
دحج يونليک
اوه شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دمېړه او مېرمنې مينه
دمېړه اومېرمنې ترمنځ مينه
طبعي خبره ده الله ج هم ،له مېرمنې اومېړه
سره مينه دخپل رحمت اووجود نښه بللې ده ځينې افغانان دخپلو مېرمنو سره مينه لري خو
ځينې نور يې بيا څاروي اووينځې بولي . خلک وايي چې عربان له ښځوسره ډېره مينه لري
خوزه وايم چې ددوى مينه له عاطفي تړون او
طبعي محبت څخه ډېردشهوت داور دسړولو اړخ لري مينه به هم وي خو دشهوت اړخ يې پياوړى
دى.
افغانان دومره ددود
اودستور په لوموکې نښتي دي چې آن له خپلومېرمنو اومېړونو سره خپله مينه ښکار ولى
هم نشي،په ځانګړې ډول که دمور اوپلار پر
وړاندې ورسره موسکا هم وکړي نود سپين سترګي ،بې حيا او بې شرمه ټاپې پرې وهل کېږي
خو په نورو ملتونو اوهېوادونوکې بياداسې نده،په حرم کې مې يوه ښځه اوخاوند وليدل
چې په يوه قرآن کې يې تلاوت کاوه، يوه په لاس کې نيولى اوهغه بل هم په کې تلاوت
کاوه، دذوق دا وحدت ،دا وجداني همغږي، دخوښې دومره ورته والى چې په يوه سيپاره
،يوسورت،يومخ اويوځاى کې دې تلاوت وشي ، يو دې ديو مخ له تلاوت وړاندې فارغ شي
اوبل ته دې انتظار کوي دمينې انتها نه ده
نوڅه ؟کله کله يوبل ته موسکي شي داسې هم نده چې هلته دقران عظيم الشان نسخې نشته ده ،په حرم کې دقرانکريم زرګونه نسخې پرېمانه پيداکېږي خو ددوى ددې کار
لامل اروايي توافق اوپخپلوکې بې کچه مينه ه ده.
همدا راز په حرم کې مو يو ځوان اندونيزيايى وليد چې دخپلې ځوانې
مېرمن اوږې يې چاپي کولې.
داختر په دريمه ډېر سخت
باران وشو يوسعودى لوندخيشت له يوې ښځې سره روان و يو چاپرې غږو کړ چې شيخه په
تکليف شوې لږ ځان هوسا کړه هغه خپلې مېرمن ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا راسره
وي نودژوند هېڅ ستونزه راته ستونزه نه ښکاري.
دماليزيا دپلازمينې کولالمپور اوسېدونکى شهراود چې وروسته به يې په
اړه په تفصيل څه ووايو زما ملګرى شو ډېر نېک او صميمي شخص وو ماورته وويل چې نن
غرمه زما مېلمه شه،خو هغه بخښنه وغوښته
ويل يې چې له خپلې مېرمنې سره وعده لرم هغه راته په تمه ده له ماپرته ډوډۍ
خوند نه ورکوي،ماورته وويل خير دى دواړه زمامېلمانه شئ،خوهغه وويل چې له خپلې
مېرمنې سره له مشورې وروسته به دهويانه
ځواب درکړم.
