
د طالبانو لخوا په يوه راليږل شوي خبر کې ويل شوي دی، چې دتخار په خواجه بهاوالدین کې په معاش اخيستونکو اربکيانو انفجار ۱۹تنه وژلي او ټپيان کړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تيره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د تخار ولایت دخواجه بهاؤالدين ولسوالۍ په مرکز کې دهغو اربکیانو په منځ کې قوي تاکتيکي انفجار وشو، چې دمعاش اخيستلو لپاره دولسوالۍ مرکز ته راغلي وو.
د مجاهد په وينا دغه معاش اخيستونکي اربکیان په خپلو کې دمعاش دپيسو په حساب بوخت وو چې دانفجار سره مخ شول ، په نتيجه کې يي ۵ اربکیان ځای په ځای قتل شول او د دریو قومندانانو (چنګ بای ، سلیم او ارباب ولي ) په ګډون ۱۴ تنه مرګوني ټپيان شول.