دخپلواکۍ اعلاميه  (لومړۍ برخه )

دخپلواکۍ اعلامیه هم ډیره مختصره ده !، چې داعلیحضرت امان الله خان له خوا اعلان شوه ( زه ځان او خپل هیواد له کورني او بهرني  نظره په تمامه معنی خپلواک، مستقل، او خود مختاره اعلان ؤم . زما هېواد به وروسته له دې لکه د نړۍ د نورو قدرتونو او هیوادونو په څېر خپلواک وي. هیڅ خارجي قدرت ته به د سر دیوه ويښته په اندازه اجازه ورنه کړښي چې زمونږ په داخلي او خارجي مسایلو کښې لاس وهنه وکړي . که څوک وغواړي په دې کار لاس پورې کړي (توره یې پورته )  په دې توره به سر یې پءې کړو! . حاضرینو نعره کړه
الله اکبرا و نصر من الله وفتح قریب
. تل دې وي افغانستان ! ژوندی دې وي امان الله غازي.
دافغانستان د خپلواکۍ اعلان په هیواد کښې دننه او دباندې یوه زلزله پيداکړه، په ټول هندوستان کښې په عربي  هیوادوکښې دافغانستان دې مهم اقدام ته حیران وو. ځکه انګلیس په نړۍ کښې یوازنی طاقت ؤ چې په نیول شوو ځمکو کښې یې لمر نه ډوبیده. دهندوستان دمسلمانانو ، هندوانو  هیجان زیات شو. انګریزانو یو نوی  سخت قانون جاري کړ. ډیر خلک یې بندیان کړل او عام قتل یې شروع کړ. دهمدغې میاشتې په پای کښې امان الله دانګریزانو پرضد په یوه عامه جلسه کښې یوه هیجاني وینا وکړه او په هغه کښې ئې دامر تسر عام قتل وغانده. په دغې پيښې کښې  انګلیسي جنرال (دیر) دخلکو په ګڼه ګوڼه باندې داورامر وکړ. په لسو دقیقو کښې یې 379 کسان ووژل. (12000) کسان زخمیان امان الله چې دغه واقعات بیانول نو وئې ژړل او زیاته یې کړه داڅه ظلم او ستم د ی چې زمونږ په هندي وروڼو باند ې کیږي . یوازې دانه دی ټول مقدس ځایونه او بغداد ددغو ظالمانو په لاس کښې لویدلی دی.
زه تاسو ته وایم چې که جهاد کوئ دغه یې وخت دی( ټولو نعره وکړه الله اکبر جهاد او غزا کوو. امان الله خان وویل تاسو نه مالیه نه اخلم. تاسو خوراکي شیان د جهاد دپاره برابر کړئ. بډایان دې وسله په بیه واخلي او بې وزلو ته یې دی د ضمانت په مقابل کشې ورکړي. په ټول هیواد کښې دډیورنډ له کرښې هاپلو او دې پلو غوغا جوړه شوه. نارینه ښځې عالم او عامي په یوه صف کښې ودریدل.
د (۱۹۱۹ ع ) داپریل په ۱۵ ویکټوریا دانګلستان ټول واکمني امان الله خان ته ولیکل چې انګلستان دپخواني تړونو له دوام سره علاقه لري. یعنې  چې خپلواکۍ په دپلوماتیکو لارونه ترلاسه کیږي اوښایي چې تورې ته لاس شي. همداؤ چې دجګړې دپاره ملت چمتو ؤ . عسکري قطعې هم چمتو شوې چې دهند یعنې انګلیس پر خاورو برید وشي . طبیعي ده چې لومړی شرقي او جنوبي خاورې مخې ته راتلې ، چې ټول پښتانه او خپل خلک ؤ هغوئ هم په ټول قوت جهاد ته حاضروو. لکه چې څرګنده ده سپه سالار صالح محمد جلال آباد ته ، سپه سالار محمد نادر پکتیا ته او سردار عبدالقدوس کندهار ته ټاکل شوي وو. لومړني ترتیبات داسې وو چې یو پلا دې دغه قوې داور خطونو ته ورسیږي او هلته دې دمرکز دامر انتظار وکړي . دلارو په اوږدو کښې نارینه او ښځو پردغو ملي قوتونو ګلونه او خواږه شیان شیندل او داسې جوش او هیجان ؤ چې دهرچا په سترګو کښې د افغاني غیرت اوښکې ولاړې وې.
