د نړۍ مهم خبرونه له لنډيز سره:

  • هند د هغو درې تنو سمندري ځواکونو مړي موندلي، چې دوه ورځې مخکې په يوه اوبتل کې د چاودنې له امله غرق شوي وو.
  • په مصر کې يو زيات شمېر هېوادنو خپل سفارتونه تړلي؛ کاناډا هم د خپل سفارت د تړل کيدو خبر ورکړی دی، ترکيې او مصر خپل سفيران رابللي دي.
  • هندي کلدارې په بيساري توګه د بهرنيو اسعارو په مقابل کې راغورځېدلې؛ په دې وروستيو کې ۶۲ کلدارې د يو ډالر په مقابل کې تبادله کيدلې. په چين کې بيا دا حالت برعکس دی او ډالرو د يوان په مقابل کې خپل ارزښت بايللی.
  • پاکستاني امنيتي ځواکونو وروسته له ۵ ساعتونو پر دې واتوانيدل، چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې يو تن وسلوال، چې کورنۍ يې هم ورسره وه او مهم سرک يې بند کړی و ونيسي. دغه کس او ميرمن يې ټپيان شوي او روغتون ته وړل شوي دي. پوليس وايي، چې دغه کس رواني ناروغتيا لري.
  • د ايران نوي جمهور رييس حسن روحاني د کابينې درې تنو، د دغه هېواد له پارلمان نه د اعتماد رايې تر لاسه نکړې.
  • د چين او جاپان تر منځ د څو وړو ټاپو ګانو پر سر اختلاف د دغو هېوادنو اړيکې کاواکه کړي او د جاپان لخوا چين ته په صادراتو کې کموالی راغلی.
  • د امريکا د ۱۱ ايالتونو په ځنګلونو کې د اور لګيدلو رېپوټونه ورکړل شوي، په همدې مهال د هوا د ګرمۍ په وجه د دغه ګواښ د زياتيدو خبر ورکړل شوی دی.