دحرمينوهنداره (۶۸)


 
دحج يونليک
اته شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
په حج کې ځينې بې نظمۍ
 
په کوم ځاى چې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ٦ميليونه تنه چې هم لوستي اوهم نالوستي  هم مهذب او هم غير مهذب ،هم ښار ميشتي او متمدن او هم غير متمدنه ،دبېلابېلو کلتورونو،دودونو اودستورونو خاوندان راځي نو هرو مروه ده چې بې نظمۍ جنګ او جګړې به وي خو الحمدلله مکه د امن ښار دى ،دسولې مينې او محبت ښار دلته هېڅکله هم ما_ له يوځل پرته چې د حراپه غره کې دوه تنه لاس او ګرېوان وو_ آن سوک ،څپېړه هم نده لېدلې ،ګيلې او ناندرې وې، په ځانګړې توګه په مطاف او دحجر اسود دښکلو په سيالۍ کې ټېل ماټېل. کله کله چيغې اوفرياد هم وي خو  وهل ،ټکول ،ښکنځل ديوبل توهين نشته دى.
دلته دبېلابېلو مذاهبو خاوندان او اتباع راځي،په يو  مذهب کې يو کار روا او دبل په مذهب کې نا رواوې خو يوبل زغمي او دکفر ټاپې پرې نه لګوي،کله کله داسې يو کار هم وليدل  شي چې په يو مذهب کې هم روانه وي،شاهدراته وويل چې ځينې پښتانه اوعام افغانان، په طواف کې هم نسوار اچوي او بيايې آن په مطاف کې دکعبې تر څنګ غورځوي، هغه پر دې کار ډېر خفه او ديوپښتون په توګه شرمنده وو،يو ماښام يو بنګله دېشي، سره له دې چې اوبه او وخت پرېمانه و او ناروغ هم نه ښکارېده، په صف کې تيمم وکړ .ماورته په اردو وويل چې وروره لمونځ دې نه کېږي ورشه اودس وکړه هغه په بنګالي ژبه څه وويل خوزه پرې پوه نشوم، هغه سپن ږيرى او لنګ يې تړلى و.
په مطاف کې په لومړى صف کې، په ځانګړې ډول د ملتزم او باب الکعبې لورته ځاى نيول  ډېر سخت کار دى،ډېرو خلکو ته له ډېر زحمت او ټېل ماټېل وروسته هم دا وياړ نه  ورپه برخه کېږي، کله چې صفونه تړل کېږي نو خلک له يو بل سره لاسونه ورکوي، او پنجې خوپرېږه ددې لپاره چې دټېل په وړاندې مقاومت وکړي او څوک يې ځاى ونه نيسي  له يوبل سر څنګلې په ځنځيري شکل تړي، يوه ورځ يوه پښتون سپين ږيرى چې ژبه او جامه يې دکندهار وه راْغى له خلکو يې وغوښتل چې خپل لاسونه لږ خلاص کړي او ده ته لا ر ورکړي چې بهر لاړ شي کله چې هغوى څنګلې خلاصې کړې سپين ږيرى صف ته ننووت نو ددې پرځاى چې بهر لاړ شي نېغ په صف کې دهغه چاپرځاى ودرېد چې ده ته يې لار ورکړې وه، هغه بېچاره چې وليدل خوارۍ يې اوبو وېوړې، اوپه نورو صفونوکې هم ښايي څوک ځاى ورنکړي نو جنجال يې پيل کړ، غالمغال شو پوليسان چې په حقيقت خبر شول نو دى يې له صف څخه ووېست ،بېچاره اخوا دې خواکتل خو دپوليسانو زړه پرې ودردېده،سپين ږيرى و رايې ووست اوپه لومړي صف کې يې ښه ځاى کې ودراوه.
