
پنتاګون وايي، چې افغانستان د (لېتيم) ډېرې غني
زېرمې لري او کولای شو ووايو، چې افغانستان د لېتيم سعودي عربستان دی.
امريکايي اېجنسيو دافغانستان تر
ځمکې لاندې طبيعو زېرمو ارزښت د يو
ميليارد شاوخوا اټکل کړی دی. افغانستان د مسو، کوبالت، اوسپنې، باريت، سلفر، سرپو،
سپين زرو، جستو، نيوبيوم غني زېرمې او د ځمکې د نادرو عناصرو(rare earth elements (REEs)) ۱.۴ ميليون متره
مکعبه زېرمې لري، چې د لېتيم غني زېرمو هم
شته. په پنتاګون کې د (تر جګړې وروسته پرمختيا) ټاسک فورس مشر جېم بوليون وايي، چې
د نړۍ د طبيعې زېرمو د نقشې له مخې کېدای شي افغانستان د منرالونو په برخه کې د
نړۍ مخکښه يا ليډر شي.
د ځمکې نادرو عناصرو ته په پرمختللې اوسنۍ ټکنالوژۍ کې،
لکه موبايلونو، کمپيوټر، تلويزون، هايبرډ ماشينونو، بېټريو، آپټيک فايبر، د ټانک
په نويګاسيون سېسټم، د توغنديو د لارښود سېسټم، د جنګي جېټ الوتکو په ماشينونو، د توغنديو دفاعي سېستم، ستلايټ او نورو پرمختللې ټکنالوژۍ کې اړتيا ده.
اوسمهال چين په يوازې ځان د ځمکې د نادرو عناصر ۹۷٪ توليدوي. داسې
خوشبيني ده چې افغانستان به په دې برخه کې
د نړۍ اوږدمهالې اړتياوې پوره کړای شي.