دحرم پاکي
شاهد وويل چې دحرم کچره ياپه حرم کې پيداکېدونکې او کارېدونکي
توکي لومړى دټاکل شويو کسانو لخواپه ستر و
پلاستيکي کڅوړوکې راټولېږي بيا داکڅوړې په کوچنيوبرېښنايي ګاډو(کراچيو)کې اچوي ،
داکراچۍ چې دکوچنۍ ريکشې په اندازه دي او ډرېورلري کثافت يوبل ځاى کې لويوګاډو ته
وړي بياله هغه ځايه په کوچنيو مازدا موټروکې دمروه په استقامت ټاکل شوې ځاى ته
لېږدول کېږي اوله هغه ځايه بيا په لويو مازدا موټروکې دمنى خواته وړل کېږي هلته
ورته ځايونه جوړشوي اودکېمياوي موادو په واسطه بې له دې چې وسوځول شي، له منځه وړل
کېږي .داموټر اوګاډي په حرم کې په بطريوګرځي شاهدوايي، چې داموټر جک لرونکي دي
آسانه خالي کېږي اوآسانه بارېږي شاهد داهم زياته کړه چې دسعودي حکومت په هر ځاى کې
پراور بلولو سخت بنديز لګولى دى،ځکه چې په سعودي کې تېل ډېر دي او دسوځېدنې اواور
لګېدلو امکان ډېر دى، دشاهد په وينا دحج په ورځوکې په هرو٢٤ساعتونوکې شاوخوازر
موټره کچره يا کارول شوي توکي چې ډېر يې ګيلاسونه،بوتلونه اوپلاستيکونه دي له حرم
څخه وېستل کېږي او دتنظيف چارې ٢٤ساعته روانې دي، دحرم دتنظيف لپاره ځانګړې اداره
ده، ټولې سيمې وېشل شوې ،نوکريوال اشخاص ٢٤ساعته کارکوي کوم ځاى چې لږ هم ناپاک شي
سمدستي صافي کېږي دحرم غولى او مطاف په يوه ډول ځانګړو برس او جارو
لرونکيو ماشينونو چې په ټايرونو ګرځي وينځي داماشينونه د اوبو او ځانګړې شامپو
ځايونه لري او په اتومات ډول پرځمکه توېېږي ،په مخکې برخه کې ځاى پرځاى شوي برسونه غولى وينځي او شاته تاري جارو يې صافي
کوي او وچوي يې ،مطاف هره ورځ اته ،نهه بجې وينځي
خوهره ورځ پکې بيروبار وي بيادتنظيف عمليه پکې له ډېره ځايه پلاستيکي پټۍ
راتاوه کړي هلته طواف کوونکي نه پرېږدي
هغه ځاى ژر پاک کړي بياهغه ځاى طواف کوونکيوته پرېږدي، له بل ځايه پټۍ راتاوه کړي.
هرکال په ميليونوکسان حج ته ځي په حرم کې ډېر بيروبار وي سره له دې
چې حکومت دبوټانو ،څپليو اوضروري شيانو د ايښودلولپاره زرګونه
رفونه جوړ کړي دي خوبياهم ځينې حاجيان خپل شيان بې ځايه ږدي خودتنظيف عمليه
چې راشي نو هر څه چې له رف څخه پرته ايښودل شوي وي هغه که هرڅومره قېمتي شى وي په
کچرې کې يې پورته کوي اوبهر يې وړي ،دتنظيف عمليې دحرم په هره برخه کې پنځه
شپږځايه جوړ کړي چې ډېر دکار اوقېمتي شيان پکې پراته وي ډېر يې لاسي بکسونه او چترۍ وي،
هرڅوک چې جنس يې نادرکه شي بيايې همدلته لټوي ،دلته په هره برخه کې د اجناسو ډېرۍ (کوټې)وي اوهرڅوک پکې خپل جنس
لټوي،خودبل جنس که هرڅومره قېمتي وي، لاس نه وروړي،اونه يې دحرم دتنظيف عمليه
ځانته اخلي ،ډېرځله چې دکوم حاجي جنس ورک شي، بيا ورپسې سرنه ګرځوي اونه ورپسې
ګرځي يو حاجي دبل حاجي له بيک اوسامان سره کار نلري،په مطاف کې چې څوک څه ومومي
نوپورته يې نيسي ترهغې چې خاوند يې پيداشي که خاوند يې پيدانشي نو بيايې دحطيم
پرديوال ږدي له هغه ځايه يې مربوط کسان وړي.