سباماښام زه بياهملته وم ګورم چې دې سپين ږيرى بياهماغه چل وکړ، خوداځل پوليسانو هم وپېژنده يابه ښايي ده داکار ډېر کړى و نو پوليسانو له صف څخه ووېست او بل چېرې يې هم ځاى ورنکړ، يوځل په حرم کې پر تشنابونو بيروبار وو ،موږ نوبت ته ولاړ وو په همدې کې يوتور پوستى ځوان چې لايې نوبت ته ډېر وخت پاتې ودګڼو خلکو په مخ کې په سالون کې پر توغاښ خلاص کړ، پرتوګ يې خلاص په لاسونوکې ونيوه اونوبت ته منتظر وو ،يوبل تور پوستى په جماعت کې له ما وړاندې په صف کې ولاړ  و يو ناڅاپه يې دلمانځه په جريان کې مخکې منډه کړه لږ وروسته بېرته راغى اوپه خپل ځاى کې درېد.
يوبل ماښام له خونې څخه حرم ته  روان يم ،حرم ته نږدې له پله سره يو تور پوستى په داسې حال کې چې په سړک سلګونه خلک روان دي دسړک پرغاړه پرتوګ ښکته کړ او استنجا يې پيل کړه،  عورت يې ټول ښکاره شوکله چې له استنجا او اوداسه څخه فارغ شو نو ورغلم په ډېره نرمه لهجه مې پوه کړ، ژمنه يې وکړه چې بيابه داسې نه کوي، مولوي احمدي وويل چې ما وليدل يو تور پوستي دملک فهد ددروازې دننه په داسې حال کې چې ډېرو  خلکو ورته کتل په زمزمو استنجا وکړه.
يوې ښځې په حرم کې خپل ورنونه لوڅ کړي وو ،يوې مراهقې انجلۍ سرلوڅى طواف کاوه، يوې بلې ښځې غوښتل چې حجراسود ښکل کړي خو په ټېل کې داسې راګيره شوه چې څادر يې له سرنه ولوېد، چيغې او فرياد يې پيل کړ ،په چيغو چيغو ژړايې پيل کړه ،نږدې وو چې تر پښولاندې شي.
يوځل دجمعې په ورځ چې لا زوال هم نه وو شوى له غرمې مخکې لس باندې يوولس بجې په جروال کې اذانونه واورېدل شو.
د١٤٣١هـ ل د ذوالحجې په شلمه مازيګر حجراسود ته ورنږدې شوم خوپه همدې وخت کې يوه انجلۍ هم رانږدې شوه اوس نو زه او هغه تر ټولو وړاندې وو او مقابله زمااودهغې وه خو زه پرې زورور شوم،کله چې ما حجراسود ښکلاوه نو ټېل هغه لېرې بېولې وه، کله چې له حجر اسوده را وګرځېدم نو جنګ يې راسره پيل کړ اوخپله غوسه يې راباندې سړه کړه،يوې بلې هم په حجر اسود پسې دلېونۍ غوندې حملې کولې پوليسو منع کوله خو نه منع کېده، يوتن سپين ږيرى د سحر په لمانځه کې بې اوداسه شو، داوسپنې په جالۍ يې تيمم وکړ خونه يې لستوڼي بډ وهل اونه يې لاس پرمخ سم راکش کړ، دستي بېرته په لمانځه ودرېد.
په حرم کې له چاسره د ارايشي اوجنسي غرايزو فکر نه وي خو بياهم ،کله کله پدې اړه بې نظمۍ ليدل کېږي يوه ورځ مې حرم ته نږدې يوه تور پوستې وليده چې ډېر غليظ ارايش يې کړى وو په لاندې شونډه يې ګلابي اوپه پاس شونډه يې سور لب سرين وهلى  و په سترګويې هم ډېره خواري کړې وه.
دځينو تور پوستو لاسونه ،څنګلې آن تر اوږو ښکاري دځينو لستوڼي دومره لنډوي چې آن تخرګونه يې ښکاري سعوديانې  له کوره بهر ډېره درنه جامه او حجاب کاروي ،  ښځينه متواګانې خو آن په سترګو عينکې ،پرپښو جرابې اوپر لاسونو دستکشې اچوي خو شاهد راته وويل چې سعوديان په کور دننه ډېره لنډه ،نرمه ،نازکه او نښتې جامه کاروي،دځينوفېشن اوجامې ته آن اروپايانې هم نه رسېږي خو موږ له داډول جاموسره څوک ونه ليدل . شاهد وايي چې عربان ډېر کبر جن دي هغوى داسې انګېري چې حج ته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي په دوى کې په ساري او نورو ناروغيو اخته خلک هم وي نو له همدې وېرې دحج په موسم کې بهرنه  راځي چې په ناروغيو اخته نشي.
