دخپلواکۍ اعلاميه   (دویمه برخه )

 که کوم داخلي سړی دخارجي دپاره په خپل هیواد کښې یې ددې اعلامیې په اساس سردپري کیدوؤ، مونږ ولیدل دروسانو دمداخلې په دوران کښې څومره خلک دخارجیانو دپاره لګیاوو چې دملي تاریخ په حکم مباح الدم ؤ. انګلیسي جنرال مونرو په خپلو یاداشتو کښې لیکلي دي: ( وضع ډیره خطرناکه ده. که چیرې محمد نادر له څو محدودو کسانو په دهغه عمل لاس پورې کړي افغانان خپلو هدفونو ته رسیدل).
مګر سره له دې چې مجاهدین دپرمختګ په حال کښې وو انګلیسان یې په شاتمبولي وو، دبري په دغه برید کښې دکابل نه دجنګ دمتار کې اعلان وشو چې دټول افغانستان خلک تر سند پورې هک حیران شول. په دې چې ارتباطات او اطلاعات کمزوري وو. په خپل بري او پرمختګ نه پوهیدل.
په وزیرستان کښې سمدلاسه پښتنو یوه لویه جرګه وکړه. ملاحمزه الله دوزیرستان یوې مشر جرګې ته یوه هیجاني وینا وکړه چې په ملي تاریخ کښې باید ثبت شي. حضرت حمزه الله رحمت الله علیه په خپلې ویناکښې وویل : کله چې امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ، سپه سالار نادر خان خوست ته ورسید. زمونږ قومونو سمدستي دانګلیسانو پرضد ملاوتړله. له (واڼا) نیولې (سرکي) پورې ټولې انګلیسي چهاوڼۍ یې تر کاکړستان پورې چور کړې او ددولتې عسکرو د پرمختګ لاره یې خلاصه کړه. ښایي چې دجنګ ددوام په صورت کښې افغانستان ته مشکلات پیدا شوي وای مګر داپه کار نه ؤ چې مونږ یې پرمیدان یوازې پريښي وای. سره له هغه دوزیر و اومسعودو غیر تمند تر اوسه جهاد ته دوام ورکوي او حاضر نه دي چې انګریز ته سرټیټ کړي، انګریزانو  یوه لویه قوه وزیرستان ته رالیږلې چې له مونږ څخه انتقام واخلي، مګر زمونږ قوم داسې ورسره جنګیدلي چې ترقیامته به یې په خاطرو کښې پاتې شي او هیر به یې نه کړي، بیا حضرت ملک هفته خان رحمت الله علیه دواڼا وینا وکړه. هغه دملاحمزه الله رحمت الله علیه خبرې تایید کړې او وئې فرمایل: مونږ نن په دې جرم چې دخپلو دیني او قومي وروڼو یعنې افغانستان سره مو مرسته کړې دانګریزانو طیارې پرمونږ بمبارد کوي، بله هیڅ ګناه ګډون کړی ، البته دازمونږ ایماني وظیفه وه. اوس باید دکابل حکومت هم مونږ یوازې پرې نږدي او دغه شعر یې ووایه:
بجرم عشق توام میکشند غوغایست
توهم برسر بام آی خوش نمایســـــــــــت
دافغانستان دخپلواکۍ له اعلان سره سم دهند دمسلمانانو او هندوانو دمرکزي آسیا دمسلمانانو او ټولو مسلمانانو مخ دافغانستان خواته راواؤښت. اعلیحضرت امان الله خان په داسې حال کښې چې ډیر ارمانونه ئې درلودل . مګر دومره پوخ سیاستمدار نه ؤ، دده ذاتي شرافت ډیرؤ. په چل ول نه پوهیدی . یو شهزاده ؤ مګر تر ډیره حده زیات دغربي مدنیت لیوال ؤ، چې په کارنه ؤ دمیرویس بابا او احمدشاه بابا له ملي اخلاقو ښه باخبره نه ؤ ، تر دې لابده داوه چې ښه همکار او مرستیالان یې نه درلودل. په دربار کښې لا دانګلیس پلویان ډیر ؤ، په ملي تاریخ کښې دده هیلې ، زړورتیا ، صمیمیت ، وطن پرستي دقدر وړ دي مګر دشیرشاه سوري ، میرویس بابا او احمدشاه بابا دپائي سړی نه ؤ او له دې سره سره لکه دنورو محمد زايي پادشاهانو مطلب آشنا او خپلچاری نه ؤ.