ماڅوځله شيان راپورته کړل بيابه مې دحطيم پرديوال کېښودل يوځل مې
ډېر لوکس او قېمتي ګلدوزي څادر راپورته کړ ډېر مې پورته ونيوه خوخاونديې پيدانشوپه
همدې کې له کلک ټېل او بيروبار سره مخ شوم دومره ټېل چې هېڅ پوه شوى نه يم چې
داڅادر له ماڅنګه ولوېد؟ دمکې ځينې کوڅې دکابل په څېر ناپاکه اوله کثافاتوډکې دي
چې بوى يې لارويان په تکليفوي.په حرم کې دقېمتي شيانو دساتنې لپاره په هره خواکې
ځانګړي ځايونه جوړ شوي دي ،په هره خونه کې سلګونه رف ته ورته کوچني صندوقونه دي چې
څوک خپل جنس وروسپاري نوپه يوه خانه کې يې بند کړي،د رف کيلې (چابي)له مسؤولينوسره
وي، اوده ته يې په کاغذ ليکل شوى نمبرورکړي، کله چې بېرته خپل جنس غواړي نو هماغه
نمبر ورکړي اوخپل جنس تر لاسه کړي.
دپيسو ،مبايل ،پاسپورت او
سروزروپه څېر قېمتي شيانو دموندنې لپاره د ابوجهل دکور ترڅنګ دورکې دفتر دى خلک چې
داشيان ومومي نوهلته يې وروړي او دچاچې څه شى ورک شي نو هملته مراجعه کوي دمسجد
دننه يې څوځايه په څوژبوليکلي چې مهرباني وکړئ خپل بوټان په پلاستيک کې تاو او په
خپل مخ کې يې کېږدئ.
بېلابېلې ليدنې
دحج بنسټيزه فلسفه په نړيواله کچه دمسلمانانو خپلمنځي پېژندګلوي
ده،حج داسلامي امت نړيواله کنګره ګڼل کېږي ، دحج يوه موخه داده چې دنړۍ دګوټ ګوټ
مسلمانان يوبل وپېژني ،له ستونزو يې خبر شي ديوه بل له عنعناتو،دود او دستور سره بلد شي ماهم هڅه
کوله چې کم ترکمه يوځل خو ديو هېواد
اوسېدونکى راپيدا او ورسره دزړه خواله وکړم، له ډېرو سره کېناستم ، له ډېرو سره مې
دزړه خواله وکړه له ډېرو سره مې دردونه شريک شول ،ډېرتکړه تکړه او با احساسه
ځوانان او مېرمنې مې وليدې، دصفا اومروه
ترمنځ د مراکشۍ،المغربۍ ،تونسۍ،پاکستانۍ اوبنګله دېشۍ مېرمنو سره زماتفصيلي خبرې
مو وړاندې ولوستلې له سوډانۍ نفيسې او نهال او دهغوى له ملګروسره زموږ دهر اړخيز بحث څوټکي موهم درته واورول ، له
ماسره دنړۍ له مسلمانانوسره داړيکوپه جوړولوکې شېرزمان هم ډېره مرسته کوله،
دشېرزمان دادوهم ځل حج و خوبياهم دخپلې خونې له ملګروسره يوځاى نه ګرځېده،که تر
حرم شريف به ورسره يوځاى راهم غى دلته به ترې بېل شو،هغه دباب عمرې او باب فهد
ترمنځ دحرم په دوهم پوړ کې ځانته ځاى ټاکلى و ډېر وخت به همدلته يواځې ناست وو،
يابه يې تلاوت کاوه يابه يې دنړۍ دکوم هېواد له حاجي سره په اشارو خبرې کولې ،هغه
به راته ويل چې فارسي له خپلې نيمګړې اردو سره يوځاى کوم او مخاطب پوهوم.
دکولالمپور اوسېدونکي شهراودبن ابراهيم په حرم کې دښځوله بې حيايۍ
اوبې باکۍ،له بې ځايه لاړوتوکولوسر ټکاوه، همداراز بې ځايه دنارينه اوښځينه وو
پرخوب، بې نظمۍ او له احرام سره پرخوب چې
کله کله انسان بې ستره شي، دزمزم پر اسراف اوبې ځايه کارولو ،دګيلاسونو پرضايع کولو
ډېرخفه وو،هغه افسوس کاوه چې ځينې خلک وخت او پيسې لګوي خو اعظمي ګټه ترې نه اخلي.