اعلیحضرت امان خان دیوه سپاهي جامې په ځان کړې دحرب په وزارت کښې د عمومي قوماندان په حیث ناست او پخپله به یې دچارو څارنه کوله.
نقلیه عصري وسایل نه ؤ . له ټانګو ، آسونو او اوښانو څخه استفاده کیده. مګر ملت عزم کړی ؤ دجنګ تیارئ کیدې . ځوانانو په بازارونو جوماتو نو کښې شعارونه ورکول. هر چا به په تورو او ټوپکو لاس واهه . ځینې لیکوال وایې چې دچارو تنظیم په سمه توګه کېده او جاسوسانو بدې آوازې نه خپرولې . نونه یوازې لوی افغانستان آزادیدی، بلکې هندوستان به هم دانګریزانو له پنجو وتلی وای. دافسوس خبره داده چې وسایل لږ وو. ارتباط سم نه تأ مینده.
یوه سپين ږیري راته دخپل سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ چې په ټانګو کښې پخه ډوډۍ او  غوښه جلال آباد ته لیږل کیده. عبدالعزیز خان حربیه وزیر یوټانګیوان چې چټکي یې نه کوله په څپیړه وواهه . امان الله خان دغه وخت له کومې را پیدا شو. ټانګه وان یې په غیږ کښې ونیو او دلاسایې کړ. وروسته یې وزیر ته وویل دلته یې چې ته په څپیړه ووهې، په لارې کښې یې عسکر وژني. دهر افغان قدر پرخپل ځای دی. په تاریخ کښې هر لوستونکی باید هغه زمانه او وسایل په نظر کښې ولري.
لومړی سړی او قوه چې سرحد ته ژر ورسیده دصالح محمد سپه سالار قوه وه، که څه هم چې لاداور قومانده نه وه ورکړی شوې ، شرقي قوه لږه دډیورند له تحمیلي کرښې ورتیره شوه . له انګریزانو نه ئې د اوبو چینه هم ونیوله . زرشاه شینواري دانګلیس محلي پلویان ووژل . دسرحد کمشنر روز کیپل امان الله خان ته دهند دوایسرای له لارې ولیکل چې زرشاه شینواری چې دهنداو افغانستان دښمن دی باید ووژل شي مګر امان الله خان ونه منله.
امان الله خان انګریزانو ته داسې ولیکل ( ستاسو حکومت ښایي چې زمونږ حکومت دیوه خپلواک حکومت په حیث وپيژني او دهغه جغرافیايي او سیاسي اهمیت ته دې احترام په نظر وګوري . داسې ښکاري چې تاسو زمونږ هیلې په نظر کښې نه نیسئ . له زرو افسوسونو سره باید وویل شي چې ستاسو له لیک نه داسې څرګندیږي چې تاسو دغه حقیقت نه منئ. افغانستان  چمتو دی چې دمساوي حقوقو په اساس له تاسو سره قرار دادونه امضاء کړي اوستاسو له حکومت سره ددوستۍ اړیکې ولري. که تاسو حاضر شئ خپل ظالمانه قوانین فسخ کړئ او دخلکو حقوق په رسمیت وپېژنئ. اوسني خطر ناک حالات به په مثبته توګه بدلون ومومي او دنړۍ پرمخ به دبدمرغیو دراوزې وتړلی شي. دایو حق دی چې حق بای دوغوښتل شي. هیله لرم چې ستاسو حکومت به له ژور او بشپړ پوخ فکر څخه کار واخلي او دخبرې . په ژور تیا به پوه شي.
مګر انګلیسان حاضر نه شول چې دغه لیک ته مثبت ځواب ورکړي بله لاره پاتي نه شوه.
د(۱۹۱۹ ع )  دمی په دریمه جګړه پیل شوه، انګریزانو پېښور دافغاني پوسته خانې آمر غلام حیدر چې دامان الله خان ابلاغیې یې په پښتنو اومسلمانانو کښې ویشلې وې او دهند خپلواکي غوښتونکی لکه ملا پ سنګهــ عبدالجلیل ډاکټر کوش یې ونیول اوډهلي ته یې ولیږل.