دافغانستان له خپلواکۍ ګټلو مونږ خپله خپلواکۍ بشپړه نه شو بللی ، ځکه دډیورنډ منحوسه کرښه ومنل شوه او همدغه دلیل ؤ چې شپږ ویشت کاله وروسته په ۱۹۴۷ ع کښې انګلیسانو دهند د تقسیم او دپاکستان دجوړیدو په وخت کښې دافغانستان دحکومت غوښتنه چې دپښتنو او بلوڅو دحقوقو په برخه کښې وه ردکړه، او ويي ويل :چې ۱۹۲۱ ع ستاسو ددولت او سرهینری ډابس په تړون کښې دډیورنډ کرښه منل شوې، بیادخبرو ضرورت نه لیدل کیږي.
که څه هم چې امان الله وروسته تر خپلواکۍ دشرقي اوجنوبي افغانستان په برخه کښې هڅې کولې . دخیوااو بخارا په برخه کښې یې داستقلال غوښتنه وکړه. تر مشهد پورې یې فعالیت درلود. دپنجده موضوع یې هم پورته کړه. مګر ددغسې لویې داعیې دپاره ده دومره توان نه درلود او ددولت ارکان په نورو فکرونو کښې وو. روشنفکرو لا دجمهوریت غوښتنه کوله، نادر خان په بل فکر کښې ؤ . دده ماما دخپل ځان په غم کښې ؤ . یعنې پراخه ملي مفاهمه او پوهه نه وه، نوځکه دژورې مطالعې له مخې امان الله سپين افغان دی، چې وروسته پرې وځلغوو.
امان الله خان کابینه جوړه کړه او سردار عبدالقدوس خان یې صدر اعظم وټاکه. مګر وروسته له  عبدالقدوس خان څخه وزارتونه ؤ خو صدراعظم نه ؤ. د صدر اعظم کار هم خده په غاړه اخستی ؤ، امان الله خان له وطني ټکر څخه جامي جوړولې . نوریې مجبورل چې له وطني ټکر څخه دریشي جوړه کړي.
دصوت غازي په نامه د سواد زده کولو عام پروګرام منیځ ته راغی. دلومړی ځل دپاره اساسي قانون   د نظامنامې په نامه جوړشو او پراخ اصلاحات شروع شول. دتعجب خبره په دې کښې ده چې لږو سواد لرونکو په وسیله پراخ دپلوماتیک ، عمراني او  عرفاني کارونه وشول. مرحوم میر غلام محمد غبار د اعلیحضرت امان الله خان دوره په دوه برخو ویشي: پنځه لومړی کلونه او پنځه وروستي کلونه چې لومړۍ برخه یې ښه بولي او دوهمه برخه یې اشتباهګانې شمیري. عبدالمجید زابلی چې په څو کابینو کښې داقتصاد وزیر ؤ دغه وخت په کال ۱۹۹۱ ع دی، دی په امریکې کښې لا ژوندی دی، دده عمر تر سلو باید اؤښتی وي ځکه دی وایي چې د امیر حبیب الله خان په وخت  کښې ده په مسکو کښې تجارتي کوټه درلوده. زابلي په یوه مرکه کښې چې له محلي رادیو څخه نشر شوه، وویل : امان الله خان ښه سړی ؤ ، مګر کومې خریدارۍ چې ده له اروپا نه کړې وې له اقتصادي نظره دافغانستان په ګټه نه وې او ددې وجه داوه چې دادده کارنه ؤ ، زابلي دتڼیو جوړولو فابریکه وښوده چې امان الله خان اخستې وه. ده ویل لومړی باید نساجي صنعت راشي تڼۍ پرڅه شي پورې ټکوهلی شو؟
اصلي خبره داده چې دامان الله خان په مغزو کښې د پرمختګ او غربي پرمختګ شو ق ؤ ، آبادي ، دتاریخي حقوقو حاصلول، افغانستان ته حیثیت ورکول، ځای په ځای شوي وو. خارج کښې انګلیس غوندې دښمن، داخل کښې ددولت ارکانوبې کفایتي ، لاس په لاس دده کار وران کړ، مګر له امان الله خان څخه دومره توقع هم نه ده په کار چې له یوې خو دانګلیس ددسیسو مقابله وکړي ،تاریخي حقوق له بلې خوا حاصل کړې او پرمختګ هم راولي . مګر که افغانستان داستعداد بشري او طبیعي امکانات په نظر کښې ونیول شي، امان الله خان ښه نیت دافغانستان ډیرې چارې سمې کړې وې.