شهراود لنډه کۍ ږيره درلوده، سپينه خولۍ ،سپين سان پرتوګ ،نخودي
کميس يې په تن وو،دهند دحيدرآباددايالت دفروټ frotاوسېدونکى
څلوېښت کلن محمدفصيح الدين دمحمد رفيع الدين زوى سره مو هم بنډار وکړ.
هغه راته وويل چې په هندکې څلورسوه ميليونه مسلمانان دي خو حکومت
ورسره تبعيض نه کوي هغه له مسلمانانوسره د هند دحکومت پر چلند راضي و،هغه داهم
وويل چې دهند دنفوس څلوېښت سلنه مسلمانان دي خو حکومت داشمېره پټوي اوياځې په
٢٥سلنه قانع کېږي.
محمدفصيح الدين ،افغان ولسمشر دامريکا سړى اوپه افغانستان کې د
امريکايانوپرضد جهاد حق بولي هغه وويل چې په هرو سلو حاجيانو يو ښوونکى لرو، دذاکر
نايک په اړه زماديوې پوښتنې په اړه يې وويل چې دى نايک نه پېژني اوښايي دپاکستان
اوسېدونکى وي. دايواځې فصيح الدين نه وو چې
داسلامي نړۍ مشهور او نوموتى عالم او داعي، نابغه ډاکتر ذاکرنايک يې نه پيژنده، بلکې ما په ډهلي
او ممبيي کې له څو نورو هندي مسلمانانو
سره هم ياد کړ خوپه هغوى کې هم ځينو نه
پېژنده.
دپاکستان دپنجاب ايالت دچکوال
ولسوالۍ دتله کنګ اوسېدونکى نواب خان دغلام غوث زوى هم دحرم په خادمانوکې و
له هغه سره مې هم دچکوال دوضعيت په اړه خبرې وکړې، ورته مې وويل چې شل کاله وړاندې
له کراچۍ څخه دچکوال اوتله کنګ پرلار سوات ته تللى يم.
هغه راته وويل چې دسعودي حکومت هر وخت پاکستان ته ويزې ورکوي چې
خلک دحرم دخدمت لپاره راولېږي دا ويزې وړياوي خو ايجنټان (استازي يانماينده ګان)يې
پلوري،هغه وويل چې داويزه څلورمياشتې وخت لري اوتېرکال په ٥٥٠٠اوسږکال په
٦٥٠٠کلدارو پلورل کېدله نواب وايي ماهم همدا ويزه واخستله او حرم ته راغلم ددې
تړون له مخې به دوى څلور مياشتې دحرم خدمت کوي نوددوى ټول لګښت لکه دالوتکې
ددواړوخواوو ټکټ خوراک، څښاک،ځاى اوهرڅه دسعودي په حکومت دي او هره مياشت ٥٠٠رياله
دجېب خرڅ هم ورکوي دى وايي چې ددوى ګټه داده چې نور په درې لکه او دوى په
٦٠٠٠کلدارو حج کوي او دحرم خدمت خود ځان لپاره بېل وياړ اونېکمرغي بولي .دده په
وينا دده وخت د٢٠١٠ددسمبر په نهمه پاى ته رسېږي ،نواب خان په خپل وطن کې ډرېوري
کوي.
نواب خان داهم وويل چې دلته دحرم دخدمت دکمېټې مشر سعودى دى اونور
ټول کارکوونکي ياپاکستانيان ياهنديان اويابنګاليان دي، خو اوياسلنه يې پاکستانيان
دي هغه وويل دزمزمود تر موزونو کارتر نورو دروند دى يواځې پاکستانيان داکار کولى
شي،نواب زياته کړه چې دحرم کار درې شفته
دى ،اوپه هر شفت کې کم ترکمه دوه زره تنه خدمت کوي دنواب دوى داکار له باب العمره
څخه تر باب الفهد پورې دزمزمو د ترموزونو څارنه ياتش ترموزونه وړل اوډک راوړل دي.
