
زړه می جانانه له ګېلو نه ډک دی
دا ستا په یاد د خاطرو نه ډک دی
څنګه به نه ژاړم په چیغو چیغو
ستا بیلتانه کې له اغزو نه ډک دی
توره په لاس په سپين میدان ولاړ دی
د هر ځلمي زړه ولولو نه ډک دی
څنګه به خندا په ډکه خوله وکړم
کم د خوږو ډیر د ترخو نه ډک دی
شونډو نه موسکا د خوښۍ تللې ده
مین زړګی ژړا سلګو نه ډک دی
اه د خولګۍ به یې لمبه شي د اور
هر یو یتیم له اسوېلو نه ډک دی
راشه مات کودی د زړه کوشیر مې که
نیمګړی ژوند له ارمانو نه ډک دی
خیر که تا کمزوری نن موندلی یم
د پرون زړه له افسانو نه ډک دی
مه کوه تپوس مې د لیمو نه نور
ستړی ځیګر اوښکو تودو نه ډک دی
ږدمه به په سر یې د غیرت نښه
راته میراث هسکو شملو نه ډک دی
زړه نه مې ایمان او غیرت نه وځي
تل د بابا د حماسو نه ډک دی
مه پوښته باران مې د تودو اوښکو
سوی ګوګل له وینو سرو نه ډک دی
تاسه به حساب زرې زرې کوم
د انتقام زړه مې لمبو نه ډک دی
وطن جوړیږی به زموږ په خوښه
هر یو مالت مو له جرګو نه ډک دی
د نیمبسمل زړه مې پوښتنه وکه
د مطیع زړه درته زارو نه ډک دی