په دربار کښې دوزیرانو خاص سلوک ؤ ، چې دغه خاص سلوک خلک دظاهر شاه په وخت کښې هم مونږ ولیدل ، دمثال په ډول مونږ دولتي مقام نه درلود، په مخالفینو کښې ولاړ وو. مګر ددولت وزیرانو مونږ سره ارتباط ساته او ددولت په ټینګیدو کښې یې مرسته نه کوله. هغه وخت هم داسوال ؤ چې تاسو یاداوکړئ یا هغه  : یو بل مثال دغه وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو وروسته دظاهر شاه مخالفت هم کاوه، لکه صباح الدین کشککي دمطبوعات وزیر، دظاهر شاه په زمانه کښې ، خلیل الله خلیلي سفیر، مصاحب مشاور او مستقل رئیس دوزیرانو دشورا منشي......، وروسته دظاهر شاه  له پادشاهۍ دهغه سخت مخالف وو. چې لیکنې او آثار یې خپاره شوي،ځینې جنرالان والیان او په سلهاؤ لوړ رتبه مامورین چې پادشاه ته یې ذات اقدس، حضور ملوکانه ویل : چې ظاهر شاه له پادشاهۍ خلاص شو. بیا مخالف وو. یوله تعلیم یافته ؤ چې د کتور نصري نومیده او داطلاعاتو او کلتور دوزارت دنشراتو رئیس ؤ او زه دافغان ملت مسؤل ؤم ، ټول سانسور دده له پلوه ؤ مګر د حق شناس په نامه یې په پادشاه پسې ډیر خپرونې وکړې ، نوکه چیرې دامان الله خان په شاوخوا کښې هم د غسې دوه مخې خلک ولاړ وو، نو دامان الله خان کامیابي  مشکله وه. سید رسول په خپل کتاب  (عهد اماني ) کښې لیکي کله چې داستقلال په جګړه کښې افغاني قواوې له ډیورنډ کرښې ورتیرې شوې وي وایي: جنرال سمیع په دغه وخت کښې له شپږ کسو اطریشي اتباعو سره چې لومړۍ عمومي جګړې کښې روسانو سره اسیر ؤ بالشویکانو خوشې کړی ؤ، جلال آباد ته ورسید، جنرال سمیع د انګلیس له نماینده حافظ سیف الله سره وکتل او کومه رویه چې له هغه سره کابل کښې شوی وه او داچې افغانانو باغ منطقه او کافر کوټ نیولی، پښیماني وښودله او زیاته یې کړه امان الله خان په دې خبره خپه دی، ده زیاته کړه، چې امیر امان الله دڅو احمقانو له خوا لکه محمود طرزي او عبدالقدوس احاطه شو ی ؤ ، که نه امیر دجنګ په فکر کښې نه ؤ ، دغه ته مونږ خاص سلو ک ووایه.
د (عهداماني ) کتاب دامان الله خان په مخالفت کښې لیکل شوی او دروسانو دنظامي مداخلې په دوران کښې لیکل شوی ، لیکوال چې دامان الله خان دمحکومولو په هڅه کښې دی، مګر ده ډیر ګټور مواد راټول کړي، چې دامان الله خان محکومول خو لا پریږده چې دده د لوړ شخصیت یې ښه رڼا اچولې ، چې په دغه فصل کښې ماله هغه بشپړه ګټه واخیسته. کتاب چې داتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان دفرهنګي ګمیټې له خوا چاپ شو، په ۳۴ مخ کښې داسې لیکي:- دمی په ۲۴  د کال ۱۹۱۹ انګلیسي طیارې پر کابل حمله وکړه، دسهار په شپږو بجویې ښار بمبار کړ، یوه سانحه وه خلک یې ویرجن کړل، او نظامي قواؤ هوايي دفاع نه درلوده ، نظامیانو او خلکو پر طیارو ډزې کولې .