ددوى او دمطاف ترمنځ يوه بله برنډه هم ده خوپه دې برنډه کې دزمزم لپاره ترموزونه ،نه بلکې هلته نلونه
دي دده په وينا، له يوې دروازې تربلې
دترموزونو په برنډه کې ١٤تنه او دنلونوپه برنډه کې ٥تنه توظيف دي کله چې په حرم کې
دماسخوتن لمونځ په جماعت اداشي، نو ډېر خلک خپلوخونوته ځي اوپرسړکونو ډېر بيروبار
وي په کوم اوږد پله چې موږ تللوډېر پراخ اودوه سړکه وو اودترافيکوپرمخ به هم تړلى
ووخوبياهم دازدحام له کبله تګ پرې دمېږي پرپښو
و يوځل دلته له يوې داسې ځوانې تورپوستې سره مخ شوم چې الله ج د بدرنګۍ
بشپړه نمونه پيداکړې وه ،ما ويل راځه دنړۍ دبدرنګې په توګه يې يو انځور واخلم بله
موخه مې دخپل ديوترورزي ځورونه وه.
دهغه مېرمن هم لږه توره ده ماويل راځه که ددې انجلۍ عکس (انځور)دې
واخست ،هغه ته به ووايې چې په مکه کې مې ستا خينه وليده، اودايې عکس دى، خير کېمره
مې راواخسته، له حدڅخه ډېر بيروبار و
وېرېدلم چې که ددې انجلۍ عکس واخلم
ښايي دا اويايې بل څوک بده و مني ، په غم به ککړ شم،خير جرئت مې وکړ په عربي مې
ترې اجازه وغوښته په خندا شوه ماهم ددې داموسکا ددې پر خوښه تعبير کړ څو انځورونه
مې ترې واخستل.
په بله شپه په همداسې بيروبار کې ورو_ ورو روان يو چې پر يوې لوړ قدې او چاغې ښځې مې
سترګې ولګېدې ښځه دومره لوړه او دومره چاغه وه چې خپله خپل مثال کېدلى شو اوبس.
ځان مې ورنږدې کړ، ځوانه خو تور پوستې وه،په بخښنې سره بايد ووايم ،تيونه يې دومره
غټ وو چې په اوږو پورې يې تړلي وو،په ډېرې حيرانتيامې ورکتل هغه هم زماپه حيرانتيا
او هغې ته په ځيرکتلو پوهه شوه ښايي پاکستانى او ياهندى به ورته ښکاره شوى يم په
ډېر خاص انداز، دطنز په لهجه اوفلمي ډايلاګ يې دکړس کړس خندا په ملتيا راته وويل
(کياهوا)له دې وېرې چې دنورو پام راته راوانه وړي ژر مې سترګې واړولې خو دې بياهم
په هماغه اندا ز وويل (کياهوا)؟.
دکينيا دپلازمينې کوناکري له اوسېدونکي ٦٠کلن محمديوو صالحو
جاليوسره موهم خبرې وکړې،هغه راته وويل چې دافغانستان جهاد په تلوېزيون کې وينو او
برياته يې دعاکوو.
دختيځې افريقا داړوند هېواد تانزانيا له يوه اوسېدونکي سره موهم
بنډار وکړ شېرزمان ترې دهاغه کوچني نابغه چې د ١٩٩٣او١٩٩٥کلونو په منځ کې يې شهرت
وموند پوښتنه وکړه خو اوس ترې خبرنه وو.
دحج په ټول موسم کې مې دنايجرله يوه اوسېدونکي اسماعيل سره ژوره او
دزړه له درده ډکه خواله وکړه،
څه چې ماغوښتل پرې واوښتم اسماعيل ويښ ،هڅانده، صابر نشيط پرخپل
ولس اواسلامي نړۍ دردېدلى ځوان وو، هغه دسوداګرۍ له پوهنځي څخه فارغ اوکوچنى
سوداګر وو.
