
زه څنګه انسان یمه
زه په دی حیران یمه
ما له نړی نه بولي نه له دې جهان یمه
ما ته سپک نظر کوي ژوند ته مې خطر کوي
تل می بربادي غواړي
دا عمل ا کثر کوي
څنګه بې زبان یمه
زه څنګه انسان یمه
قوم سره بایکاډ مې دی ځان باندې ژوند قحاط مې دی
چپ یمه که ښی یمه
هر څه کې افراط مې دی
تل خو په تاوان یمه زه څنګه انسان یمه
ومه که خلقي یو وخت
وم که پرچمي یو وخت
ځان رانه ورک شوی و ومه افراطي یووخت
قوم له مې څه ونه کړه وم خوشامندي یو وخت
ځکه سرګردان یمه
زه څنګه انسان یمه
زه چې مجاهد ومه
وچ په وچ مغرور ومه
چاته مې غوږ
نه نیوه سخت پکې راګیر ومه
تل د بل په لمسه به قوم نه به خپل تیر ومه
نه راسره پروا د ورور نه په مرګ د ورور ومه
اوس خو پښیمان یمه زه څنګه انسان یمه
یو راته کافر وایي بل راته زړه سر وایي
هر یو ځان لپاره خو هم راته دلبر وایي
ګټو له یې جانان یمه زه څنګه انسان یمه
یو په اسما کې
بند بل په امریکا کی بند
یو وایي چی خپل وژنم بل په
هغه او دا کې بند
ځانه نه بې ځان یمه
زه څنکه انسان یمه
څومره درپه در یمه
بره او که لر یمه
ګرځم لیونی په شان
هر څه کې اوتر یمه
دا ګناه مې کړې ده
ځکه چې افغان یمه
زه مطیع حیران یمه
زه څنګه انسان یمه