 
مخکښې تر دې انګلیسي چاوڼۍ په باغ کافر کوټ کښې دافغانانو نیولې وې ، ټل واڼه دټوچی دره دسپين وام کلا، شیوا، درسمند ته ورسیدل. افغاني قواوې دپرمختګ په حال کښې وې. له پېښوره عافیت غوښتونکي دوتلو په حال کښې وو. له سپين بولدک سره افغاني عسکرو تر وروستي سړي پورې تن په تن ، برچه په برچه وجنګیدل . افغاني قواوې یو نیم میل له کرښې ورواؤښتلې، چمن هم ونیول شو او کویټه تر فشار لاندې راغله. دفقیر زی مرغه او دهند وباغ شا او خوا تپې او غونډۍ ونیول شوې . اپریدیو دره بازار ونیوه . بارلي ،علي مسجد کښې انګریزي تهانې (پوستې) ونیولې شوې.
دلته ددې خبرې ذکر ضروري دی چې دغه پرمختګونو وړاندې وروسته ؤ او سرحدي پښتانه یا شرقي او جنوبي افغانانو په جوش اوپښتنې غیرت یرغلونه او بریدونه کول مګر افسوس چې مرکز یعنې کابل کمزوری ؤ دلته دولتي مأمورین او راحت غوښتونکي مشران وویریدل او دسولې دپاره هلې ځلې روانې شوې.
په داسې حال کښې په همدغه وخت کښې یعنې که عین ورځ نه وي یوه ورځ وړاندې یا وروسته انګلیسي کمشنر روز کیپل په دیارلسم دمئ (1919  ع )
دهندوایسرای ته ولیکل : ( افغانان په زړورتیا جنګیږي ، مګر دهغوئ دقوماندې کدر کمزوری دی او ټرانسپورټي وسایل نه لري ، پراخې مانورې نه شي کولای . مونږ زیاتر ه د قومونو د ځايي خلکو له خوا ویره لرو. هغوئ ټول دجهاد په نامه خپله لوړه ایماني وظیفه بولي چې وجنګیږي او داؤطلبانه دجګړې ډګر ته رادانګي )
نوموړی کمشنر بیا لیکي : په لنډ یکوتل کښې د تهاڼې له اووسو و څخه یوازې سل تنه پاتې دي او دهغوئ افسران وایي چې ددغو افرادو ضمانت نه شي کولای په جمرود کښې دپنځو سوو عسکرو له جملې نه یوسل و پنځوس تنه حاضر دي. مونږ غواړو چې دغه افراد هم خلع سلاح کړو، څو دعمومي قیام په صورت کښې خلکو سره یوځای نه شي.)
جان مني دانګلیس پولټیکل ایجنټ په سمله کښې وایسرای ته ولیکل ( دټل ښار له لاسه وتلی، نودجلال آباد دنیولو پلای دې وځنډیږي ، ځکه دومره ټرانسپورټي وسیلې نه لرو چې دواړو جبهو ته ورسیږو. مونږ باید د افغانستان په خاوره کښې له پرمختګ څخه ډډه وکړو. ځکه دافغانستان ټولو خلکو دسرحد په دواړو ځواؤکښې پتیلې چې دافغانستان دحکومت ملاتړ وکړي اوله انګریزانو یامونږ سره وجنګیږي.
ټول خلک مونږ ته دحقارت په نظر ګوري او مونږ تیري کوونکي بولي )
له دغو لنډو راپورو څرګندیږي چې په دریم جنګ کښې افغانان بریالي وو. چې ټول افغانستان یا لوی افغانستان آزاد کړي او بالاخره هند له انګلیسانو آزاد شي. مګر همدغه وخت یو شاعر دامان الله خان په باب وایي:
دلـــــــــــــــــــم بپاکي دامان غنچه می لرزد
که بلبلان همه مستند و باغبان تنهاست
داټول د ملي تاریخ هغه برخې دي چې که پاملرنه ورته وشي اوراتلونکې وسنجول شي لږ تر لږه به مستقبل سم شي. دمثال په توګه که مونږ داستقلال اعلامیه په سروزرو لیکلې وای او هغه مو سرشق ګرځولی وای، هیڅ څوک دخارج نوکران نه جوړیدل.....( هیڅ خارجي قدرت ته به دسر دیوه ويښته په اندازه اجازه ورنه کړی شي چې زمونږ په داخلي او خارجي مسایلو کښې لاس وهنه وکړي . که څوک وغواړي په دې کار لاس پورې کړي په دې توره به یې سر پرې کړو).
  مأخذ :- دافغان ملي تاریخ
 تیمورشاه یوسف زی
هرات - افغانستان
www.techafghan.com