امان الله خان دصلحې داعادې په فکر کښې ؤ ، خو انګلیسانو له زوره کار اخستی ، انګلیسي استعمار سر بیره پر هوایي حملو خپلې جاسوسۍ  شبکې او خپل استخدامي بانډونه فعال کړل او په خپلو خلکو کښې ئي داخبرې خپرې کړې چې امان الله دجنګ اصلي مسؤل دی، او هغه دی چې افغانان یې دمرګ پنجو ته وسپارل، مګر امان الله خان د خلکو یوه لویه ټولنه جوړه کړه او هغې ته یې له جوشه ډکه وینا وکړه، او په خپله وینا کښې یې له خلکو پوښتنه وکړه، چې آیا هغوی دی د جګړې مسؤل بولي؟ خلکو د الله اکبر په نعرو پر انګریزانو لعنت ووایه او انګریزان یې دجنګ مسؤلین وبلل. او دوعده یې وکړه چې دخپلو وینو تر وروستي څاڅکي به جهاد ته دخپلواکۍ په لاره کښې دوام ورکوي ) یعني واقعیتونه دغه شان وو.
کتاب بیا لیکي دمی ۳۱ انګلیسانو دسولې  غوښتنه وکړه، په دغوشرطونو:
لومړی:- افغاني قواوې دې له هغو ځایو څخه چې اوس هلته دي شل میله په شالاړې شي، او انګلیسي عسکر به په خپلو کښې وي.
دوهم:- انګلیسي الوتکې دې داطلاعاتي الوتنو اجازه ولري او که د افغانستان په خاوره  کښې چیرته کښته شي، دافغانانو له حملو دې مصئونې وي ( هغه وخت لا طیارو ځنډ پروازونه  نه شول کولای، ابتدايي تخنیک یې درلود).
دریم:- دډیورنډ دکرښې دواړه خوا اقوام او قبائیل دې وپوهول شي چې دانګلیس پر ضد دې له هرډول اقدام نه ځان وژغوري او دغه قومونوته دې داور بند خبرورکړ شي. امان الله خان دغو غوښتنو ته منفي ځواب وکړ. او نور شرایط یې وړاندې کړل او اور بند ۱۹۱۹ دجون په دریمه اعلان شو .
له دې خبرو څرګندیږي چې انګلیسان له دولتي قوتو څخه  نه ویریدل ، دوئ دلوي افغانستان له ملت نه ویریدل.
ترخپلواکۍ وروسته دلوی افغانستان دشرقي برخې نماینده ګان کابل ته راغلل. څو امان الله خان ته ووايي چې دډیورنډ کرښه ونه مني او ټولې پښتنې سیمې دې په قرار داد کښې شاملې کړي او کنه دوئ جهاد ته جاضر دي.
دغه وخت امان الله داخبره مینځ ته راوغورځوله چې انګلیسانو ومنله او افغانستان کښې ددولت ځینې ارکان امان الله له جګړې ویراوه. له بده مر غه چې دډیورنډ کرښه یې  ومنله، ډابس انګلیس چې دافغانتان پریشاني ولیده، نو ۲۲ د نوامبر ۱۹۲۱م  دمحمود طرزي خارجه وزیر په نامه یو لیک راولیږه چې د تړون ضمیمه بلل کیږي، څرنګه چې د سرحدي قومونو احوال دافغانستان د دولت داندیښنې سبب دی، په دوستۍ سره تاسو مشفق مهربان ته اطلاح درکوم چې د بریتانیې دولت دټولو سرحدي اقوامو په برخه کښې دروغ نیتۍ خیالات لري او په هر لاره چې وي، نیت لري چې له  هغوئ  سره مروتمندانه رویه وکړي، په دې شرط چې د بریتانیې په اتباعو باندې چپاؤ ونه کړي ، هیله ده چې دغه مکتوب به ستاسو دتسلۍ باعث شوی وي ( سرهینري ډابس).
نوویلی شو چې  افغانستان دیوې برخې خپلواکي تر لاسه شوه او دبلې برخې یې پاتي ده.
دخپلواکۍ دتړون په ۱۱ ماده کښې دومره ویل شوي که دواړه دولتونه په خپلو سرحدي برخو کښې مهم نظامي عملیات کوي مقابل لوري ته به خبرو کوي.
چې داهم عملي نه شو او بیا دهند تر آزادۍ پورې پښتانه او انګریزان لاس او ګریوان په جګړه بوخت ؤ.
