يوه ډاکټر د قاچاقوړونکي له معده نه د هيروينو د رايستلو وروسته غلا کړې.


 پوليسو د روسيې د سايبريا په يوه کوچني ښار کې، يو شکمن قاچاق وړونکی جراح ډاکتر ته تسليم کړی، چې له معدې نه يې د هيروينو کپسلونه رابهر کړي.
لږ وروسته د پلټنو پر مهال پوليسو دې پام کيږي، چې د هيروينو اندازه تر هغې کمه ده، چې د راډيوګرافۍ په انځورونو کې ښکاري. دوی بيرته روغتون ته ځي، چې ګوري ډاکټر نشه دی او له  غلا شوي هيروينو لا پنځه ګرامه ورسره  لا په جيب کې پاتې دي.
پوليسو دغه ډاکتر زندان ته ليږلی او د روسيې د قوانينو پر بنسټ کيدی شي ان تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ورکړي.