هغه تور پوستې چې پرسړکونو دوکانداري کوي خپل حجاب اوعورت ته ډېر پام نه کوي ځينې ښځې  دعمومي سړک پرسر خپلو کوچنيانوته تيونه راوباسي اوسم نيم يې ښکاري.
ځينې ښځې له خپلو کوچنيانوسره مطاف ته د طواف لپاره ورځي چې په ټېل کې خپله هم بې ستره شي او کوچنى يې هم په تکليف شي او ژاړي.
دحرم په سالون کې ښځوته له نارينه وو سره اوږه په اوږه  دلمانځه اجازه نشته او متواګانې ښځې له نارينه وو بېلوي خو بياهم په هر لمانځه کې لسګونه  ښځې له مطاف څخه بهر او يا يواړخ ته له تللو انکار کوي اوله نارينه ووسره اوږه په اوږه لمونځ کوي.
دحج په مراسموکې ډېر منظم ،دسپلين  او حجاب لرونکي خلک دفلسطين ،ترکيې او ايران دي او ډېر بې نظمه بې حجابه او بې بندوباره تور پوستي دي.
ځينې تور پوستي ځوانان او ځوانانې لوړ قدي ،قوي او چاغ دي په طواف کې د هېچا پروا هم نه کوي.
ډېر خلک داسې هم شته چې په لمانځه کې ورته په صف ځاى پيدانشي، جماعت ودرېږي او دى بيا اخوا دېخوا دلمونځ کوونکيو په مخ کې ګرځي اوپه مطاف کې هم له جماعت څخه بې برخې شي دوى نه پوهېږي چې دبيروبار په وخت کې آن دبل چاپر ملا هم سجده رواده، دکعبې ترڅنګ په مطاف کې چې کله جماعت ودرېږي نو متواګان  لومړى،دوهم ،دريم او څلورم صف او دامام ځاى ښه پاک کړي،په همدې صفونوکې عطر  او کاغذي دستمال هم وېشي چې فضاوږمه ايزه اوپاکه شي.
ښځينه دوکاندارانې او سوالګر
سره له دې چې دسعودي اودډېروعربي  هېوادونو اقتصاد  ښه دى خوبيا هم نېستمن په کې ډېر دي ، سعوديان الله ج په سخت ازموېښت کې نيولي دي، دحضرت ابراهيم ع په وينا، هغه بې اوبو اوبې وښو دښته يې چې مرغۍ اوماران پکې جل وهي ورته په ثاني جنت بدله کړې ده ، دځمکې لاندي يې پرېمانه تور زر(نفت)پيداکړي اودځمکې له پاسه يې ورته تر الماسو ،ياقوتو اوزمرودو ګران بيه حرمين ورکړي دي،  پوه نه يم چې داخبره به څومره رښتياوي خو د    دينارخېل په وينا چې له يوې راديوڅخه يې اورېدلي سعودي  هرکال د حج په پروسه او دعمرو له لارې دېرش ميليارده ډالر ګټې ،دتيلوخو دومره ارزاني ده چې څو ځله مې له موټر چلوونکيو واورېدل چې په يو ريال درې ليټره ورکوي، يو افغان ملګري مې چې هملته کاروبار کوي راته   وويل، کله کله موږ داوبوپر هغه بوتل چې دوه رياله بيه لري له تېل پلورونکيو څلور ياپنځه ليتره تيل اخلو.