له هغو لیکنو له مخې چې دامان الله خان د شخصیت په برخه کښې شوي، داصلاحاتو او انقلاب کتاب دی، چې(لیون بلاداد) نومې امریکايي لیکی، دغه کتاب دامان الله خان پرشخصي اخلاقو او شخصیت ښه مطالب لري، چې کولای شو دملي تاریخ په لړ کښې هغه وکتل شي. لیکونکي دبیلو لیکوالو او دپلوماتانو نظریات کښلي چاچې امان الله خان لیدلی . ددوئ له خبرو داسې څرګنديږي چې امان الله خان یې له شکه هیوادپالونکو ، زړورو او دلوړ استعداد خاوند ؤ ، دومره چې حیرانوونکی او جذاب بریښېده. زه په دې ډاډه یم چې دامان الله خان  د ژوند او شخصیت څرنګوالی دلوستونکي دپاره په زړه  پورې دی، حتی دده شخصیت ، افکار اوکړه وړه دترتیب او تعقیب وړ دي.
مونږ په مفصله توګه دده له ژوند او افکاروبې ببره یو، یو خو دوخت په لحاظ دی مونږ ته نژدې اوما پخپله دامان الله خان نژدې همکاران او دوستان لیدلي او خبرې مې ورسره کړي ، له هغې جملې نه دده یاورمحمودخان ، دحرب او داخلي وزیر عبدالعزیز خان، محمد ګل مومند، چې دده جنرال ؤ ، په تاریخ کښی دغه خبرې ډیر اهمیت لري، که څوک داسې فکر وکړي چې څه ټول خبر دي، یا به یې څوک ولیکي په داسې حالاتو کښې خبره پاتي کیږي.
یوکمکی مثال: په کال (۱۳۴۵ هـ  ش ) کښې دتجارت په اتاقو کښې یو پیاده ؤ : اصلاُ  دچهار دهي ؤ ، غلام محمد نومیده ، غلام محمد په ځوانۍ کښې د دارالامان په باغ کښې باغبان ؤ ، ده ویل : دپسرلي ورځي وې یوه ورځ باران شوی ؤ . ځمکه څه لمده وه، چې امان الله خان له خپلو همکارانوسره دارالامان ته راغی، دعمارت ځای لوړؤ دغونډۍ په سر دنوي قصر کار شروع ؤ ، امان الله خان په منډه شو او پر غونډۍ وخوت خپلو همکارانو ته یې وویل چې راځئ راوخیږئ تاداو وګورئ ! هغوئ نه شوای ختلای ، ښوئیدل ، امان الله خان ورته وویل : زه تل تاسو ته وایم چې ورزش کوئ او ډوډۍ ډیره مه خورئ او دغه دی زه تاسو نه مخکښې یم، زما هر خبره ستاسو په خیر ده.
د(پلاداد) کتاب کښې داسې راغلي چې امان الله خان له سپورټ سره علاقه درلوده، خپل همکاران یې هم تشویقول . فرق دادی چې لومړۍ خبره یوه بیسواده پياده کړې او دوهمه خبره یو ه امریکايیي لیکوال.
دغه ډول دابه یو مثال وي که چیرې دخپلو سپين ږیرو قصې او دسترګو لیدلي حالات مووانه وریدل، یووخت به دې ته اړشو چې خارجې آثارو کښې یې ولټوو.
موریس فوسي دفرانسې سفیر دامان الله خان په باب لیکي: دغه ځلمی پادشاه دخپل عمر دکلونو په نسبت په سیاسي چارو کښې حیرانوونکی شعور لري ، په ډیره زړورتیا خپل مخشص هدفونه پر مخ بیايي، کله چې ماولید جنرالي لباس یې اغوستی ؤ ، تورې غټې سترګې ، سپین پوستکی له سترګویې اقتدار، حزم او اعتدال ښکاریده. امان الله خان له خپلې ذکأ ، شهامت او دسیاسي مسألو په پوهیدلو هر څوک تأثیر لاندې راولي. امان الله خان دغه کفایت لري چې پيچلې سیاسي مسئلې دخپلو ګاونډیانو په باب ( روس او انګلیس)په پوره ډاډینې مطرح او خپله فیصله صادره کړي، دکوټلې ا و مضبوطې ارادې خاوند دی، تراوسه یې د زمانې صیقل نه دی لیدلی ، ډیر بریالیتوبونه ئې ترلاسه کړي ، دمثال په توګه په لږ ه موده کښې ئې افغانستان ټولې نړۍ ته وپيژاند. کلمات نه شي کولای چې ددغه شخصیت لوړوالی وښيي.
 
مأخذ :- دافغان ملي تاریخ
 
تیمورشاه یوسف زی
هرات - افغانستان
www.techafghan.com