
د جمعې ورځې له غرمې وروسته د خوست په مرکز او ولسواليو شړکندې بارانونه شوي او تر اوسه په پرلپسې توګه ورښت دوام لري.
د دې ورښتونو له امله سخت سيلابونه راوتلي او يو شمېر خلکو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ترڅنګ يې لسګونه کورونه ړنګ کړي او سلګونه جريب ځمکې يې هم لاندې کړي دي.
د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ روهي ويب پاڼې ته وويل، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، د خوست په مرکز متون، صبريو او باک ولسواليو کې سيلابونو ٧ کسان مړه کړي او ٩ کسان يې ژوبل کړي دي.
نوموړي وايي، په بېلابېلو سيمو کې اوس هم تازه تازه سيلابونه راوځي او د يو شمېر خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى، خو هغه زياتوي، چې پوليس په بېلابېلو سيمو کې سلاب ځپلو ته مرستې ته رسيدلي او دوه پوليس عسکر هم ژوبل شوي دي.
ښاغلى ځدراڼ دغه راز وويل، چې خوست والي د بيړنو پېښو د مبارزې رياست سره بيړنۍ ناسته نيولي او يوه هيئت ته يې دنده سپارلي، څو ولسواليو ته سفرونه وکړي او زيانمن شويو خلکو ته مرستې ورسوي.
ارين افغان