
د مرګي طوفان څپه راغلله بیا
خزان راغی زموږ بڼ یې کړو تالا
د هیواد لوی شخصیت یې رانه واخیست
د سیاست او علمیت د ډګر ورا
د افغان ولس نامور مرګي سه لاړو
د ولس او د ټولنې وه علی
د سیاست غوټې پرې خپل وخت تازه وې
دا دروند مشر پښتنو کې سربراه
مرګی ورغی هاتف صیب دروازې ته
ځانه سره یې یوړ ابدي موږ نه پناه
د افغان ولس ټولنه شوه کمرنګه
چی هاتف صیب شو ناڅاپه ترې جلا
نومیالي د پښتنو خدایه مړه مه کړې
رووفي درته زارۍ کړي استدعا