يوه ورځ مې دمازيګر له لمانځه وروسته دوه طوافه وکړل له طوافونو
وروسته شېرزمان خپل درياضت ځاى ته بوتللم ،هغه ځاى چې دده عزلتګاه او دراز ،نياز تفکر اوتدبر ځاى وو،هماغه دده
دناستې همېشنى ځاى.
په همدې وخت کې يو تور پوستى ځوان راغى زموږترڅنګ کېناست، له سلام
وروسته مې ورسره دخبرو تنسته پرانسته، ډېره ښه انګليسي اوڅه ناڅه عربي يې زده وه،
خپل نوم يې اسمعيل او دنايجراوسېدونکى راوپېژنده.
هغه راته وويل چې ځينې خلک دنايجر او نايجريا توپيرنه کوي موږ
دنايجر يو چې ٩٩سلنه خلک يې مسلمانان دي او دافريقا په لوېديځ کې پروت دى دنايجر
خلک غريب خوپر اسلام کلک ولاړ دي خودنايجريادنفوس يواځې نيم وګړي مسلمانان دي، هغه
زياته کړه: ((موږ ډېر نېستمن خلک يو چې حج ته راځو اړيو چې اوه کاله ورته
سپماوکړو،زموږلوړ عايد دمياشتې درې سوه ډالر دى چې ٢٥٠دکور دلګښت لپاره کاروو او
٥٠ډالره بچت کوو، کله چې حج ته راځو نو دولت ته څلورزره ډالر تحويلوو ، موږ پنځلس
ميليونه نفوس يو دحج سهميه مو يونيم زر تنه ده خوزموږ په هېواد کې له يونيم
زرتنوسره دحج وس نه وو همدا لامل دى چې سږ کال دولس نيم سوه تنه راغلي يو، امريکا
او اروپا راسره دخپلو موخولپاره مرسته کوي خو اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول سعودي
،مصر،ليبيا،او ايران راباندې خپلې دروازې تړي
او مزدورۍ ته مو هم نه پرېږدي،زموږيوهېوادوال په قانوني توګه له پاسپورت
اوويزې سره لېبياته مزدورۍ ته تللى و
خودقذافي عسکرو ونيوه ويې واهه اوچې وږى شو نو خپل پاسپورت يې پرې وخوړ،اوس موږ
خپلو پنځه نوي سلنه کوچنيانوته خپلې مدرسې نلرو، هره ورځ مو دين کمزورى کېږي ،کفار راکې کار
کوي او شتمن سعودي او مصر مو ننداره کوي،عرب ،شيخان بايد موږته ددين دزده کړو زمينه
برابره کړي ،مدرسې او دارالحفاظونه جوړ کړي،حافظانو او ددين طالبانوته مکافات
ورکړي ددين زده کړوته يې وهڅوي پرموږ کې دين مري،
دعربو شيخان دوه زره ډالر دحفظ ديوې حلقې لپاره نه راکوي، خو دسعودي شاه
دوه کاله وړاندې مايکل جکسن ته ديوې نڅا لپاره څو ميليونه ډالر ورکړل، زماپلار
ديني عالم دى خو زماقرانکريم ندى زده آن ناظر ه يې هم تلاوت کولى نشم، که
مسلمانان په رښتيا هم ورونه وي او داسلام
او ورونو ګټه او دفاع فرض وي نو په نايجر کې خو اسلام دنړېدلي کمر پر سر دى،ولې يې
دنفتوپه پيسو په خرمستۍ کې ډوب عربان نه ګټي؟ که دوى خپل نيم زکوة هم موږته راکړي
زموږ اقتصاد رغېږي،او دمسيحي نړۍ له احتياجه خلاصېږو.))
