د کندهار پر زندان د يوه بريد  مخه ونيول شوه

د کندهار د ملي امنيت رياست خبر ورکوي، چې د دغه ولايت پر زندان  يې د يوه بريد مخه نيولې ده او په همدې تړاو  يې يوه لس کسيزه ډله  نيولې ده. د ملي امنيت د مسوولينو په وينا د بريد پلان له افغانستان  څخه بهر جوړ شوی و او پام کې وه چې  د  اختر په شپو ورځو کې دغه پلان  پلی شي. دکندهار پر زندان  دوه ځلې پخوا هم بريدونه شوي، چې له امله يې په سلګونو کسان تښتېدلي دي.