
وال سټريټ ژورنال په يوه راپور کې ليکلي، ولسمشر کرزي د يوې غونډې
په ترڅ کې د بلخ له جنګسالار قومندان عطا
څخه غوښتنه کړې چې د ولسمشريزو په راتلونکو ټاکنو کې د استاد سياف له
نوماندۍ ملاتړ وکړي. د راپور له مخې
قومندان عطا د کرزي غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ويلی. په غونډه کې د شمال ټلوالې يو
شمېر نور جنګسالاران لکه فهيم او تورن اسماعيل هم ناست وو.
داسې ګونګسې دي، چې کرزي او فهيم د استاد سياف
په نوماندۍ موافقه کړې او اوس لابي ورته
کوي.