
د افغانستان د سولې شورا مشرانو د طالبانو لپاره
له افغانستان څخه بهر په سعودي عربستان او يا ترکيه کې د دفتر د پرانيستل کېدو ملاتړ کړی دی. د دوی په وينا دا ځل بايد د دفتر د پرانيستنې اړوند ټول مسايل مخکې له مخکې
وسنجول شي. د سولې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد هيله څرګنده کړې، چې په افغانستان
کې د ولسمشريزو ټاکنو دمخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پيل شي.