښه وو هغه خبره دروغ وه.
بلخي
راته دافغانانو ديوې ناسمې انګېرنې په اړه معلومات راکړل ،ده وويل چې ځينې افغانان
په جنة المعلى او جنة البقيع (لومړنى په مکه او دوهمه په مدينه کې هديرې دي)دخاورو کوچنۍ کوچنۍ ډېرۍ ،
ځينې دخاورو کوچني قبرونه په دې هيله اوفکر جوړوي چې په قيامت کې چې بيا د ودرېدو
ځاى نه وي نو دى او دده کورنۍ به همدلته ودرېږي،يا داچې داځاى دده قبر شو اودى که
هر چېرې مړ او ياښخېږي نو حشر به يې له همدې ځايه له صحابه وو سره کېږي يا داچې دقيامت
په ګرمه ورځ چې سيورى نه وي نو دى او کورنۍ به يې همدلته راغونډېږي دوى په دې
هديره کې له نيم متر يا شل او ٣٠سانتي متره مربع ساحې څخه د خاورو کوچنى دېوال
تاوکړي ،بياپکې دکورنۍ دهرغړي لپاره قبر جوړ کړي او په جنة المعلى او يا جنة
البقيع کې يې خپله کورنۍ هديره بولي.
دبلخي
صاحب داخبرې ما په جنة المعلى کې هم وليدلې خو په جنة البقيع کې مې څوڅوځله څوتنه
وليدل چې همداکار يې کاوه،خوچې پوليسانو به وليدل نو ورته به غوسه کېدل،او کوټنۍ،
ډېرۍ اوقبرونه به يې ورته ړنګ کړل،ځينو به په پټه له ځان سره دهديرې خاوره را
واخسته، دا خاوره بياله ځان سره کورته وړي
بيا چې کله دى او يايې دکورنۍ کوم غړى وفات شي نوله دې خاورې لږه ورسره په
لحد کې اچوي.
يوځل
په طواف کې د چا دپښې دغټې ګوتې نوک زمادپښې په ښنګري وربرابر اوپښه يې راته ښه
وينې کړه، دلته په حج کې د نوکانو دغوڅولو په حکمت پوه شوم اوپر دې لا باوري شوم
چې د الله ج په هر امر اونهې کې حکمت دى.