دنړۍ دميلونرانوډېر شمېر هم په عربي نړۍ، په ځانګړې توګه په خليج هېوادونوکې دى . يوځل په هند کې يو عرب راسره په يو هوټل کې برابر شو ،دهوټل شاګرد ته يې دسګريټو راغوښتلو لپاره دهندي کلدارو  زرګون چې هغه مهال ترې يوزر اوپنځوس افغانۍ جوړېدې ورکړ ،دهوټل مستخدم ورته دپنځوسو روپيو سګرېټ او ٩٥٠کلدارې ونيوې،عرب سګرېټ واخستل  اوپه ډېر متکبرانه لهجه يې ٩٥٠روپۍ وروغورځولې ورته يې وويل  چې ته خو زما توهين کوې، زه درته دومره وږى ښکاره شوم چې  دمستخدم په لاس کې پاتې پيسوته به لاس اوږ دوم؟، دا پيسې ستاشوې اوخپل جېب کې يې کېږده. خوپه همداسې شتمنوهېوادوکې دنېستمنو او سوالګرو کمى هم نشته دى داسوالګر ټول دسعودي ندي خوله شک پرته دعربي نړۍ اوسېدونکي دي،دننه په حرم کې خوڅوک سوال نه کوي خو له حرم اومسجده بهر به داسې کوڅه او سړک نه وي چې دسوالګرو کتار دې پکې نه وي.ځينې سوالګر واقعاً محتاج اومعيوب وي داسې  بې لاس اوپښو معيوبين  به وګوري چې يواځې سر اوسينه او کوناټي ورته پاتې وي ځينې سوالګر سړى ډېر په تکليف اوآن په غوسه کړي.
پرهر سړک به انجونو او هلکانو څادرونه غوړولي اودلارې پرسر به يې اوږد بازار جوړ کړى وي، کله کله پوليس راشي او شړي يې، خو دپوليسو وس نه رسېږي ځکه چې داښځې او انجونې ډېرې تکړه دي اوکله کله چې پوليس وويني خپله سودا شاته واچوي او منډې وهي کله چې پوليس وړاندې لاړ شي خپل څادر او سودابېرته هواره کړي. په دې دکاندارو انجونو کې ډېرې ښکلې هم وي او دهيچا هم پرې داډول دوکانداري او سرګرداني پېرزونه وي، دمشتريانو دجذب لپاره يې په څوژبو حساب زده کړى وي په عربي،انګليسي، اردو،فارسي ،ترکي او نورو ژبو دسامان بيه اعلانوي.
يو شي چې موږ يې ډېر حيران کړي وو داوو چې ډېرو دوکاندارانوبه چېغې وهلې (ريال ګومه،ريال ګومه،ريال ګومه)موږنه پوهېدو چې دده مطلب څه دى، مابه خپلو هراتي ملګروته په ټوکو ويل چې دوى ستاسوپه لهجه خبرې کوي تاسو (گم است ) نه  وايئ بلکې لنډيز کاروئ او (ګومه)وايئ دوى هم وايي چې (ريال ګومه  يعنى ريال ګم است ياريال ورک دي). دوى هم خندل  او ويل به يې چې الله ج دې انصاف ورکړي داخو ټول اوهره شېبه چيغې وهي چې (ريال ګومه)نوله دوى ټولو ريال ورک دي، بيا وروسته پوه شوم چې دکوم شي بيه به لس رياله وه ،  نو دوى به ويل چې  ريال ګومه،دوى به د ج تلفظ ګ کاوه بيابه موچې ريال ګومه واورېدل نو زموږ شوخ او ځوان ملګري سليمان به ويل (اينه خانه خراب باز رياله ګم کده.)
ځينې کوچني اوښځينه سوالګرې سړى  له لمن او لستوڼي ونيسي او چې تر څو يې ترې پيسې نه وي اخستې نه يې پرېږدي.
شاهد راته وويل  چې دسعودي حکومت څوځله داسوالګر او دلارې  دسړک دوکانداران ونيول او دسعودي له پولويې واړول خو په دريمه يا څلورمه ورځ بياهماغه خلک په مکه کې ليدل شوي چې درې ورځې وړاندې  وېستل شوي دي ،دوى دنايجريا او دنورې افريقا دي.
 دسعودي بازارونه ټول له چينايي توکيو ډک دي.
يواځې جاينمازونه ترکي دي ،نرخونه له کابل اوپېښور څخه لوړ دي يوچلتار او يو جوړ عربي جامې مې خوښې او خپل زوى رشاد ته وپېرلې په دې  چلتار او جامويې (صنع فى پاکستان يا په پاکستان کې جوړ شوي )ليکلي وو،يوتن سوالګر چې لمر تک تور اړولى وو خپل سپين کميس وېستلى وو ټول بدن يې غوټې غوټې وو، غوټې يې دکچالو په اندازه وې، په ليدو يې هرچاتوبې وېستلې.