
د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، چې له فساد سره جدي مبارزه کوي او په دې لړ کې به د ياد وزارت په چوکاټ کې اصلاحات رامنځته کړي.
د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ، چې د سه شنبې په ورځ يې خوست ته سفر کړى و، يوې قومي غونډې ته وويل، چې د تېرو څو مياشتو راهيسې يې په پوليسو کې ارزيابي پيل کړي او په دې لړ کې يو شمېر پوليس افسران له دندو څخه په ناوړه استفادې او فساد پيژندل شوي دي.
ښاغلي پتنګ زياته کړه، چې تېره ورځ يې د پوليسو په ليکو کې تر ١٠٠ پورې افسران، چې په فساد او له دندې په ناوړه ګټه اخيستنې تورن وو، له دندو يې ګوښه کړي او يو شمېر يې د څيړنو لپاره څارنوالي ته هم معرفي کړي دي.
د کورنيو چارو وزير زياته کړه، ځينو نورو افسرانو او د يو شمېر ولايتونو هغه قوماندانانو ته، چې ستوونزې لري، هغوى ته يې اخطارونه ليږلي او په نږدې راتلونکي به نور په فساد ککړ پوليس افسران هم له دندو ګوښه کړي.
تر اوسه د لويې څارنوالۍ مسؤلينو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې ايا رښتيا هم د کورنيو چارو وزير له لوري ورته يو شمېر افسران د فساد په تور ورپيژندل شوي او کنه.
ارين افغان