اسماعيل اسامه ته هم دشک په سترګه ګوري وايي : ((اسامه دسي آى اې
ايجينټ دى،دسپتمبر ديوولسمې پېښې دامريکا په خوښه وې، واک ته دبوش په رسولوکې
اسامه لاس درلود، اسامه ځکه دسپتمبر ديوولسمې دپېښوپړه ومنله چې امريکا دلته راشي
،طالبانو اسلامي حکومت جوړ کړى و په
افغانستان کې سوله وه، روسان مات ووخو اسامه داهرڅه ګډوډ کړل، او دامريکا پښه يې
دلته راکش کړله چې اوس هره ورځ افغانان وژني))
اسمعيل خپل ايميل ادرس هم راکړ او ويې غوښتل چې له يوبل سره
دوامداره اړيکې وساتو.
دپاکستان دپښتو نخوا ايالت دمردان دولسوالۍ دهوتي اوسېدونکى حاجي
خان زرين راته وويل چې حکومت ترې ٢٤٠٥٠٠کلدارې اخستې دي خوپه همدې پيسو کې درې
وخته ډوډۍ هم ورکوي عماره يې هم حرم ته ډېره نږدې د مکې معظمې له کتابتون يا حرم
ته نږدې درسول الله ص دزېږېدوله ځاى سره ده،قدر او عزت يې ډېر دى. افغان حکومت هم
له حاجيانو له دې ډېرې پيسې اخستې دي،خونه ډوډۍ ورکوي ،نه مناسب ځاى نه کافي اوبه.
يوه ورځ سحر دتهجدو په وخت کې حرم ته لاړم له ماڅخه په مخکې صف کې
يوه اندونيزيايۍ په لمانځه ولاړه و،سجده يې دومره اوږده کړله چې ما ورسره اته
رکعته تهجد وکړل ،ترڅنګ يې يوځوان ناست و،بياپاڅېده څو رکعته لمونځ يې وکړ.
له لمانځه وروسته يې له سر څخه حجاب اخواکړ، وېښته يې چې لږ
ښکارېدل هم په سره ټوته کې تاوکړل،لمونځ يې په ډېره مينه،خشوع اوخضوع وکړ،خوب ورته
،پريخ زمزم يې څوځله مخ اوڅنګلې ووينځلې،ښې ډېرې يې وڅښلې زه هم تږى وم
زمزم ته راغلم راسره مخ شوه،ورته مې نه کتل خوزړه مې فتوا راکړه چې ددې ديندارې مخ
ته کتل ثواب دى،ښکلى تک سپين نوراني مخ يې و، دنورو اندونيزيايانو برعکس دمناسب اندام اولوړې ونې درلودونکې وه،
زماټول پام همدې ښځې ته و، لمونځ اوعبادت هغې کاوه خو خوند يې ماته راکاوه.
يوماښام راسره دچين دګانزواايالت اوسېدونکى عبدالاحمد دقربان
نيازي زوى په اشارو ډېرې خبرې وکړې،هغه
خپل عمر ٥٨کاله وښود،په عربي ،اردو ،پښتو او فارسي هغه نه پوهېده،اوپه چينايي ژبه
زه نه پوهېدم.
عبدالاحمد،په انګليسي هم پوره نه پوهېده خو زما ديوې پوښتنې په
ځواب کې يې زماد يادښت په کتابچه کې پخپل
لاس وليکل،چې ((muslims in china ١٠٠،٠٠٠٠٠))يعنې،په چين کې لس ميليونه
مسلمانان شته دي.
له چينايي عبدالاحمد سره
خبرو خوند راکړ ،هغه چينايى و خونوم يې چينايانوته ورته نه و سم زموږ په څېر افغاني او اسلامي نوم و. غوښتل
مې چې دنيازي دپسوند لامل ترې وپوښتم خو
په ژبه نه پوهېده له ده سره په خبروکې هره شېبه راته خپل ماما حاجي امرالله سترګوته
ودرېده، ماويل کاشکې دلته واى چې زما خبرې يې هغه او دهغه خبرې يې ماته ژباړلې
واى،حاجي امرالله په چين کې له يوې انجنيرې سره وپېژندل ،پېژندنه ژوره شوه په دوه
طرفه مينه واوښته،چينايۍ دده په هڅو مسلمانه شوه، ويښه اودينداره مسلمانه،
باحجابه اوتر موږ متدينه مسلمانه. دګډ
ژوندثمره يې دوه زامن دي چې پر يو يې، دجليل القدره او غسيل، الملايک صحابي حضرت حنظله او پربل يې د الله ج دتورې (
سيف الله خالدبن وليد ) نوم ايښى دى، اورېدلي مو دي چې چينايي سخته ژبه ده خوحاجي
امرالله په سپينه ږيره دومره ژر ياده کړه ،چې سړى ورته حيران شي ،له ماډېر مشر دى،
خوکله کله ورسره ټوکې کوم چې مينې پرفرهاد غر سورى کړ پرتا خوبه يې خود ژر
ژرچينايي ژبه زده کوله.
