د ګوګل د جيميل کارونکو ايميلونه پټ نه پاتې کيږي.

\"\"
 نيويارک
د امريکايي رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، د ګوګل لوی شرکت د هغه فشار له امله چې پر دوی باندې وارد شوی، دې ته غاړه ايښي او په ډاګه کړې، چې د جيميل کارونکو ايميلونو منځپانګه پټه نه پاتې کيږي.
د هغو تورونو او نيوکو په پايله کې، چې پر ياد شرکت موجود وو او ګوګل يې له څارګرو ادارو سره پر همکارۍ تورنولو، په يوه محکمه کې د دې شرکت استازی وويل، چې هغه خلک چې د دغه شرکت ۴۲۵ ميليونو ايميل اکاونټونو ته ايميلونه ليږي، د دې تمه دې نه کوي، چې د ايميل محتوا به یې پټه پاتې شي.
د ايميل کارونکو د خصوصي حريم نه د څارنې ډلې مدير وويل، چې ګوګل پر دې اعتراف وکړ، چې د خلکو د خصوصي مالوماتو ساتل ورته اهميت نلري او که څوک غواړي، چې رازونه يې بربنډ نشي دغه ټکي ته باید پاملرنه وکړي.
نه يوازې ګوګل بلکې فيس بوک، مايکروسافټ او ځينې نور شرکتونه پر دې تورن دي، چې د امريکا د امنيت له ملي ادارې او اف بي ای سره همکاري لري.
وروستي رېپوټونه ښيي، چې د امريکا څاګرو ادارو، د ګوګل او اپل په شمول د ۹ شرکتونو سېرورونو ته په مستقيمه توګه لاسرسی درلود.
اېډوارډ سنوډن، د امريکا د ملي امنيت ادارې پخوانی کارکوونکی د دغو رازونو د افشا کولو سرچينه وه، چې اوسمهال د دغه هېواد لپاره د لوی سرخوږي په توګه بدل شوی دی.