په قاهره کې په  سلګونو لاريون کوونکي  وژل شوي


\"\" 
پرون دمصر پوځ د قاهرې په (رابعه العدويه) او (النهضه) ډګرونو کې د پرځول شوي ولسمشر محمد  مرسي د پلويانو پر پنډغالو بريدونه وکړل او د دوی کمپونه يې ونړول. د تصفيې پر مهال پوځ پر متحصنو لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې له امله يې په  سلګونو کسان ووژل شول. ديوې سرچينې له مخې په پرونيو نښتو  کې شا خوا ۳۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ کسان هم ټپيان  شوي دي. په وژل شويو کې څه باندې ۴۰ تنه پوليس او پاتې نور يې ملکي وګړي دي. لاريون کوونکو هڅه  پيل کړې چې  د قاهرې په نورو سيمو او  همداراز د مصر په نورو ښارونو کې راټول شي او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. په  پرونيو عملياتو کې د النهضه کمپ نسبتاً ژر تصفيه شو، خو د رابعه العدويه کمپ تصفيې ۱۲ ساعته وخت ونيوه. د تصفيې په عملياتو کې زغره لرونکي بولډزرونه وکارول شول او چورلکو پر تحصن کوونکو اوښلن ګازونه وشيندل.
د مصر موقت لومړي وزير (حاذم البيبلاوي) ولس ته په  يوه  وينا کې وويل، چې تېرې دوې ورځې سختې ورځې وې او د وينې د توئيدو له امله يې خپګان وښود، خو هېڅ ډول بښنه يې ونه غوښته.
پرون د عربو د سپرلي له پيل څخه په مصر کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل کېږي. د اخوان  المسلمين مشرانو پروني عمليات ټولوژنه وبلله او د مصر پوځي کودتا يې ناکامه وګڼله. د دوی په  وينا په پرونيو عملياتو کې څه باندې دوه زره کسان وژل شوي.