دترکيې دقونيې ٣٥کلن اوسېدونکى علي خيرى چلک بل ځوان وو چې ډېرې
خبرې مو ورسره وکړې، چلک ډېرذهين په سياست پوه اوداسلامي نړۍ په درد دردمند ځوان
ود مولنا بلخي څوبيتونه يې راته واورول، هغه راته وويل چې په نړۍ کې ٥٦اسلامي
هېوادونه دي خو مشران يې د پرديو ګوډاګيان او بې اتفاقه دي هغه وويل که اسلامي هېوادونه پر اسرائيلو لاړې هم توکړي نو
اسرائيل به ډوب کړي هغه وايي يواځينى سړى چې داسرائيلو لومړي وزير شيرون ته يې په
اروپاکې مخامخ شيطان وويل هغه طيب اردوغان و.
چلک وويل چې څوځله دلوېديځ اقتصاد ولوېد خو کوېټ، دوبۍ،سعودي او
مصر لوړ کړ،هغه داسلامي هېوادونو د چارواکيو په بې اتفاقۍ ډېر وژړل،او دهغوى عياشي
يې د مسلمانانود بربادۍ لامل وباله.
ده هم اسامه دامريکا سړى وباله،ويې ويل چې هغه امريکا ته زمينه
برابروي چې اسلامي هېوادونه ونيسي، اوويې ځپي، ماداسامه ننګه وکړه، ورته مې وويل
چې امريکا خو سعودي ،عراق ،کوېټ ،يمن، او نورو اسلامي هېوادونو ته تر اسامه وړاندې
راغلي وه. هغه حکمتيار، ريښتونى او زړور مجاهد باله.
ماورته وويل چې مصطفى کمال، اتاترک خوهم سيکولر او دپرديو
ګوډاګى و، زما خبر يې ډېره تائيد نکړه،خو
په زغره ده يې رد هم نکړه.
له يوبل٥٠ کلن ترکي سره مې
چې د استانبول اوسېدونکى واوپه خپله شين رنګه بنين اوتور رنګه دريشي کې
ډېرښه ښکارېده، د عزيز نسين په اړه خبرې وکړې، خو يوبل مو سم پوهولى نشو.
عزيز نسين نه يواځې
دترکيې، بلکې په نړيواله کچه طنز ليکونکى
و، دهغه دسياسي طنزونويوه نامتو
ټولګه خرمړى( ډيډ ډانکي ) مې چې ډاکټر فريد بزګر ژباړلې وه ١٥ کاله وړاندې لوستې ده اوس يې هم لولم اوچې هرځل يې لولم نوخوند راکوي.
عبدالاحمداو چلک دواړو خپل ايميلونه راکړل، او په راتلونکې کې يې داړيکې په
ساتلو ټينګار وکړ.
ماښام يوبنګله ديشي انجنير سره مخ شوم، هغه راته وويل چې دده معاش
دېرش زره او دمېرمنې يې پنځوس زره ترکي tkدى ځکه
چې دمېرمن زده کړې يې له ده لوړې دي، دوى
دحج لپاره ٢٢٨٠٠٠tkچې
٣٢٧٥ډالر کېږي حکومت ته ورکړي دي او ددرې وخته ډوډۍ په شمول لګښت يې پر حکومت دى.