
د اسټراليا لومړي وزير (کېوين روډ)
اعلان وکړ، چې ځواکونو يې هغه افغان سرتېری وژلی چې دوه کاله وړاندې يې پر
اسټراليايي ځواکونو بريد کړی و او بيا په تېښته بريالی شوی و. د ده په وينا افغان سرتېری (محمد روزي) د سه شنبې په
شپه د افغانستان پر وخت له افغان ځواکونو
سره په ګډو عملياتو کې ووژل شو. د
اسټراليا دفاع وزير ويلي، چې کله چې پر نوموړي بريد کېده ده يو لاسي بم ګوزار کړ، خو ډېر زر ووژل
شو. د لاسي بم په چاودنه کې يو افغان
سرتېری سرسري ټپي شوی دی.
د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې محمد روزي
پر اسټراليايي ځواکونو د ماشينګڼې بريد
وکړ، چې له امله يې يو اسټراليايي پوځي ووژل شو ، دوه تنه اسټراليايي پوځيان او دوه افغان سرتېري هم ټپيان شول. د اسټراليا
دفاع وزير وايي، چې دوی له څو مياشتې راهيسې د محمد روزي په لټه کې استخباراتي
عملیات پيل کړي و.