
د سيمه ييزو پوليسو د رامنځته کيدو پروسه په بېلابېلو ولايتونو کې عملي شوي، چې لاهم روانه ده او په دې وروستيو کې د هيواد پر شمالي ولايتونو سربيره په سويلي ولايتونو کې هم سيمه ييزو پوليسو دندې پيل کړي دي.
دکورنيو چارو وزارت اوس هوډ کړى، چې دا پروسه په خوست کې هم پلي کړي او د دې ولايت په يو شمېر مهمو سيمو کې سيمه ييزو پوليس په دندو وګماري.
د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى روهي ويب پاڼې ته وويل، دوى لومړۍ په هغه شپږو سرحدي ولسواليو کې د سيمه ييز پوليسو تشکيلات منظور کړي، چې هغه سرحدي دي او د ګاونډي هېواد پاکستان له نا امنه سيمو سره پولې لري.
د هغه په خبره، د دې ترڅنګ په دوو نا امنه ولسواليو صبريو او موسى خېلو کې هم سيمه ييز پوليس رامنځته کړي، څو د وسله والو زياتيدونکو مخه ونيسي او هغوى وځپي.
د خوست امنيه قوماندان زياتوي، قومي مشرانو ورسره تعهد کړى، که په سيمو کې يې سيمه ييز پوليس دندې پيل کړي، نو د هغو وسله والو کلک مخنيوى به وکړي، چې له سرحد ها راوړي او ورانکاري فعاليتونه ترسره کوي.
له بله خوا په سيمه کې د پوځي چارو څارونکى يوسف انتظارپه دې نظر دي، چې په خوست کې سيمه ييز پوليس له دې امله د امنيت په ټينګښت کې مهم واقع کيداى شي، چې ياد ولايت له پخوا د اربکي په نوم قوي دودونه لري.
هغه وايي، د سيمه ييزو پوليسو او قومي اربکيانو ترمنځ توپير يوازې په نوم او د تشکيلاتو په جوړښت کې دى.